د رهبرۍ ستر مقام!
ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود او ولی فقیه حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په مشهد مقدس کې د؛مسافرت د بند د شهیدان و ؛ په نامې سره د ملی کانګرس ته په یوه پیغام کې دغه شهیدان ، د مقدسې دفاع په پړاؤ کې د تل پاتې ایمان او مقاومت او شجاعت ترڅنګ د ایران ملت د غربت او مظلومیّت یوه برخه وګڼله او ټينګار ئې وکړ،ددغه شان لوي درنښت او قدردانۍ د سمینار ترسره کیدا د هغوي د مقاومت او شجاعت ستاینه و قدرونه ده.
د خبر لمبر: 3492445 خپرونې تاریخ : 2026/02/14
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولس د خپل اسلامی انقلاب د ۴۷ کلیزې په مناسبت د شکرانې په توګه بیګا د شپې مهال په نهو بجو د خپلو کورونو، جوماتونو، ودانیو او امامباړو په چتونو او په پارکونو کې د «اللهاکبر» چغې پورته کړې او دخداي شکر ئې ادا کړ.
د خبر لمبر: 3492435 خپرونې تاریخ : 2026/02/11
ایکنا - فلسطیني ورور او خور،«محمد» او «اَلمی» یاسر منصور، د قدس شریف په شمال کې د «بدو» سیمې د قرآن په سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
د خبر لمبر: 3492424 خپرونې تاریخ : 2026/02/09
ایکنانیوز – د پاکستان په اسلام اباد کې په یوه جومات کې د جمعې لمانځه د ادا کیدا په وخت د لمونځ ګوزارو په مینځ کې په ځان مرګي حملې کې کابو اویا لمونځ ګوزار شهیدان او کابو یو سل نوی نور ټپیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492414 خپرونې تاریخ : 2026/02/07
ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر دفتر په یوه اعلامیه کې چې د شفافیت، مسؤلیت او حساب ورکولو د پالیسۍ پر بنسټ او د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په امر جوړه شوې وه، د وروستیو پیښو د قربانیانو لیست د هیواد د عدلي طب لخوا چمتو شوي نومونه راټول او د مدني ثبت سازمان د سیسټم سره سمون سره خپور کړ.
د خبر لمبر: 3492403 خپرونې تاریخ : 2026/02/03
ایکنا - د ایران ډیپلماټیک او فوځي چارواکو د امریکا د ګواښونو په وړاندې د خبرداری په ورکولو سره، د مخنیوونکې تیارسئ او د دښمن د خوځښتونو د څار په ضرورت ټینګار کړي دي.
د خبر لمبر: 3492369 خپرونې تاریخ : 2026/01/27
ایکنا - یو عرب لیکوال او سیاسي شنونکی وایي چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپل فعال سیمهییز رول، پوځي وړتیاوو او ائیډیالوژیک نفوذ له امله، په لوېدیځي اسیا کې د امریکا او صهیونیسټي رژیم د پراختیا غوښتونکو او واکمنۍ غوښتونکو طرحو پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492340 خپرونې تاریخ : 2026/01/21
د اسلامي جهاد غورځنګ:
ایکنا - د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د عمومي منشي مرستیال ټینګار وکړ چې مقاومت د فلسطین د ملت نه بېلېدونکې برخه ده او هېڅوک دا له منځه نشي وړلی.
د خبر لمبر: 3492311 خپرونې تاریخ : 2026/01/14
ایکنا- د امریکائي ـ صهیونیسټي ترهګریزو کړنو له امله زیانمن شوو جوماتونو ته د قرآن کریم نسخې ډالۍ کوي
د خبر لمبر: 3492309 خپرونې تاریخ : 2026/01/13
ایکنا- په نیواکي قدس ښار کې صهیونیسټي ښارګوټي میشتو پرون د صهیونیستي رژیم د امنیتي ځواکونو په بشپړ ملاتړسره یوځل بیا پر الاقصی جومات یرغل وکړ.
د خبر لمبر: 3492300 خپرونې تاریخ : 2026/01/12
ایکنا - د نیویارک د نوي ښاروال له لورې د صهیونیستي رژیم په ملاتړ د پخوانیو پرېکړو لغوه کېدل د فلسطین پلوه فعالانو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.
