ایکنا- د ایرلینډ د فټ بال ملی لوبډلې روزونکي ټينګار کړی دی چې باید د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د فټ بال په جنګ کې باید بریالی شو.
د خبر لمبر: 3492834 خپرونې تاریخ : 2026/05/28
ایکنا- د یووالي او انسجام ډګر هم د مبارزې یوه بله صحنه ده. د هر هغه اقدام او خبرواترو د مخنیوي لپاره ګډې هڅې به چې د وحدت ماتولو سبب کېږي، قدرمن ایران وروستۍ بریا ته ورسوي.
د خبر لمبر: 3492829 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا- آکسیوس لیکلي چې Donald Trump د عربي نړۍ او د سیمې پر یو شمېر مسلمانو هېوادونو دباونه راوړی، څو که د ایران پر ضد جنگ پای ته د رسېدو هوکړه وشي، نو د «ابراهیم تړون» (له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو عادي کول او سازش) سره یوځای شي.
د خبر لمبر: 3492828 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا- حاج محمد سالم عیاصره، چې په «ابو زکریا» مشهور و، د اردن د ساکب د زکوات او صدقاتو د کمېټې غړی او د کابو ۲۰۰ زره د قرآن کریم نسخو د ترمیم د پروژې خاوند ؤ، وفات شو.
د خبر لمبر: 3492825 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا- د صمود نړیوال کاروان» مسئولانو وئيلي دي، چې د دغه کاروان ۸۷ فعالانو د صهیونیستي رژیم له خوا د نیولو او توقیف پر ضد، او همدارنګه له فلسطینيو بندیانو سره د پیوستون په موخه، لوږ تړ پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492802 خپرونې تاریخ : 2026/05/21
ایکنا- د امریکا زیاتره خپرونو او ورځپاڼو د ایران پر ضد په جنګ کې د امریکا د ولسمشر د ؛بریا» ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې او لیکلي ئې دي چې ددغه جنګ په تر ټولو ښه حالت کې نتیجه انډولیزه ښکاري، خو حتی په همدې مساوي حالت کې هم تهران د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې د ټرمپ او د هغه د ټیم په نسبت ډېر بریالی عمل کړی دی.البته ډيری کارپوهان او شناندي دغه انډولیزه نتیجه د ټرمپ او د هغه د ټيم ناکامي ګڼي،بلکې دغې ناکامئ نه یوازې د امریکا لپاره، بلکې په منځني ختیځ او اروپا کې هم د امریکا د متحدینو لپاره منفي پایلې لرلې دي.
د خبر لمبر: 3492795 خپرونې تاریخ : 2026/05/20
د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو ویندوي ټينګار وکړ، د ایران په ضد د دریم تپلي جنګ کې د امریکا د بې شرمئ د جبرانولو لپاره د هرډول حماقت تکرار به د هغه هیواد لپاره له لاسخت او کوټلو ګوزارونو پرته بله نتیجه ونه لري.
د خبر لمبر: 3492785 خپرونې تاریخ : 2026/05/17
ایکنا- د بحرین د جعفري اوقافو یوه لوړپوړي چارواکي د ۲۰۲۶ کال د عاشورا د مراسمو لپاره د بحرین د کورنیو چارو وزارت له لورې د سختو محدودیتونو او شرایطو د لګولو خبر ورکړ. نیوکه کونکي دغه اقدام د شیعیانو د مذهبي آزادۍ پر وړاندې د دباؤ زیاتوالی ګڼي او د مذهبي شعایرو محدودیت ئې بولي.
د خبر لمبر: 3492783 خپرونې تاریخ : 2026/05/17
ایکنا- د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان اهل سنت علماو وویل چې د مکران په سواحلو کښې د اهل سنت قبیلو ترڅنګ د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاه پاسدران او پوځ له سمندري ځواکونو هرډول ملاتړ ته تیار دي.
د خبر لمبر: 3492780 خپرونې تاریخ : 2026/05/16
اسلامی جهاد!
