ایکنانیوز راپور راکړی، د لبنان په بیروت ښار کې د مقاومتی چورلیز د لوړپوړو مشرانو شهیدانو سید حسن نصرالله او سید هاشم صفیالدین د جنازو مراسمو سره سم، په نورو څو هېوادونو کې هم د هغوی غایبانه یا سمبولیک جنازې ترسره شوې.
عراق
په عراق کې په لکونو خلکو د لبنان د حزبالله د شهید مشر سید حسن نصرالله او سید هاشم صفیالدین د جنازو غایبانه یا سمبولیک دستورې ترسره کړې چې په دغو دستورو کې یوه بل ډول ولوله او انګیزه ښکاریده او عراق زیاتره فضا د امریکا او اسرائيلو په ضد د شعارونو له انګازو ډکه شوې وه.
یمن
په یمن کې هم د لبنان د حزبالله د شهید مشر سید حسن نصرالله او ددغه ولسی غورځنګ د اجرائي شورا د مشر شهید سید هاشم صفیالدین د جنازو غایبانه یا سمبولیک دستورې د دغه هېواد په پلازمینه صنعا کې ترسره شوې.
دا م دستورې د الشعب په جامع جومات کې د عالمانو، سیاسي او دیني شخصیتونو په پراخ ګډون سره جوړې شوې.
بحرین
د بحرین په زرګونو خلکو هم په یو لړ دستورو کې د لبنان د حزبالله د وخت دمشر شهید سید حسن نصرالله او شهید هاشم صفی الدین د جنازو غایبانه او سمبولیک دستورې ترسره کړې.
پاکستان
په پاکستان کې په پارچنار،اسلام اباد،کویټه، لاهور، کراچئ ،ګلګت ،اسکردو او څو نورو سترو او واړو ښارونو کې په لکونو خلکو په تلپاتې ګډون سره چې د مذهبي او سیاسي ډلو په غوښتنو سره غونډ شوي، د مقاومتي چورلیز د مشرانو شهیدانو ، شهید سید حسن نصرالله او د د شهید هاشم صفی الدین په یاد او خاطرو کې د لویو غونډو په جوړولو سره د مقاومت ددغو لوړپوړو مشرانو روح ته درناوی وکړ