ایکنانیوز رابور ورکړی، د لبنان حزب الله ولسي غورځنګ په روضةالحورا مرقد کې د لبنان د حزب الله غورځنګ داجرائي شورا د خدای بخښلي مشر شهید سید هاشم صفی الدین د عکس په کیښودو سره رسما د هغه د جنازې قبر مشخص کړ.
سید هاشم صفی الدین د حزب الله ددوهم شخصیّت په توګه او د شهید حسن نصر الله د جانشین په توګه یادید، که څه هم حزب الله دغه موضوع اعلان کړې نه وه.
هاشم صفی الدین په ۱۹۸۲ کال کې د حزب الله غورځنګ د تاسیس له وخت څخه ددغه غورځنګ غړی ؤ او له ۱۹۹۴کال څخه ئې د حزب الله د اجرائي شورا مشري په غاړه درلوده. هغه په ۲۰۱۷ کې د امریکا د متحده ایالاتو د بندیزونو په لیسټ کې شامل شوی ؤ.
د لبنان حزب الله غورځنګ د لړم یا عقرب د میاشتې په دوهمه په یوې اعلامیې کې ددغه غورځنګ د اجرائي شورا د مشر سید هاشم صفی الدین د شهادت خبر تائيد کړی ؤ.
سید هاشم صفی الدین دخپل شریف عمر زیاتره کلونه په حزب الله غورځنګ کې په توانمنیو او مسئولیّت منلو سره د اجرائي شورا او نوره موسیسې او اورګانونه په ښه ډول مدیریّت کړل. هغه د حزب الله له مجاهدینو سره ډیر نزدې او د هغو یو نزدې ولسی ملاتړی ؤ او د شهیدانو له کورنیو سره ئې ډيره مینه کوله تر دې دچې خداوندمتعال هغه هم د یوه شهیدا په توګه د کربلا د شهیدانو له کاروان سره یو ځای کړ.
https://iqna.ir/fa/news/4252841