IQNA

په افغانستان کې لاجوردي رنګه جومات؛ د اسلامي معمارۍ یو شاهکار

14:12 - November 23, 2025
د خبر لمبر: 3492052
ایکنا - د افغانستان په بلخ ولایت کې د مزار شریف مسجد کبود (لاجورَدي رنګه جومات) یوازې یو مذهبي ځای نه دی؛ بلکې د افغانستان یو ملي او فرهنګي سمبول دی چې په دغه هیواد کې د بېلابېلو قومونو او مذهبونو لرونکي ئې د اسلامي هویت د یووالي نښه ګڼي.

دا مسجد چې په شمالي افغانستان کې په مزار شریف ښار کې موقعیت لري، د امام علي بن ابی طالب‌(ع) پر نوم هم مشهور دی. دغه مسجد د افغانستان له ښکلو او نامتو جوماتونو څخه شمېرل کېږي چې د لاجوَردي کاشیو، فیروزه‌یي ګنبسیو او د اسلامي هنر د ښکلا له امله په مینځنۍ آسیا کې ځانګړی ځای لري.

په مزار شریف ښار کې دغه جومات یا مسجد د کابل له پلازمېنې کابو ۳۲۰ کیلومتره واټن لري او کابو ۳۸۰ میتره د سمندر له سطحې لوړ موقعیت لري.

د لاجورَدي جومات ریښې او تاریخي مخینه

مسجد کبود یا لاجورَدي جوما یا سخي زیارت ،چې د امام علي‌(ع) د زیارت ځای په توګه پېژندل کېږي، د افغانستان تر ټولو مشهور دیني ـ تاریخي ځای دی. هر کال لسګونو زره زائرین له افغانستان او نورو هېوادونو نه دې ځای ته ورځي.

په تاریخي روایتونو کې د دې قبر د انتساب په اړه بېلابېل نقلونه شوي دي؛ ځینې یې د شپږمې هجري پېړۍ د کشف روایت کوي او ځینې د لسمې هجري پېړۍ د بیا رغونې یادونه کوي. البته د قبر د اصلي انتساب په اړه ځینې انتقادونه هم شته.

د «مزار شریف» نوم هم د همدې مقدس حرم له امله د ښار پر نوم ایښودل شوی دی.

لومړنی جوړښت د مغولو په یرغل کې د چنګیز خان لخوا په ۱۲۲۰ میلادي کې ویجاړ شو. دا زیارت څو پېړۍ ګمنام پاتې شو، تر هغه چې د تیموریانو په دورې کې بېرته کشف شو.

د پنځلسمې پېړۍ په جریان کې، سلطان حسین میرزا بایقرا چې د هرات له لویو تیموري واکمنانو څخه و، د دې مسجد د بیا جوړونې امر وکړ. د هغه په لارښوونه دا ځای د اسلامي هنر په یوه ښکلي او معیاري سبک ترسار شو.

ښختې جوړوونکو او معمارانو یوه ځانګړې ډله چې سلطان له هرات ،سمرقند او بخارا هنرمندانو څخه جوړه او راوستله. دوي داسې مسجد جوړ کړ چې د فیروزه‌یي ګنبسیو ، لوړو مینارو او لاجوَردي کاشیو له امله د منځنۍ آسیا د معمارۍ یو بې سارې نمونه شوه

د وخت په تېرېدو سره، دا مجموعه پراخه شوه او انګڼونه، باغونه او د زائرینو لپاره ګڼ نور جوړښتونه ور زیات شول. مسجد د علماوو، صوفیانو او زده‌کوونکو لپاره یو مهم مرکز شو.

په وروسته پېړیو کې، دا مسجد څو څو ځله د ځاي واکمنانو او خیرینو لخوا مرمت او پراخ شو، خو اصلي هنري بڼه یې تل ساتل شوې ده

د شلمې پېړۍ په منځ کې پراخې بیارغونې پرې ترسره شوې او د درېیمې زریزې په پیل کې د افغانستان د فرهنګي میراثونو په فهرست کې شامل شو.