د خبر لمبر: 3492265 خپرونې تاریخ : 2026/01/05
ایکنا - امریکا او د سپینې ماڼۍ اروپائي متحدانو ، سره له دې چې مالي لګښتونه او د تبلیغاتي ادارو او دروغجنو رسندوئي فعالیتونو باندې ئې ډير زیات لګښتونه کړي،د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد ئې په نرم جنګ کې ماته خوړلې ده.
د خبر لمبر: 3492263 خپرونې تاریخ : 2026/01/04
ایکنا - د غزې تړانګې په «المغازي» کډوال کمپ کې د قرآن د حفظ د یوشمیر نجونو د فراغت یا د بشپړولو مراسم ترسره شول.
د خبر لمبر: 3492248 خپرونې تاریخ : 2025/12/31
ایکنا- د لبنان د حزبالله عمومي منشي د مقاومت د وسلوپر مځکه کیښودل یوه بشپړه «اسرائیلي ـ امریکائي» پروژه وبلله او وې ویل، هر ډول هغه هڅه چې د صهیونیسټي رژیم د پرلهپسې یرغلونو پر مهال وسلې انحصاري کړي، د دې لامل کېږي چې د لبنان د جنوب ځینې سیمې په نیواک کې پاتې شي.
د خبر لمبر: 3492235 خپرونې تاریخ : 2025/12/29
ایکنا – د یمن د انصار الله غورځنګ رهبر سیدعبدالملک بدرالدین الحوثي دې ته په اشارې سره چې د قرآن د مستکبرانو او طاغوت لپاره لويه خطره ده ،ووئيل؛ قرآن قرآن کریم د دښمنانو د پلانونو ماهیّت رابرسیره کوي او په همدې دلیل ده چې دوی له قرآنه ویریږي او له قرآنه د اسلامی امت په جلاکولو او د مقدساتو او د وحی د کلام په سپکاویو باندې د مسلمانانو د غبرګون په سنچولو پسې دي .
د خبر لمبر: 3492231 خپرونې تاریخ : 2025/12/28
ایکنا د الازهر اسلامي مرکز د سورئې د حمص ښار د وادي الذهب په سیمې کې د امام علي (ع) پر جومات د ترهګریز برید غندنه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې دا جنایت د انسانانو د ژوند سپکاوی او د عبادتځایونو او مقدسو ځایونو بېحرمتي ده.
د خبر لمبر: 3492228 خپرونې تاریخ : 2025/12/28
ایکنا -د فلسطین او د اسلامي امت د یووالي نړیوال کنفرانس د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي د نړیوالې ټولنې په نوښت، د ملایشیا د غیر حکومتي ټولنیزو بنسټونو د شورا (NGOs) او د دغه هېواد د فرهنګي بنسټونو په ګډون، او د اسلامي نړۍ د استادانو، علماوو او مفکرانو په شتون سره، د روان کال د لیندئ یا مرغومي (دي) د میاشتې په ۳۰ نېټه په ملایشیا کې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492224 خپرونې تاریخ : 2025/12/27
ایکنا - د قرآن کریم د حفظ او تلاوت سیالۍ د دروکم عمره مصري خوېندو د یاد په مناسبت، چې په یوې پېښې کې ئې خپل ژوند له لاسه ورکړی، د رمضان په مبارکې میاشت کې د مصر په منوفیه ولایت کې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492222 خپرونې تاریخ : 2025/12/27
ایکنا - د الازهر شیخ ټینګار وکړ چې د فلسطین قضیه نهانکارېدونکې ده، او د فلسطین مسئله داسې پړاو ته رسېدلې ده چې نور هېڅوک بله لاره نه لري؛ یا به د دغو جنایتونو پر وړاندې ودرېږي، او یا به د دغو انساني غمیزو ملګری وي.
د خبر لمبر: 3492211 خپرونې تاریخ : 2025/12/24
ایکنا - د امارات ـ فلسطین د دوستۍ کلب د «د غزې کیسې» تر عنوان لاندې د لومړۍ دورې د سیالۍ وروستۍ پایلې اعلان کړې، چې پکې د نړۍ له ۱۶ هېوادونو ګډون کړی و.
د خبر لمبر: 3492190 خپرونې تاریخ : 2025/12/21