IQNA

د لیندۍ د ۹ حماسه او عمومی پاڅون د پرَدیو د نقشو په ضد ؤ/ د شهید سلیماني لاره دوام لری

16:41 - December 30, 2022
د خبر لمبر: 3486675
ایکنا-(تهران)د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام کاظم صدیقي پخپلې یوې خطبې کې د لیندۍ دنهمې دحماسې دکلیزې په درنښت سره روښانه کړه، په دغې ورځې د امام او امت ترمینځ انسجام یو ځل بیا خپله پیاوتیا او مضبوتیا نندارې ته وړاندې کړه او  او ثابته ئې کړه ،د امام او امت ترمینځ ارتباط چې د اسلام له لومړنیو وختونو راهسې ترنن ورځې پورې په مومنانو کې موجوددی نه شلیدونکی دی او هیڅوک مومنان له خپل امامه نشي  جلا کولی.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د تهران د جمعې لمانځه خطیب د لیندۍ د میاشتې نهمه ورځ،ددین احیاء کونکي یوه داسې ورځ وبلله چې د ولس د شتون په برکت سره ئې د دښمنانو دسیسې شنډې کړې او د ایران ملت ته ئې له لاسه وتلی آرامښت بیرته راوګرځوۀ.

نن د جمعې ورځ د دسمبر دیرشمه نیټه  د ۱۳۸۸لمریزکال د لیندۍ د میاشتې په میلیوني لاریون کې د ایران د ولایتمدار  او حماسه جوړونکي ولس دعاشورائي شتون له کلیزې سره برابره د ه  چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولس په ویاړونو کې یوه ترټولو زرینه پاڼه  او د  اسلامی انقلاب په تاریخ کې یو مهم  ټکی حسابیږي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام کاظم صدیقي پخپلې یوې خطبې کې د لیندۍ دنهمې دحماسې دکلیزې  په درنښت سره روښانه کړه، په دغې ورځې د امام او امت ترمینځ انسجام یو ځل بیا  خپله پیاوتیا او مضبوتیا نندارې ته وړاندې کړه او  او ثابته ئې کړه ،د امام او امت ترمینځ ارتباط چې د اسلام له لومړنیو وختونو راهسې ترنن ورځې پورې په مومنانو کې موجوددی نه شلیدونکی دی او هیڅوک مومنان له خپل امامه نشي  جلا کولی.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب ددې خبرې په کولوسر ه چې ددښمن هڅه  دا وه څو  د امام او امت موضوع د ړندې فتنې په بهیر سره  چې پلان ئې کړې وه ، له مینځه یوسي ،ووئيل، شیطاني استکباري  او د سلطې د نظام قدرتونه  بې پرَدې پخپل ډګر کې حاضر شول او د فتنې له بنسټګرو او فتنه ګرو ئې خپل رسمي ملاتړ اعلان کړ او دخپلې پروپیګنډیزې سندوئې او ادارې ئې  هم د مونږ د ټولنې د ګډوډولو په لاره کې  او له ولی فقیه  دمونږ د امت د جلاکولو په لاره کې ئې وکارولې ،خو په دغې دسیسې کې هم بریالی نه شول.

 کاظمي صدیقي همداراز د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک د وخت قوماندان سردار شهید قاسم سلیماني دشهادت کلیزې ته په اشارې سره  هم ووئيل، شهید قاسم سلیماني  دخپل مجاهدت په اوږدۀپړاؤ او داسلامی انقلاب په ټيټو هسکومرحلو کې  غیرت ،دینداري  او معنویّت  نندارې ته وړاندې کړ.

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې  د اسلامی انقلاب ستر لارښود د شهید سلیماني په باب ووئیل چې  د استکبار لپاره دهغه خطره  او دمقاومت او حق له جبهې د هغه ملاتړ  له مخکې څخه لازیات شوی دی ،زیاته کړه،  دهغه دپاکې جنازې دستورو  وښودله چې د ایران ولس د شهید قاسم سلیماني    د سیرت اورودې په حد کې  د خپل سوچه اسلامی انقلاب پلویان دي .

https://iqna.ir/fa/news/4110664/9-%

captcha