IQNA

د ایران د ټيلیویژن له لارې د رمضان ځانګړی پروګرام ؛محفل؛د سحري او روژماتي خپرونو سره

6:45 - February 17, 2026
د خبر لمبر: 3492461
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیویژني ادارې د  ټيلیویژني  برخې  مرستیالۍ د روژې دمبارکې میاشتې لپاره د معنوي، کلتوري او تفریحي پروګرامونو د پراخې ټولګې د چمتو کولو خبر ورکړی دی.

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت  د ریډیو او ټيلیويژني ادارې (سیما )مرستیالۍ اعلان کړی چې د سحر او روژماتي ځانګړي پروګرامونه، د قرآن ترتیل لوستل، مناجات او معارفي خپرونې به د روژې په مبارکې میاشتې کې د ټیلویژن د خپرونو اصلي محور جوړوي. د راپور له مخې، «محفل» پروګرام ، «سحري»، «قرآن او ټولنه» او «نسیم آستان» نومې پروګرالمونه به په دغو شپو ورځو کې خپرېږي. د دې راپور پراساس، د ټيلویژني څ انګې  بېلابېل  چینلونه  د ډول ډول  پروګرامونو په تولید سره هڅه کوي چې د دې میاشتې له فضا سره سم معنوي او کلتوري چاپېریال د لیدونکو لپاره برابر کړي.

په درېیم ټيلیویژني چینل کې  به «محفل» پروګرام د  روژماتي  پر مهال د نړیوالو قاریانو او کوربه‌ ؤ په شتون سره خپرېږي، او «ماه من» نومې پروګرام به د روژې د سحري په وختونو کې دیني او کلتوري موضوعات وڅېړي. څلورم  چینل  به هم «سحري» ځانګړی پروګرام د ادبیاتو او معنوي  دعاګانو په   چورلیزتوب د سحر په وخت کې خپروي. همدارنګه لومړی چینل به د «ماه خدا»نومې  پروګرام او د قرآن ورځني ترتیل لوستلو سره د روژتي لیدونکو ملتیا وکړي.

د معارفي پروګرامونو تر څنګ، ډرامې او سیالۍ هم د خپرونو په جدول کې شاملې شوې دي. د «اسباب زحمت»نومې  سریال هره شپه له لومړي چینل څخه خپرېږي او «نبرد ربات‌ها» نومې سیالي به د ځوانانو او زلمیانو په ګډون خپره شي. همدارنګه بېلابېل پروګرامونه لکه «نسیم آستان»، «سرزمین شعر» او د قدر مبارکو شپو ځانګړي پروګرامونه د ملي رسنۍ د روژې میاشتې د چمتووالي برخه بلل شوي دي.

د  ایران  د ریډیو او ټيلیویژني ادارې د سیما مرستیالۍ ټینګار کړی چې د دغو پروګرامونو موخه د روژې مبارکې میاشتې په ورځو کې د لیدونکو ترمنځ «د معنوي فضا پیاوړتیا، د دیني پوهاوي لوړول او د کلتوري خوښۍ رامنځته کول» دي.

https://parstoday.ir/fa/iran-i35612

captcha