شهیدان - پاڼه 2

IQNA

بچوې
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی، دپاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف جنایتکار صهیونیسټي رژيم  د بشریّت لپاره نفیرین او د شر سرچینه بللې او  د لبنان د خلکو په ضد ئې  د دوي وروستیو جنایتونو په محکومولو سره  وئیلي دي،  داسلام اباد دخبرواترو له پروګرام سره په یووخت ، د وحشي اسرائيلي رژیم په لاس د بې ګناه خلکو نسل وژنه  هماغه راز دوام لري،  چې انسانیّت ورڅخه شرمیږي.
د خبر لمبر: 3492658    خپرونې تاریخ : 2026/04/11

آیت الله سید مجتبی حسینی خامنه اي!
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله مجتبی حسینی خامنه اي  د شهید لارښود حضرت امام خامنه اي  دشهادت  د څلویښتئ په مناسبت پخپل پیغام کې ټينګار وکړ؛قدرمنو خوئيندو وروڼو  وطنوالو د دریمې مقدسې دفاع  د حماسې تردې شیبو پورې په جراءت سره وئيل کیدی شي چې تاسو د ایران  اتل ملت  د دغه میدان چورلټ بریالی یاست.
د خبر لمبر: 3492655    خپرونې تاریخ : 2026/04/10

ایکنا- امریکا کذاب او کرغیړ ولسمشر ټرمپ  له ایران سره د دوو اونیز اور بند له موافقې څو ساعته وروسته  دغه ورځ ؛لویه ورځ؛ وبلله او  د مینځني ختیځ د یوه طلاعي دوران د پیلیدا مدعي شو.
د خبر لمبر: 3492650    خپرونې تاریخ : 2026/04/09

ایکنا- د لبنان د روغتیائي چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغه هیواد د وحشي صهیونیسټي رژيم په پرونیو یرغلونو کې د شهیدان و شمیر  دوه سوه درو تنو ته ورسید  او دغه راز څه دپاسه زر کسان نور هم ټپیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492649    خپرونې تاریخ : 2026/04/09

 ایکنا -  د ایران د یوه تکړه نړیوال قاری علی قاسم آبادي  په زړه پورې غږ  سره په  مشهد مقدس کې په  رضوي مقدس حرم کې د حشر سورې  له ۲۱ تر ۲۴ پورې آیتونو په زړه پورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3492647    خپرونې تاریخ : 2026/04/08

ایکنا – نن سه شنبې سهار وختي  د  ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو دتوغندوي او ډرونز یونټونو په وسیله دعربستان  په الجبیل صنعتي سیمې باندې سختې حملې وشوې او د چاودنو  او د اور د لمبو ځوږ پکې ښکاره شو.
د خبر لمبر: 3492643    خپرونې تاریخ : 2026/04/07

 په قران کې له صهیونزم سره د جنګ تحلیل/19
ایکنا -  په قرآن کریم کې ؛جامع امر؛ هر هغه مهم کار دی چې  دخلکو مرستې اوملتیااو شتون ته اړتیا لري او جایزه نه ده څوک  د رهبرئ له اذن پرته صحنه  خالي کړي.
د خبر لمبر: 3492632    خپرونې تاریخ : 2026/04/05

ایکنا -   د پاکستان تکړه ژورنالیسټ او مهشور شناندي حامد میر د ډونالډ ټرمپ د جنګ غواړي خوي په ضد دامریکا د میلیوني لاریونونو کرکه او غوسه د رژيم د بدلیدا لپاره د یوې حقیقي  غوښتې په معنا وبلله  او وې وئيل؛د امریکا په ټولنې کې د ټرمپ په ضد احساسات زیات شوي دي او دوي د خپل سرکش ولسمشر د درملنې غوښتنه کوي.
د خبر لمبر: 3492623    خپرونې تاریخ : 2026/03/31

ایکنا – د اسلامی انقلاب ستر لارښود  آيت الله سید مجتبی حسینی خامنه اي د اسلامی انقلاب  د سپاه پاسدارانو د  سمندری ځواک د قوماندان امیر البحر علی رضا تنګسیری  د شهات په  باب  مبارکي او تسلیّت ووایه.
د خبر لمبر: 3492619    خپرونې تاریخ : 2026/03/30

ایکنا – د اسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو په یوې اعلامیې کې ووئيل،  د وعده صادق ۴عملیاتو په ۸۲ څپې کې ئې   د وحشي  صهیونیسټي رژیم  له ایټمي بیخ بینائي تاسیساتو سره اړونده صنائع او د نیواکي ټاټوبو د قوماندانئ د کنټرول پوځي مرکز په ډرونز او توغندیو سره ټاکرګټ کړ.
د خبر لمبر: 3492606    خپرونې تاریخ : 2026/03/26

