حافظان - پاڼه 38

IQNA

بچوې
ایکنا- د یران د اسلامی جمهوریت له خوا د بنګله دیش هیواد دقرآن په نړیوالو سیالیو کې دنماینده په توګه سید ابوالفضل اقدسي وړمه شپه خپله اجرا ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3488611    خپرونې تاریخ : 2024/01/23

د ولادت په کلیزې کې د  استاد یاد
ایکنا- د محمد صدیق منشاوي پلویانو  د نهاوند په مقام کې د قرآن کریم په تلاؤت کې ددغه لوي قاری د لوړ مهارت او له خشوع څخه دډکې لهجې په دلیل  هغه ته  د نهاوند د مقام د پاچا او د ژړونکو  د چغې  لقب  ورکړی ؤ، ځکه چې دا د خاشعانه او دردمند تلاؤت ځانګړی مقام دی.
د خبر لمبر: 3488605    خپرونې تاریخ : 2024/01/22

ایکنا- فلسطیني ماشومان د کډوالۍ له شرائطو  سره سره ، هماغه شان د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح ښار په کیمپونو کې د قرآن کریم زده کړو ته دوام ورکوي.ایکنا د العربی ۲۱ له قوله راپور راکړ، د طوفان الاقصی   دعملیاتو یعني د اکتوبر له اومې نیټې څخه په غزې تړانګې د صهونیستي  جنایتکار رژيم د دوامدارو  تیریوپه وړاندې له ځان ه د محافظت لباره یو شمیر ماشومان ، له خپلو کورنیو سره یو ځای یوه مدرسې ته پناه وړې ده.
د خبر لمبر: 3488600    خپرونې تاریخ : 2024/01/21

ایکنا- د کعبې د  مولود د نیکمرغه زوکړې د اونۍ له درنښت سره په یووخت په نجف اشرف  کې د حضرت امام علی علیه السلام د سپيڅلي حرم په بهرني انګڼ کې  له قرآن سره دانس نړیوال محفل پيل شو.
د خبر لمبر: 3488599    خپرونې تاریخ : 2024/01/21

ایکنانیوزـ د ایران د اسلامی جمهوریت ممتاز اوغوره قاری مسعود موحدی راد د عشرةالفجر القرآنیه محفلونو په ټولګې کې ډير په زده پورې تلاؤت کړی دی، چې په ټولنیزو چینلونو کې ئې هم ډير تود هرکلی شوی دی.
د خبر لمبر: 3488598    خپرونې تاریخ : 2024/01/21

 ایکناد مصر خدای بخښلی قاری شیخ محمود البجیرمي په دغه ډير پخوانی تلاؤت کې د الحاقه مبارکې سورې ځینی آیتونه د راست په مقام کې تلاؤت کوي.
د خبر لمبر: 3488589    خپرونې تاریخ : 2024/01/18

ایکنا- د تقلیدي قرائت په څآنګې کې د مشکات قرآن کریم د نړیوالو سیالیو ته د آثارو د لیږد ضابطې ددغې ولسی سیالیو د دارالانشاء له خوا  اعلان شوې.
د خبر لمبر: 3488571    خپرونې تاریخ : 2024/01/15

ایکنانیوز- د مصر او اسلامی نړۍ یو لوي قاري  او حافظ شیخ شیحات محمد انور چې دقرآني  نغمو په امیر هم مشهور ؤ ، شپاړس کاله مخکې  په همداسې ورځ ۵۸کلنۍ کې  وفات شو .
د خبر لمبر: 3488569    خپرونې تاریخ : 2024/01/14

ایکنا= د قرآن کریم نړیوال قاری شیخ محمود الشحات انور  د خپل پلار خداي بخښلي شیخ  شحات محمد انورد وفات د کلیزې په درشل کې  هغه ، دخپلې لارې یو روښانه مشال او لومړنۍ اسوه وبلله .
د خبر لمبر: 3488563    خپرونې تاریخ : 2024/01/13

 ایکنانیوز د مصر  دځوان قاری شیخ محمود الشحات انور په زړه پورې غږ  سره د قریش سورې مجلسي تلاؤت په ټولنیزو چینلونو کې بیا خپور شوی او ډير هرکلی ئې شوي دي.
د خبر لمبر: 3488540    خپرونې تاریخ : 2024/01/08