معماري او هنري جوړښت

لاجورَدي جومات د اسلامي معمارۍ یو له سترو پاتې اثارو څخه دی او د تیموري مکتب یو بشپړ استازی دی چې په ۱۵م او ۱۶م پېړۍ کې په هرات او سمرقند کې خپل اوج ته رسېدلی و.

دا مسجد یوازې د عبادت ځای نه دی؛ بلکې یو روحاني او هنري شاهکار دی چې د اسلامي صوفیانه فکر او ښکلا یو ژور ترکیب پکې نغښتی دی. د دې جومات معمارۍ د هندسي نظم، روحي سمون او اسلامي هنر ښکلا په خورا لوړه کچه انځور کړې ده.

هندسي جوړښت

مسجد په یوه بشپړه متقارن هندسي سیستم ولاړ دی چې د روحاني نړۍ او کیهاني نظم تر مینځ د غږملتیا سمبول دی. داخلي دیوالونه او چت د هندسي او ګلدارو نقشونو په وسیله سینګار شوي چې د «الهی تکرار» مفکوره څرګندوي.

کاشي‌کاري او خطاطي

د مسجد مخ او دیوالونه د لاجوردي او فیروزه‌یي رنګونو په زرګونو کاشیو پوښل شوي دي. د قرآن کریم آیتونه په ښکلو کوفي او ثلث خطوطو پرې لیکل شوي دي.

 

ګنبسئ او مینارې

د مسجد ګنبسئ دوه پوړیزې جوړ شوي دي:

دننه جوړښتي ګنبد

او له باندې ښکلی تزئیني ګنبد

بهرنی ګنبد په ورځو کې دلمر په څير ځلېږي او د شپې د سپوږمۍ رڼا پرې نرۍ سپینه ځلا خپروي چې مسجد د رڼا یوې مجموعې ته ورته ښکاري.

څلور مینارې ئې نړئ او لوړې دي چې د تیموري عمودي معمارۍ ښکلی مثال ګڼل کېږي.

داخلي جوړښ

د مرمرو ستنې، منظم قوسونه یا محرابونه او په ظریفو رنګونو او نقشونو سینګار شوي چتونه د مسجد په داخلي فضا کې روحاني فضا جوړوي.

محراب د سوره نور په آیتونو د رنګا رنګ کاشیو په چوکاټ کې ښکلی کړئ شوی او منبر د لرګيړد دست‌سازی هنر ننداره وړاندې کوي.

اوسنی حالت او میراثي ارزښت

لاجوردي جومات نن سبا د افغانستان د اسلامي معمارۍ یو ملي نښان دی. دا ځای د ځاي هنر، د ایران او سمرقند د معمارۍ تاثرات او د ماوراءالنهر دودیز سټال په ګډه رانغاړي.دا مسجد د افغانستان د مهمو تاریخي میراثونو له ډلې دی چې هم تاریخي اصالت، هم سمبولیک ارزښت او هم هنري ځانګړتیا لري. دا ثابتوي چې اسلامي معماري یوازې د عبادت د ځای جوړول نه دي، بلکې یوه ژوره هنري ژبه ده چې د ایمان، ښکلا او روحانیت سره یو ځاي کوي.

مسجد کبود یا لاجوَردي جومات د افغانانو په شعور کې ځانګړی ځای لري او د مذهبي مقام تر څنګ، د ملي یووالي یو ځواکمن سمبول ګڼل کېږي.

په وروستیو لسیزو کې د افغانستان دولت دا مسجد د ملي میراث په توګه ثبت کړی دی. یونسکو او نورو نړیوالو بنسټونو د زلزلې او آب و هوا له امله له زیانونو وروسته د کاشیو او برخو د ترمیم ملاتړ کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4316257

captcha