ایکنا- د قرآن کریم د اته ویشتمې سپارې یا جزوې تلاؤت د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوال قاری قاسم مقدمي په غږ سره ترسره شوی دی.
د خبر لمبر: 3492581    خپرونې تاریخ : 2026/03/18

په زیات احتمال سره به
ایکنا -  د رهبرۍ د دفتر د میاشتې د  لیدونکي کمیټې یوه مسئول مقام  ووئيل،د کارپيژاندو داټکل په اساس په زیات احتمال سره د کب راتلونکي کال  د وروي د میاشتې لومړئ نیټه یعنی راتلونکي شنبې ورځ د شوال لومړی نیټه شي.
د خبر لمبر: 3492580    خپرونې تاریخ : 2026/03/18

ایکنا- امریکائي ښاریزو  په ایران باندې د امریکا په حملې کې د هرمزګان ولایت په میناب سیمې کې د زده کونکو انجونو په وژلې په اعتراض کې  د سپينې ماڼئ په وړاندې  غونډه جوړه کړه.
د خبر لمبر: 3492574    خپرونې تاریخ : 2026/03/17

ایکنا – د الازهر اسلامی مرکز د روژې په مبارکې میاشتې کې د لمونځ ګوزارو په وړاندې د الاقصی جومات د درواړو تړل کیدا  په محکومولو سره  ټينګار کړی دی ،دا داسې جنایت دی چې مسلمانان  په رمضان المبارک میاشت کې له خپلو عبادتونو له ترسره کولو محروموي.
د خبر لمبر: 3492567    خپرونې تاریخ : 2026/03/15

ایکنا – د روژې دمبارکې میاشتې د ترټولووروستۍ جمعې په رارسیدا سره  د قدس د نړیوالې ورځې دمیلیوني  او ولولناک لاریون دستورې په تهران اودرست  هیواد کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492565    خپرونې تاریخ : 2026/03/14

انا لله و انا الیه راجعون
ایکنا-  د ایران د ملي امنیت عالي شورا په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ: د ایران د ستر ملت او د اسلامي امت مخکښ،  او د مسلمانانو ولی ا مر حضرت امام خامنه‌اي لوړ روح د روژې په مبارکې میاشت کې د شهادت د خوږ شربت په څښلو سره لوړ  آسماني مقام  ته ورسېد.
د خبر لمبر: 3492524    خپرونې تاریخ : 2026/03/01

ایکنا- نتن یاهو د صهیونیسټي رژيم د کلی سیاست په چوکاټ کې په سیمې کې د شیعه او سني چورلیزونو ترمینځ د سیمې په ویشلو پسې دی او هدف ئې له اسلامی او عربی نړئ سره د اړیکو د عادی کولو د بهیر له ماتې وروسته د نوي ائيتلافونو جوړول دي.
د خبر لمبر: 3492509    خپرونې تاریخ : 2026/02/25

ایکنا - لسګونو زرو فلسطینیانو د رمضان د مبارکې  میاشتې د لومړۍ جمعې لمونځ په مسجدالاقصی کې ادا کړ؛ دا په داسې حال کې وه چې نیواکګرو اسرائیلي  عسکرو د لارو په تړلو او پراخو محدودیتونو لګولو سره قدس ښار ته  د لمونځ کوونکو لاسرسی محدود کړی و.
د خبر لمبر: 3492483    خپرونې تاریخ : 2026/02/21

ایکنا - زرګونو فلسطینیانو د روژې د مبارکې  میاشتې په لومړۍ شپه، د صهیونیستي رژیم له سختو امنیتي محدودیتونو سره سره، په مسجدالاقصی کې د جماعت لمونځونه ادا کړل.
د خبر لمبر: 3492482    خپرونې تاریخ : 2026/02/21

ایکنا د  اسلامی انقلاب معظم لارښود په دولس ورځني  جنګ کې د ایران دملت بریالیتوب ،د غبرګولې د میاشتې  د مهمې او خطرناکې فتنې  د ناکامولو  او د سلواغې د ۲۲ او د غبرګولې د ۲۲ نیټو ولسی میلیوني لاریونونو کې د ولس ولولوناک او پرتمین شتون د ایران د قدرمن ملت د اقتدار او ژوندي او هوښیارتیا نښه وبلله او د ملی اتحاد او یووالي  او هوښیارۍ او تیارسي په پیاوړتیا او ساتلو باندې په ټينګار سره ئې ووئيل؛د غبرګولې یا جدې د ‌میاشتې په فتنې کې زموږ د شهیدان و  کړۍ پراخه ده.د فتنه ګرو  او ددښمنانو سره د دوي له فسادګرو سرغنو پرته، نور ټول زمونږ اولادونه دي. مونږ د توي شویو وینو له امله غمجن او ویرجن یو.
د خبر لمبر: 3492466    خپرونې تاریخ : 2026/02/18