ایکنانیوز-د قرآنی مفاهیمو ، کتابت ، حفظ په څير په مختلفو  برخو کې دقرآنی تجروبو د مبادلې په خاطر د ؛رسالات الله ؛ په عنوان سره قرآنی نړیوال سمینار یا کانګرس ، د لسو  مسلمانو هیوادونو د استازو به شتون سره پرون د تهران پوهنتون  د الهیاتو په پوهنځي یا فیکلټئ کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3488537    خپرونې تاریخ : 2024/01/07

ایکنا-  د مصر د قرآن ریډیوئي  قرائت او حفظ یو ترټولو مشهور قاری شیخ مکاوي السنباطي د تلین په دوه څلویښتمې کلیزې  په مناسبت د هغه د درنښت دستورې ترسره شوي دي.
د خبر لمبر: 3488530    خپرونې تاریخ : 2024/01/06

ایکنا- د مشکات قرآنی موسیسې عمومی مدیر د مشکات قرآن  نړیوالو  او ولسی سیالیو دریم پړاؤ د جزیاتو په بیانولو سره ، دسیالیو د ددغه پړاؤ د نامو د ثبتولو دپیلیدا خبر ورکړ او وې وئيل ، ددغو سیالیو نهائي مرحله  د سلواغې د میاشتې په اولسمه او اتلسمه نیټه  د حضرت امام رضا  (ع) د حرم مضبح شریف تر څنګ ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3488505    خپرونې تاریخ : 2024/01/01

 ایکنانیوز – د مصر په یوې کورنۍ کې  ۷خویئندې او وروڼه  دخپل مور او پلار په ملاتړ سره بریالی شوي څو ټول قرآن کریم حفظ کړي.
د خبر لمبر: 3488494    خپرونې تاریخ : 2023/12/30

ایکنا-د مصر د اوقافو وزارت  د ورش نافع په روایت سره د قرآن کریم د ختم  اونیز پروګرام ، ددغه هیواد دقرآن د نړیوالو سیالیو د ګډون کونکو  په شتون سره ترسره کړ.
د خبر لمبر: 3488481    خپرونې تاریخ : 2023/12/27

ایکنا-د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د قاضیانو د پلاوی نامې  اعلان شوې چې په اساس به  ئې د ښاغلو او اآغلو په دوو وبرخو کې ددغه پړاؤ د  قاضیانو په ډلې کې د  قرآن  د ملی او نړیوالو  برخو  شپاړس  استاذان  شتون ولري.
د خبر لمبر: 3488479    خپرونې تاریخ : 2023/12/26

ایکنا- د حضرت امام حسین (ع) مقدس آستان  دعراق او دنورو هیوادونو  د کابو اتیاؤ قاریانو په شتون سره د قران کریم د سیالیو دترسره کیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3488453    خپرونې تاریخ : 2023/12/21

ایکنا-په یوې هغې ویډیو کې چې په ټولنیزو چینلونو کې ئې تود هرکلی شوی دی، په ۱۹۶۷کال کې په پآکستان کې له قرآڼي محفلونو سره اړونده پخوانی فیلم  او د روژې د مبارکې میاشتې د قرآني محفلونو د اجرا  لپاره د مصر دتکړه استاذانو او قاریانو د استاد عبدالباسط  عبدالصمد   او د استاد الحصري د لیږد د وخت دي .
د خبر لمبر: 3488410    خپرونې تاریخ : 2023/12/12

ایکنا-د مصر د اوقافو  وزیر محمد مختار جمعه د قاهرې  د قرآن دنړیوالو سیالیو په  د یرشم پړاؤ کې د نړۍ له شپيتو هیوادونو څخه  څه دپاسه سل کسانو د سیالۍ خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3488408    خپرونې تاریخ : 2023/12/11

ایکنانیوز- د ایران د اسلامی جمهوریت د  قرآن د عمومی سیالیو د شپږڅلویښتم پړاؤ د غوره کسانو د ستاینې او قدرونې  دستورې د لیندۍ په اتلسمه نیټه ناوخته د خراسان شمالی ولایت د بجنورد ښار په داریوش هوټل کې د غونډو په هال کې  ترسره شوې .
د خبر لمبر: 3488403    خپرونې تاریخ : 2023/12/10