مسلمانان - پاڼه 5

IQNA

بچوې
ایکنا - په سلګونو مسلمانان چې په امریکا کې مېشت دي، د نیویارک ښار په ټایمز سکوېر   چوک کې، چې د ښار له تر ټولو ګڼې‌ګوڼې ډکو سیمو څخه ګڼل کېږي، د روژه‌ماتي دسترخوان وغوړاوه او د نيون څراغونو تر رڼا لاندې او په باراني هوا کې ئې د ماښام لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3492502   خپرونې تاریخ : 2026/02/24

ایکنا - لسګونو زرو فلسطینیانو د رمضان د مبارکې  میاشتې د لومړۍ جمعې لمونځ په مسجدالاقصی کې ادا کړ؛ دا په داسې حال کې وه چې نیواکګرو اسرائیلي  عسکرو د لارو په تړلو او پراخو محدودیتونو لګولو سره قدس ښار ته  د لمونځ کوونکو لاسرسی محدود کړی و.
د خبر لمبر: 3492483   خپرونې تاریخ : 2026/02/21

ایکنا –د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن نړیوال قاری او تکړه استادقاری قاسم مقدمی په زړه پورې غږ سره  د قرآن کریم د دوهمې سپارې یا  جزوې  په زړه پورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3492477   خپرونې تاریخ : 2026/02/20

له آيتونو سره ژوند!
ایکنا - د رمضان له مبارکې میاشتې سره سم، «له آیتونو سره ژوند» نومې قرآني خوځښت پیل شوی، چې هره ورځ یو  چورلیزي آیت معرفي کوي څو د قرآن ښوونې د خلکو له ورځني ژوند سره وتړي.
د خبر لمبر: 3492472   خپرونې تاریخ : 2026/02/19

ایکنا – په مدینې منورې کې  ملک فهد  قرآن چاپ کمپلیکس اعلان کړی چې د روژې مبارکې میاشتې په ترڅ کې به په ډیجیټلي فعالیتونو کې پراخ شتون ولري او په دې برخې کې به ځانګړي پروګرامونه پلي کړي.
د خبر لمبر: 3492465   خپرونې تاریخ : 2026/02/17

ایکنا -په نیواکي قدس کې، چیرته چې د روژې مبارکه میاشت هر کال د صهیونیسټانو د مذهبي تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مل وي، نفیسه خویص ـ چې یوه وفاداره او جلاوطن شوې خادمه ده ـ هر ماښام خپله روژه  د مسجدالاقصی په انګړ کې نه ، بلکې دغه سپېڅلي ځای ته څېرمه پر سړک  افطار کوي. هغه خپلو تشو لاسونو ته ګوري او نارې وهي: «دا جومات زمونږ هویت دی؛نیواکګرو ته ئې  مه  پرېږدئ.» جلاوطنئ د هغې روح له دې مقدس ځایه نه دی جلا کړی؛ هغه اوس هم په لوړ غږ زرګونه مسلمانان د ایمان د وروستي سنګر ساتنې ته رابولي.
د خبر لمبر: 3492462   خپرونې تاریخ : 2026/02/17

لبنانی شنونکی:
ایکنا – د ایران اسلامی جمهوریت اوس  د خپل کلتوري قدرت  او قرآني لیدلوري په مټ د عدالت غوښتونکو ملتونو لپاره الهام‌بخښونکې  بېلګه ګرځېدلی، ځکه چې د دین، ژوند او ودې او پرمختګ ترمنځ ئې ټینګه اړیکه رامنځته کړې ده.
د خبر لمبر: 3492443   خپرونې تاریخ : 2026/02/12

ایکنا- د کینیډا د حکومت هغه اقدام چې له اسلامه دویرونې د پروسې د  اړوند چارو لپاره د ارزونې  د ځانګړي استازي فعالیت ئې لغوه کړ، له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492441   خپرونې تاریخ : 2026/02/12

