پوځ - پاڼه 2

IQNA

بچوې
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د وحشی او تیریګر صهیونیسټي رژیم د نن سهار وختی جنایت پسې، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  د ایران لوي ملت ته پیغام صادر کړ.
د خبر لمبر: 3491266    خپرونې تاریخ : 2025/06/13

ایکنا - کابو میاشت وړاندې په تورخم کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د  جګړې له امله پاکستان د تورخم دورازه د ۲۷  ورځو لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د سوداګرۍ پر مخ خلاصه او ویل کېږي چې مسافرو ته به سبا اجازه ورکړل شي.
د خبر لمبر: 3490841    خپرونې تاریخ : 2025/03/22

ایکنا - د پاکستان پوځ  په بلوچستان صوبې کې د مسافری اورګاډي  باندې  له ترهه ګرۍ حملې ۲۴ ساعته وروسته د زیاتره مسافرانو په آزادولو سره  خپل ژغورونکي عملیات پاي ته رسولي  او په دغو عملیاتو کې ئې  ۳۳ برمته ګر  هلاک کړي او د څلورو امنیتی مامورانو پشمول ۲۵ کسان هم په  دغې شخړې کې  وژل شوي دي.
د خبر لمبر: 3490793    خپرونې تاریخ : 2025/03/13

ایکنا – د  پاکستان د خارجه وزارت ویندوي ووئيل،ترڅو  دافغانستان طالبان د ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) مسئله حل نه کړي،  د پاکستان او افغانستان  د هوساینې لپاره به د دوي دوه اړخیزې ملګرتیاوې او  امکانات هیڅ معنا ونه لري.
د خبر لمبر: 3490648    خپرونې تاریخ : 2025/02/16

ایکنا- په داسې حال کښې چې تمه کیدله د  پاکستان د  خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعي کښې له وروستۍ  کوهاـ معاهدي  او له ترهګرو سره په مقابلې باندې د پاکستان د خیبرپښتونخوا د صوبايي حکومت او د فیډرل حکومت له ټینګار وروسته، په پاراچنار کښې امنیت او ارامښت راشي خو رپورټونه په دې سیمې د ترګرو د  لا پراخې حملو او ترینگلتیاؤ خبر ورکوي.
د خبر لمبر: 3490488    خپرونې تاریخ : 2025/01/18

 ایکنا – د پاکستان د کورمې پاراچنار  د برې کرمې  د خلکو لپاره د شیانو د رسولو د ګاډو په کاروان باندې برید شوی  چې له کبله یې تراوسه یوه ګاډي ته تاوان رسیدلی خو د مرګ ژوبلو په هکله څه نه دي ویل شوي دي.
د خبر لمبر: 3490479    خپرونې تاریخ : 2025/01/16

ایکنا- د میانمار د پوځ ي  هوائي ځواک په راخین صوبې کې د مسلمانانو په یوه کلي په سختې هوائي حملې کې ۴۱  کسان ووژل.
د خبر لمبر: 3490449    خپرونې تاریخ : 2025/01/11

ایکنا -د  کشمیر په سلګونو ماشومانود افراط پالواو ترهه ګرو په وسیله د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې د پاراچنار سیمې  د بې ګناه او مظلومو مسافرانو په عامې وژلې او ددغې سیمې د ماشومانو په بد وضعیّت باندې په اعتراض کې  په یولړ مظاهرو کې  په شعارونو ورکولو سره خپل اعتراض وکړ او په لاسونو کې ئې د ماشومانو په یاد کې شمعې پورته کړې.
د خبر لمبر: 3490444    خپرونې تاریخ : 2025/01/09

ایکنا - داپه داسې حال کې دي چې د تیرې جمعې په ورځې  د افغانستان دطالبانو یو پياوړی مشر او د دغه هیواد  کډوالو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني هم د  داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په یوه ځان مرګی برید کې سره د څو کسانو په ټکه ووژل شو.
د خبر لمبر: 3490312    خپرونې تاریخ : 2024/12/15

ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار محمد باقری ووئیل؛ په سورئې کې د ترهه ګرو یرغلونه د سورئې اومقاومتي چورلیز د کمزوري کولو لپاره یوه دسیسه ده
د خبر لمبر: 3490259    خپرونې تاریخ : 2024/12/04

