IQNA

له اسلامه د ویرولو د پروسې د زیاتیدا په دلیل له فرانسې د مسلمانانو مهاجرت زیات شوی

7:23 - May 13, 2024
د خبر لمبر: 3489211
ایکنا – په ترلاسه شوو راپورونو کې وئيل شوي دي، چې په فرانسې کې له اسلامه د ویرولو د پروسې د زیاتیدا په دلیل  له دغه هیواده  د مسلمانانو په تیره بیا د مسلمانو غوره شخصیّتونو مهاجرت تر پام وړ حده زیات شوی دی.

ایکنانیوز د القدس العربی له قوله راپور راکوي،د انګلستان په برمینګم پوهنتون کې د دین وا سیاست د برخې مشر څيړاند او د جارج ټاؤن پوهنتون کې ددین او سولې دمرکز دڅيړنې مدیر جوسلین سزاری په دې اند دی چې فرانسه له بل هر وخته زیات له هویتي تاؤتریخوالي څخه کړیږي.

د هغه په وینا دغه تاؤتریخوالی  د زوړپالو له څرګندونو ورآخوا تللي اوتر ښکاره  توکمپرستۍ تر حده رسیدلي دی.

هغه په دوام کې ويئلي دي،په تیرو پنځو کلونو کې له اسلامه د ویرونې په باب بحثونه ډير تراخه شوي دی  او د پوهنتوني بحثونو  له پولو ورآخوا تیر شوي او  له زیات په یوې سیاسی مسئلې بدل شوي دي.

په حقیقت کې په وروسیتو کلونو کې فرانسه د هغه څه شاهده ده چې فرانسیسي رسندویو له دغه هیواده د ډاکټرانو ،انجنئيرانو ،استاذانو ،ټيکدارانو،تاجرانو او دعمومی خدماتو دعملې پشمول  دمسلمانو غوره شخصیّتونو  تښته نومولې ده.

د رسندویو په وینا،مسلمان غوره شخصیّتونه  د د خپلې قومي مخینې  او نامې په زمینې کې د مذهب   او موجوده وارمخکې قضاؤتونو له کبله  دتوپیر په دلیل له فراسې ووځي  او نورو هیوادونو ته ځي . دا هغه شی دی چې د امریکانیویارک ټایمز  ورځباڼې د ۲۰۲۲کال  په فرورۍ کې په یوې مقالې کې د ؛له فرانسې  د مسلمانانو  خاموشه وتلو؛ په عنوان سره  ورباندې بحث کړی دی.

له بلې خوا د رسندویو په دلیل فرانسه ، په ورسوتیو کلونو کې د اسلام ضده پيښو د ۴۰فیصده زیاتیدا شاهده ده.

په اروپا کې  له اسلامه د  ویرولو  د پروسیې په ضد داقدام کمیټې  په یوه راپور کې چې د تیر مارچ میاشتې په پيل کې خپور شوی ، په ۲۰۲۳کال کې ئې په فرانسې کې ئې د اسلام ضده اقداماتو تر اندیښمنونکي حده د زیاتیدا خبر ورکړی دی. ددغه راپور په اساس،فرانسه  په تیر کال کې له اسلامه د ویرولو د کابو ۸۳۰موردونو شاهده  ده چې له دې د مخکې کال په پرتله کې  د ۵۳۰موردونو په نسبت ۵۷فیصده زیات شوي دي . په فرانسې کې له اسلامه په ویرولو کې  دغه زیاتیدونکی بهیر په تیره بیا  په تعلیمي نظام کې په اوڅاره توګه لیدل کیدلی شي.

د په ښونځیو کې  د دیني نښو د منع  کیدا په باب د ۲۰۰۴ کال قانون د مسلمانو زده کونکو په ضد دتوپیر لپاره لاره پرانیستې ده . په ۲۰۲۳کال کې د زده کړې په چاپیریال کې له اسلامه د ویرونې تقریبا ۳۰۰ پيښې راپور شوي دي چې  په فرانسې کې د ټولو راپورونو  کابو څلویښت فیصدي برخه جوړوي.

همداراز راپورونه  د توپیري موردونو  په تیره بیا په مسلمانو میرمنو او اسلامی اورګانونو باندې حملې او اخلاقي کړوَلوپه څير توپیري موردونه په اوڅاره توګه زیاتوالی ښئ. ډیری مسلمانان په دې اند دي چې  له اسلامه دویرونې پروسه  په ۲۰۱۵ کال کې  د پاریس له ترهه ګرو حملو وروسته زیاته شوې  او د تیر کال داکتوبر په اومه نیټه د طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو وروسته لا زیاته شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4215282

captcha