ایکنا- د عمان ستر مفتی شیخ احمد الخلیلي د وحشی صهیونیسټي رژیم  دجنایتونو په باب د اسلامی ملګرتیاموسیسې او عربی اتحادئې په انفعالی عملونو او بې توجهئ سختې نیوکې وکړې.
د خبر لمبر: 3492402   خپرونې تاریخ : 2026/02/03

ایکنا- په لویدیځي آروپا کې د البانیائي مسلمانانو ټولنې  د لویدیځي بالکان د اسلامی شوراګانو  په غږملتیا سره  دجوماتونو جوړول چټک کړي دي.
د خبر لمبر: 3492401   خپرونې تاریخ : 2026/02/03

ایکنا- د هندوستان د مسلمانانو د دفاع یوه بنسټ، د دغه هېواد واکمن ګوند د مسلمانانو ضده غلیمانه  ویناوو د سسټماټيک کولو په تور تورن کړ.
د خبر لمبر: 3492397   خپرونې تاریخ : 2026/02/02

ایکنا - په انګلستان کې یوه  زوړپال افراطي چینل په انګلستان کې  د  مسلمانانو  په ضد   خپل  لمسؤنکي  اقدامات بیا تکرار کړي دي .
د خبر لمبر: 3492395   خپرونې تاریخ : 2026/02/02

د روسیې د اسقف میشته کلیسا!
ایکنا - د مسکو د اسقف‌میشته  کلیساګانو د ایران د اسلامی جمهوریت د  اسلامي کلتور او اړیکو د  ادارې مشر  ته په رالېږلي پیغام کې، د مرغومي میاشتې (دي‌ماه) تاوتریخوالي وغند  او د ایران له نظام او خلکو سره ئې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3492393   خپرونې تاریخ : 2026/02/02

ایکنا  - د امریکا د اسلامي مرستو ادارې  (Islamic Relief USA) په یوه خیریه پروګرام کې د امریکا د کنټاکي ایالت د لکسینګټن ښار اړمنو اوسېدونکو ته  د خوړو  زرګونه پرسونه برابر کړي.
د خبر لمبر: 3492380   خپرونې تاریخ : 2026/01/29

ایکنا – په ملابیشیا کې په ساراواک ایالت کې یو ۵۷ کلن سړی د قرآن کریم د سپکاوي په تور نیول شوی دی.
د خبر لمبر: 3492379   خپرونې تاریخ : 2026/01/29

ایکنا - جاپان غواړي د مسلمانانو د زیاتېدونکي شمېر له امله، په عامه ځایونو کې د لمانځه اسانتیاوې پراخې کړي.
د خبر لمبر: 3492368   خپرونې تاریخ : 2026/01/27

ایکنا - د قرآن کریم د حفظ او تلاوت لومړنۍ عمومي سیالۍ پرون په البانیا کې پیل شوې.
د خبر لمبر: 3492365   خپرونې تاریخ : 2026/01/27

ایکنا - د سکاټلنډ د ګلاسګو ښار شورا په رسمي ډول په کراس‌هېل  سیمې کې د یوه جومات او ټولنیز مرکز د پراختیا طرحه تصویب کړه.
د خبر لمبر: 3492363   خپرونې تاریخ : 2026/01/26

ایکنا - د امام حسین (ع) په نامې سره د وینې د بسپنې (بلډ ډونیشن)کمپاین د هند په بمبئي ښار کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492357   خپرونې تاریخ : 2026/01/25

د بشري حقوقو په برخې کې فعالې یوې ادارې د ډیؤوس  اقتصادي فورم  دغونډې له ګډونوالو وغوښتل چې د تیونس د نیول شوي ولسي ولسمشر  راشد الغنوشي د ژوند د ژغورلو او د هغه د  خوشي کیدا د تضمین لپاره دې  هڅې وکړي.
د خبر لمبر: 3492346   خپرونې تاریخ : 2026/01/22