تهران (ایکنا) - د یمن د انصارالله ولسی غورځنګ رهبر سعودي تیریګر ائيتلاف ته خبرداری ورکړ،که د صنعا یواړخیز او موقته اوربند له لاسه ورکړي ، نو ډير زیات به پښمانه شي .
د خبر لمبر: 3485609 خپرونې تاریخ : 2022/03/29
تهران (ایکنا) -د یمن دملی نجات حکومت دمرکچي ټیم مشر په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، سعودي عربستان دې خپل جدیّت، د سولې لپاره د یمن د لوړې سیاسی شورا د مشر په وسیله وړاندې شوي پلان ته په مثبت ځواب سره ثابت کړي .
د خبر لمبر: 3485599 خپرونې تاریخ : 2022/03/27
تهران (ایکنا) - د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعیدخطیب زاده دګیسو ددغو ګډو زیرمو په باب د عربستان او کویت ترمینځ دنوي اعلام شوي موافقې په باب چې د ایران ونډه هم پکې ددغو هیوادونو هومره ده ، ووئيل ، د آر/ الدوراء د ګیسو میدان ، د ایران ، کویت او عربستان ترمینځ یو مشترک میدان دی ، او ځيني برخې ئې د ایران او کویت ترمینځ د مشترکو حدودو په سمندري برخې کې دي .
د خبر لمبر: 3485595 خپرونې تاریخ : 2022/03/26
تهران (ایکنا) -خطیب زاده زیاته کړه ، دخپل پلار نیکۀټاټوبي ته د درستو فلسطینیانو بیرته ستنیدا او د قدس شریف په همیشنۍ پلازمینې د فلسطین د خپلواکه حکومت جوړیدا ، هماغه راز باید په لو مړیتوب کې مطرح او دغه لوړ هدف ته رسیدا باید د درستو اقداماتو په سر کې شي .
د خبر لمبر: 3485583 خپرونې تاریخ : 2022/03/24
تهران (ایکنا) - د سورئې ولسمشر بشار اسد له یولسو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره یوه عربی هیواد هغه هم متحده عربی اماراتو ته سفر وکړ چې ځیني ډیر مهم اړخونه ئې د رلودلي دي .
د خبر لمبر: 3485555 خپرونې تاریخ : 2022/03/19
تهران (ایکنا) - د پاکستان خارجه وزیر په یولړ څرګندونو کې ووئيل نړۍپه تیره بیا اسلامی هیوادونه باید د افغانستان له اوسني حکومت سره لازیات تعامل ولري ،څو د افغانستان د ولس له مخکې روانې ستونزې لازیاتې نشي او ددغه هیواد ولس له ستر انساني ناؤرینه وژغورل شي .
د خبر لمبر: 3485552 خپرونې تاریخ : 2022/03/17
تهران (ایکنا)- د ملګروملتو سرمنشي آنتو نیوګوتریش د یمن لپاره د مالی مرستو دغونډولو لپاره په یوه ویډیوئي کنفرانس کې ووئیل،د جنګ له امله په یمن کې د لس زره ماشومانو پشمول په لسګونو زره غیرپوځي خلک وژل شوي او په عین حال کې په میلیونونو خلک کډه په سرشوي هم دي ، چې باید هره ورځ د ژوندي پاتیکیدو لپاره مبارزه وکړي .
د خبر لمبر: 3485551 خپرونې تاریخ : 2022/03/17
تهران (ایکنا)- د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو عادي کولو په ضد او دغه راز د فلسطین له ملته دملاتړ په باب دخپل هیواد پر دریځونو یو ځل بیا په ټينګار سره ، په پاکستان کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو د راتلونکي ناستې خبر ورکړ او وې وئيل ، مونږ د اسلامی امت په وړاندې له مشترکو چیلنجونو سره دمقابلې لپاره د وحدت او یوې چغې دودولو ته کلک هوډ لرو .
د خبر لمبر: 3485541 خپرونې تاریخ : 2022/03/15
تهران (ایکنا) –د عربستان دآل سعود رژيم مخالفو رسندویو په ډاګه کړی ده چی په دغو ۸۱ کسانو کې ۴۱ شیعیان دي .
د خبر لمبر: 3485531 خپرونې تاریخ : 2022/03/13
تهران (ایکنا) - د یمن دپوځ ویندوي یحیی سریع پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ، د یمن پر غیر پوځي سیمو او خلکو باندې د هرې ورځې د تیریو په ځواب کې د سعودي عربستان په مینځ کې د یمن د پوځ دډرونز حملې جزیات اعلان کړل .
