ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزارت په وروستۍ خبرتیا کې راغلي دي ، دامام الزمان عجل الله تعالی فرجه الشرف ګمنامو سربازانو په تهران او شاوخوا سیمو کې په یوه وخت د دیرشو بمونو اوماینونو د چاودولو دسیسه شنډه کړې او ۲۸ ترهه ګر جنایتکار ئې نیولي دي .
د خبر لمبر: 3488000 خپرونې تاریخ : 2023/09/24
ایکنا-(اسلام اباد) دپاکستان لومړی وزیر انوار الحق کاکړ په یو لړ څرګندونو کې ووئيل، لویدیځوالو خپل پيټی وتړۀ او له افغانستانه لاړل او اوس هم هغه حکومت چې په دغه هیواد کې باقي پاتې دی،کوم قانوني حکومت نه دی.
د خبر لمبر: 3487947 خپرونې تاریخ : 2023/09/12
ایکنا-(پيښور) په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه په بې سارې توګه زیات شوی دی، په تېر یوه کال کې د پاکستان په خیبر پختونخوا او بلوچستان صوبوکې د بریدونو پړه داعش او تحریک طالبان پاکستان ډلي په غاړه اخستی.
د خبر لمبر: 3487940 خپرونې تاریخ : 2023/09/11
ایکنا-(کابل) دافغانستان د شیعیانو ددینی عالمانو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره بیا پر طالب حکومت غږکړی چې له محرم میاشتې سره د اړونده دستورو د ترسره کیدا او د مذهبی بیرغونو د لګولو خنډ دې نه شي.
د خبر لمبر: 3487673 خپرونې تاریخ : 2023/07/23
ایکنا-(تهران) د پاکستان د پوځ مشرقوماندان جنرال عاصم منیر د بلوچستان صوبې ژوب ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال ویليدي ، چې په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو په شتون اندېښمن دی.
د خبر لمبر: 3487630 خپرونې تاریخ : 2023/07/15
ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی ووئيل د دوی حکومت د محرم په شپو ورځو کې دامنیت د تامینولو لپاره شپه ورځ هڅه کوي څو دغه دستورې دتیر کال په شان له کومې ناخوښې پيښې پرته ترسره شي او وطنوال د محرم دستورې په کرارې فضا کې ترسره کړي.
د خبر لمبر: 3487623 خپرونې تاریخ : 2023/07/14
ایکنا(تهران) د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره د افغانستان د طالبانو د حکومت ستاینه وکړه.آصف علی دراني په یولړڅرګندونو کې وئيلي دي،د افغانستان طالبانو په همداوروستیو کې له پولې ورآخوا دترهه ګرۍ په اندیښنو د غور لپاره ځانګړي اقدامات کړي دي،خو ددغو اقداماتو د نتیجو لپاره د ګمان د ظاهرولو لپاره تر اوسه ډير زر ده.
د خبر لمبر: 3487612 خپرونې تاریخ : 2023/07/11
ایکنا-(پاکستان) د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف وائي،په تیرو وختونو کې مو په افغانستان کې له امریکا څخه په ملاتړ سره ،یو ډول خپل هیواد ته ترهه ګري رادعوت کړه.
د خبر لمبر: 3487555 خپرونې تاریخ : 2023/06/30
په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر ابوالفضل ظهروند له يوه ايراني تلويزوني چينل سره په خبرو کې ويلي، د افغانستان په شمال کې د قوش تپې کانال شاوخوا د پاکستاني طالبانو ځای پر ځای کول يو اسرائیلي تفکر دی.
د خبر لمبر: 3487496 خپرونې تاریخ : 2023/06/19
په افغانستان کې د ایران مرستیال سفیر او د افغانستان داقتصادي چارو وزارت سرپرست د ایران او افغانستان د دوو اړخیزو اقتصادي ملګرتیاؤ دپراختیا لارې چارې وارزولې .
د خبر لمبر: 3487486 خپرونې تاریخ : 2023/06/17
د افغانستان دطالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقانی په هغه غونډه کې چې د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، وویل: بهرنیان د افغانانو یووالي په نښه کوي او د خلکو تر منځ بې باوري رامنځته کوي.
د خبر لمبر: 3487470 خپرونې تاریخ : 2023/06/13
له دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله هم ادعا کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) شاوخوا پنځه زره وسله وال په افغانستان کې پټ دي او په دغه هېواد کې هر ډول اسانتیاوې ورته برابر دي.
د خبر لمبر: 3487464 خپرونې تاریخ : 2023/06/12
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي ځانګړې استازې «روزا اتونبایوا» ویلي چې اوسنۍ مرستې د افغانانو لپاره بسنه نه کوي او دوی هڅه کوي چې دا مرستې زیاتې کړي.
د خبر لمبر: 3487463 خپرونې تاریخ : 2023/06/12
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې نوی راپور ښيي، چې طالبانو د القاعدې او یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړې نه دي.
د خبر لمبر: 3487454 خپرونې تاریخ : 2023/06/10
دوه ورځې وړاندې د بدخشان مرستیال والي مولوي مولوی نثاراحمد احمدي د یوه موټر بم چاودنې په ترڅ کې وژل شوی وو چې د پېښې مسؤلیت داعش ډلې پر غاړه اخیستې وو.
د خبر لمبر: 3487444 خپرونې تاریخ : 2023/06/08
د پاکستان حکومت د دوو اړخیزو خبرواترو د بیرته پیلیدا لپاره د ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې غوښته رد کړه.
د خبر لمبر: 3487441 خپرونې تاریخ : 2023/06/07
ایکنا-(تهران) دافغانستان په کابل کې د پاکستان سفارت په یوې اعلامیې کې ووئيل، په ایران کې د پاکستان پخوانی سفیر اصف علي خان درانی د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
د خبر لمبر: 3487392 خپرونې تاریخ : 2023/05/25
ایکنا-(تهران) سردار حسین سلامي د پاکستان له خاورې د ایران د سیستان او بلوچستان د سراوان په سرحد باندې د ترهګرو په حمله کښې د پنځو ایراني سرحدي ځواکونو د شهادت په مناسبت په یوه پیغام کښې ولیکل: د کراې ترهګرې ډلګۍ او د ایران د ستر ولس دښمنان دې پوه شي چې د وروستۍ پیښې د مظلومو شهیدانو د پاکې وینې بدل به د دغه جنایت له آمرانو او عاملانو واخلو.
د خبر لمبر: 3487382 خپرونې تاریخ : 2023/05/23
ایکنا-(تهران) د انګلستان یو مرکز پخپل یوه ځانګړي راپور کې وئيلي دي چې په افغانستان کې په تیره بیا د دغه هیواد په شمال کې د شیعیانو په ضد د داعشیان و حملې زیاتې شوي دي.
د خبر لمبر: 3487374 خپرونې تاریخ : 2023/05/22
ایکنا-(تهران) دعربی اتحادئې دخارجه وزیرانو ناسته هم له دې مخکې په جدې کې شوي چې د سورئې خارجه وزیر فیصل المقداد په کې ګډون کړی دی چې دغه بدلون د اسلامی او عربی نړۍ د اتحاد او یووالي لپاره یو ښه ځيری او دغه راز د استعمار د پلیتو دسیسو اوشیطنت ناکامي او د مقاومتي چورلیز یوه ستر بریا حسابیږي.
د خبر لمبر: 3487359 خپرونې تاریخ : 2023/05/19