IQNA

د عباسی آستان له خوا څه د پاسه ۱۵ زره میرمنو زیارتوالو ته قرآني خدمات وړاندې شول

15:50 - September 05, 2024
د خبر لمبر: 3489804
ایکنا – د عباسی مقدس استان مسئولانو په صفرې میاشتې کې څه دپاسه پنځلس زره ښځینه زیارتوالو ته د قرآنی خدماتو د رسولو خبر ورکړی دی.

ایکنانیو د الکفیل له قو راپور راکړ، د عراق په کربلا کې عباسی مقدس آستان دغه خدمات د حسینی اربعین د زیارت په اوږدو او دغه راز د اسلام د ګران پیغمبر د رحلت د شپو ورځو په دستورو کې میرمنو زیارتوالو ته وړاندې کړي دي.

د عباسی مقدس آستان د د میرمنو په چارو کې د شرعي متولی له دفتر سره اړونده د میرمنو د قرآن کریم موسیسې د اعلان په اساس، هغه زیارتوالې چې د  حسیني اربعین په شپو ورځو کې له خدماتو استفاده کړې ده شمیر ئې څه دپاسه پنځلسو زره میرمنو ته رسیدلی دی.

ددغې موسیسې  مسئولې منار  الجبوري ددغه خبر په اعلانولو سره ووئيل،په دغو شپو ورځو کې د میرمنوسټالونه او موکبونه د داسې ډيرو زیاتو قرآني او کلتوري محفلونو شاهدان وو چې په غو کې تر ټولو مهم د فاتحې سورې د قرائت سموَل، د قرآني تلاؤت د غونډو ترسره کیدا،، د شرعي مسئلو بیانولو او ځوابونو ورکول او همدرااز د عزادارۍ د مجلسونو ترسره کیدا شامله ده  او دغه راز میرمنو ته ډول ډول خوړو ،څښاک او درملیز خدمات هم وړاندې شوي دي او په دغو محفلونو کې ورته ځيني ډالۍ  هم ورکړل شوي دي.

جبوري ووئيل؛ د حسینی اربعیّن د زیارت شپې ورځې  د حسینی غورځنګ د اصولو او دقرآني فرهنګ د دودولو  او پهوهې د پياوړتیا په تیره بیا د دین په لاره کې دسرښیندنې  او له یوه بل سره له درستې نړۍ د  مومنو میرمنو لیده کاتو لپاره یو مناسب فرصت او پلیټ فارم دی.

https://iqna.ir/fa/news/4235055

captcha