د خبر لمبر: 3485526 خپرونې تاریخ : 2022/03/12
تهران (ایکنا) -د عربستان ولی عهد محمد بن سلمان د امریکا له اټلانټيک خپرونې سره په خبرو کې وئيلي دي ، عربستان د اسرائيلو ته د دښمن په توګه نه ګوي ، بلکې د یوه متحد په توګه ورته فکر کوي .د سعودي ولی عهد دغه دریځ د فلسطینیو مبارزو ګوندونو او ډلو ټپلو سخته غوسه راپارولې ده .
د خبر لمبر: 3485500 خپرونې تاریخ : 2022/03/06
تهران (ایکنا) -دایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت د لوړې شورا منشي ووئيل ؛د عراق په کوربه توب له سعودي سره په دوو ااړخيزو خبرو اترو کښې د ايران فعال او پروګرام لرونکي شتون د دوو اړخيزو او سيمه ايزو ګټو د پوره کېدو په بنياد له ګاونډيانو سره د ملګرتيا او مينې په زمينه کښې د اسلامي جمهوريت له اصولي پالېسۍ څخه الهام اخېستے دے.
د خبر لمبر: 3485493 خپرونې تاریخ : 2022/03/05
تهران (ایکنا) - د ایران اسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په کرتو له سعودی عربستان د خبرواترو د دوام لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او ددغو خبرواترو دوام ئې د مقابل لوري له ارادې او هوډ سره اړونده بللی دی .
د خبر لمبر: 3485438 خپرونې تاریخ : 2022/02/20
تهران(ایکنا) - د پاکستان د مذهبی او مدني ټولنو په تیره بیا دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ او امامیه سټوډینټس آرګنایزیش په زرګونو فعالانو د هیواد په مختلفو ښارونو کې دجمعې لمانځه له اداکولو وروسته په یمن کې د وحشي ډوله حملو او ددغه هیواد دبې دفاع خلکو د وژلو په ضد غونډې او لاریونونه وکړل
د خبر لمبر: 3485366 خپرونې تاریخ : 2022/02/05
تهران (ایکنا) -په بغداد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیرایرج مسجدي په نژدې راتلونکې کې د ایران او سعودي تر مینځ د خبرو اترو د پنځم پړاو د پلېدو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3485332 خپرونې تاریخ : 2022/01/28
تهران (ایکنا) - په ملګرو ملتونو کې د ایران داسلامی جمهوریت د نمایندګۍ مرستیالې میرمن زهرا ارشادي ټينګار وکړ چي د داعش ترهګره ډله د ځینو هیوادونو په ملاتړ نړیوال امنیت ته ننګونې رامینځ ته کوي.
د خبر لمبر: 3485331 خپرونې تاریخ : 2022/01/28
تهران (ایکنا) - د ایران او قطر خارجه وزیرانو د سیمه ایزو مسئلو په تیره بیا د افغانستان د بدلونونوپه باب هم نظر تبادله کړې او دغه راز ئې پر ځينو نورو نړیوالو او د اسلامی نړۍ پر مهمو موضوعګانو هم په خبرواترو سره د پيلوماسۍ او دخپل مینځیو مشورو او راشه دیرشه په ضرورت ټينګار کړی دی .
د خبر لمبر: 3485329 خپرونې تاریخ : 2022/01/27
تهران (ایکنا) - د اسلامی مذهبونو د نزدیوالی د ټولنې عمومی منشي زیاته کړې ،په افغانستان کې د مختلفو قومونو شتون ته په پام سره ددغو قومونو دحقوقو خیال ساتل له حکومته د دوي د ونډې په رعایتولو سره ممکن دي او د طالبانو واکمن پلاوی باید دغو حقوقو ته داحترام په سترګه وګوري .
د خبر لمبر: 3485328 خپرونې تاریخ : 2022/01/27
تهران (ایکنا) – په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو د وزارت سرپرست سراج الدین حقاني «الجزیره» ټیلي ويژن ته وویل که چیرې امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژندي ،نود واشنګټن پرضد ګواښ به له سره پیل شي .
د خبر لمبر: 3485323 خپرونې تاریخ : 2022/01/26
تهران (ایکنا) - د اسلامی ملګرتیا موسیسېپه دفتر کې د دریو ایراني ډیپلوماټانو په ورلیږل کیدا شپږ کاله وروسته په جده کې خپل فعالیت پیلوی .
د خبر لمبر: 3485283 خپرونې تاریخ : 2022/01/17