ایکنا - د بلوچستان په قلات کې ترهه ګرو بیا د  ۲۲ امنیتی مامورانو  وینه وبهوله
د خبر لمبر: 3490168    خپرونې تاریخ : 2024/11/16

ایکنانیوز د پاکستان خبري سرچینو  د بلوچستان صوبې د مرکز کویټه ښار د ریل  په تمځاي کې د یوې  یوې زوروې چاودنې خبر ورکړی چې تر وروستیوپورې ئې د مړو شمیر ۲۴ او دټپیانو شمیر هم څه دپاسه اویا کسان ښودل شوی دی.
د خبر لمبر: 3490126    خپرونې تاریخ : 2024/11/09

ایکنا -  د پاکستان په بلوچستان صوبې کې نن سهار د یوه ښونځي په شاخوا کې په بم چاودنې کې د څو زده کونکو پشمول اوه کسان وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپيان شوي دي.
د خبر لمبر: 3490095    خپرونې تاریخ : 2024/11/02

ایکنا - د پاکستان د پاراچنار سیمې د ضلعي روغتون مشر ډاکټر میر حسن جان ووئيل په تیرو شلو ورځو کې  چې ستره لاره بنده شوې ده ددغو لارو له امله د قرباني شوو ناروغانو شمیر د شپږو ماشومانو پشمول دیارلسو کسانو ته رسیدلی دی.
د خبر لمبر: 3490090    خپرونې تاریخ : 2024/10/31

ایکنا - د پاکستان په ولسی جرګې کې د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ پارلیماني مشر او د کورمې ضلغې  استازي انجنئير حمید حسین په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي، د کورمې ضلعې  ډیری سیمې د حکومتي او پوځ ي اورګانونو د لټَیو او له خپلو مسئولیّتونو د سرغړونې له امله له ډيرو ترینګلتیاؤ سره مخ دي او په تیرو پنځلسو ورځو کې په دغې سیمې کې د یوه انساني ناؤرین د رامینځةکیدا اندیښنې رابرسیره شوي دي .
د خبر لمبر: 3490064    خپرونې تاریخ : 2024/10/26

ایکنا -  د پاکستان د پوځ   عمومی قوماندان  په غزې تړانګې کې د اسرائیلی رژيم د جنایتونو ددوام په محکومولو سره   او د فلسطین د ملت له آرمانونو څخه د پاکستان دپياوړي ملاتړ باندې په ټينګار سره  ووئیل،  د اسرائیلو په وسیله د فلسطینیانو  نسل وژنه او دبشری حقوقو چخڼي کول د قانون مدارو ټولنو او نړیوالو اخلاقیاتو باندې دبې ننګۍ دا غ دی.
د خبر لمبر: 3489692    خپرونې تاریخ : 2024/08/14

ایکنا – د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ مشر  او سناتور علامه راجه ناصر عباس جعفري په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د کورمې ضلعې پاراچنار خلک دې د هیواد ددښمنانو ناپاکې ارادې ناکامې کړي او پخپل وحدت او یووالي سره دې دغو سپيرو دسیسو ته کلک ځواب ورکړي.
د خبر لمبر: 3489590    خپرونې تاریخ : 2024/07/25

ایکنا - د تیر کال د کب یا هوت د میاشتې په وروستیو کې هم د امریکا د سمندری ځواک یوه جنګی بیړه د پاکستان له سمندری ځواک سره د ګډې مانورې د ترسره کیدا په موخې سره په کراچۍ کې دیره شوې وه.
د خبر لمبر: 3489480    خپرونې تاریخ : 2024/07/04

ایکنا - د یمن د پوځ ویندوي بیګا په یوې اعلامیې کې ووئيل، په یولړ پوځ ي عملیاتو کې  ئې په عرب سمندر کې د اسرائیلو  MSC SARAH V   نومې تجارتي کشتۍ په مستقیم ډول په شیشت  کې په راوستو سره ټارګټ کړې ده.
د خبر لمبر: 3489438    خپرونې تاریخ : 2024/06/26

ایکنا – د  ترکیې خارجه وزارت د میانمار د مسلمانانو شرائط او په دغه هیواد کې د نښتو د زیاتیدا په غبرګون کې، ددغه لږکي په وضعیّت په اندیښنې ښودلو سره، په دغې سیمې کې د نړیوالو قوانینو د رعایتولو غوښته کړې ده.
د خبر لمبر: 3489285    خپرونې تاریخ : 2024/05/27