ایکنا- د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوي محمد الحاج موسی په الاقصی جومات د صهیونیسټانو دتیریو او د ؛بیرغ لاریون؛ باندې په غبرګون کې دغه اقدامت په سخته محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3492779 خپرونې تاریخ : 2026/05/16
ایکنا - د پاکستان د دفاع وزیر د اسراییلو د لومړي وزیر د هغې ادعا په غبرګون کې، چې ګواکې پاکستان په امریکا کې د اسراییلو ضد احساساتو په خپرولو کې رول لري، وویل: نتانیاهو یوه بلا او د بشریت لپاره د شرم لامل دی.
د خبر لمبر: 3492771 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا- په داسې حال کې چې ټاکل شوې د امریکا او چین ولسمشران په بېجینګ کې سره خبرې کوي، د جنوبي اسیا هېوادونه د سترو قدرتونو د سیالۍ، د ایران په ضد د امریکا او صهیونیسټي رژيم د جنګ د اغېزو او د Strait of Hormuz د نوي انتظام په خاطر اندېښمن دي؛ هغه وضعیت چې د سیمې اقتصادي او امنیتي معادلې ئې لا پسې پېچلې کړې دي. دغه هېوادونه اوس په داسې حساس حالت کې دي چې د واشنګټن او بېجینګ ترمینځ د انډول د ساتلو هڅه کوي.
د خبر لمبر: 3492768 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت له قرآني ټولنې سره د شهید رهبر حضرت امام خامنه اي د وروستۍ لیدنې یوه ویډیو، چې د رمضان المبارک د میاشتې په پیل کې د قرآن د انس د غونډې په چوکاټ کې جوړه شوې وه، خپره شوې ده.
د خبر لمبر: 3492746 خپرونې تاریخ : 2026/05/09
ایکنا- د «سلول ۱۴» کتاب چې د پهلوي د واکمنۍ په وخت کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر حضرت آیتالله خامنهيي د تبعید او زندان د دورې خاطرې پکې راغلې، په روسي ژبه خپور شو.
د خبر لمبر: 3492742 خپرونې تاریخ : 2026/05/09
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د فرانسې له ولسمشر سره په ټيلیفوني خبرو کې دواړو لورو د سیمې د سټراټژيک وضعیّت په تیره بیا د هرمز تنګي د وروستي وضعیّت او د ایران د اسلامی جمهوریت او امریکا ترمینځ د خبرواترو او اور بند د لومړنئ موافقې د بهیر په ارزونې سره ، خپلې لیدتوګې او ارزونې مطرح کړې.
د خبر لمبر: 3492741 خپرونې تاریخ : 2026/05/07
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر روښانه کړې ده، دمکتب تشیَع پيروکار هیڅوک په زور نشي تسلیمولی ،ځکه د وي خداي په درګاه کې سربسجود وي.
د خبر لمبر: 3492735 خپرونې تاریخ : 2026/05/06
ایکنا- په انډ،نیشیا کې د له ګاډو پرته ورځ؛ په نامې سره په کمپاین کې له ایران سره ګروهمنو کسانو پکې پراخ ګډون درلود، د ایران بیرغ ئې پورته کړی او د «میناب ماشومانو» په یاد اووه زره بوتله اوبه ووېشل شوې، چې د دواړو ملتونو ترمینځ ژورې فرهنګي او انساني اړیکې ئې نندارې ته وړاندې کړې.
د خبر لمبر: 3492727 خپرونې تاریخ : 2026/05/05
ایکنا- د ملګرو ملتو د بشري حقوقو عالي کمېشنرۍ د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې د غزې تړانګه د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک ځای ګرځېدلی دی.
د خبر لمبر: 3492726 خپرونې تاریخ : 2026/05/05
ایکنا- په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر روښانه کړې ده ،ایران د خپل هیواد دفاع او د ملت د ګټو په نه مني.
د خبر لمبر: 3492721 خپرونې تاریخ : 2026/05/04
ایکنا - د عراق نړیوال قاري، استاد علي الخفاجي، ټینګار کړی چې د مشاري راشد العفاسي وروستي دریځونه، چې د ایران پر وړاندې د امریکایي ـ صهیونیستي تېري ملاتړ کوي، ښي چې هغه د ایمان له لارې وتلی دی. هغه وویل: دا دریځونه د دې کویتي قاري فکري حدود څرګندوي، او د هغه ګمراه کوونکې ایډیالوژي تر ټولو لومړی خپله هغه ته زیان رسوي.
د خبر لمبر: 3492719 خپرونې تاریخ : 2026/05/03