اسلامی امت - پاڼه 47

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران)د پاکستان د مذهبی چارو وزیر مفتی عبدالشکور سردارخان له صهیونیسټي رژيم سره د څو اسلامی هیوادونو داړیکو د عادي کیدا او پر اسلامی نړۍ ئې داغیزو په باب ووئيل،له اسرائيلو سره دځينو هیوادونو د اړیکو عادی کیدا په علمی او سیاسي مسئلو کې ددغو هیوادونو د کمزورتیا په دلیل ترسره شوي  او دوي له صهیونیسټانو سره  اړیکو ته مجبوره شوي دي.
د خبر لمبر: 3486345    خپرونې تاریخ : 2022/10/20

ایکنا-(تهران)په لندن کې د انګلستان د اسلامی مرکز په همت سره دشیعه و سني متفکرانو او عالمانو په شتون سره د اسلامی وحدت څلورویشتم کنفرانس په لندن کې جوړ شو او د اسلام ضده بروسې او په لویدیځ کې ئې پر زیاتیدا غور او بحث وشو.
د خبر لمبر: 3486340    خپرونې تاریخ : 2022/10/19

ایکنا-(تهران)د ملایشیا یوه متفکرمحمد فوزی بن زکریا ووئیل،د اسلامی ملتونو ترمینځ اتحاد  عربی رژیمونه هم متوجه کوي چې صهیونزم د دوي دوست نه دی،بلکې د قدس تر آزادولو پورې به د درستو مسلمانانودښمن باقي پاتې وي.
د خبر لمبر: 3486332    خپرونې تاریخ : 2022/10/18

ایکنا-(تهران)د پاکستان دمذهبی چارو وزیر په  اسلامی امت کې دتکفیریّت خطرې ته په اشارې سره  روښانه کړړه ،تکفیرپه اسلامی نړۍ کې یوه ستره ستونزه ده او تکفیری فتواګانو دمسلمانانو لپاره ډير مشکلاتو راولاړ کړي دي.
د خبر لمبر: 3486321    خپرونې تاریخ : 2022/10/13

ایکنا-(تهران) د نیجریه د اسلامی غورځنګ  رهبر شیخ ابراهیم الزکزکي  له العالم ټيلیویژنی چینل سره په خصوصي خبرو کې  په دې خبرې کولو سره چې  هیوادونو په تیره  بیا  مسلمانانو دایران له اسلامی جمهوری نظامه بیلګه اخستې ،ټينګار وکړ،  عربستان د امرککیا او بریتانیا په نیابت سره د نیجریه د شیعیانو په ضد جنایتونه  کوي. 
د خبر لمبر: 3486318    خپرونې تاریخ : 2022/10/12

ایکنا-(تهران) سید حسن نصر الله ووئيل حضرت امام خمینی  د پیغمبر اکرم(ص) د نیکمرغه میلاد د ورځې په سر د اختلاف ځاي،په مسلمانانو کې د اتفاق او اجماع په ځاي بدل کړ او د  ربیع الاول  له دولسمې د ربیع الاول تر اولسمې نیټې پورې ئې یو پَل جوړ کړ چې د  سلامی وحدت د اونۍ په نامې سره ئې نوموړلی دی
د خبر لمبر: 3486316    خپرونې تاریخ : 2022/10/12

ایکنا-(تهران)د اسلامی وحدت د شپږدیرشم نړیوال په  اوم وبینار کې حاضرو عالمانو او متفکرانو پخپلو ویناؤ کې ټينګار کړیچې د مذهبونو نزدیکت او اسلامی وحدت یو داسې ضرورت دی چې د پیغمبراکرم(ص)په سنت او سوچه اسلام کې ریښه لري او د اسلام د مقدس دین یو ضرورت دی.
د خبر لمبر: 3486313    خپرونې تاریخ : 2022/10/11

ایکنا-(تهران) دملایشیا ددیني چارو وزیر ووئیل،پیغمبر اکرم (ص)د نړۍ لومړنۍ اساسی قانون په مدینې کې اجرا کړ  چې په عدالت مشتمل ؤ او دمختلفو دینونو  د پيروکارو ترمینځ  دهرډول توپیر نفی وه.
د خبر لمبر: 3486311    خپرونې تاریخ : 2022/10/10

ایکنا-(تهران)د ایران په قم مقدس ښار شاوخواکې   دحضرت امام مهدی عجل الله تعالی فرجه الشریف په  امام الزمان نامې سره دجمکران جومات  په یوې  پراخې او لوئې سیمې کې واقع دی چې هر کال د امام الزمان  د نیکمرغه میلاد او د ولایت او امامت د وروستي  امام دتاجپوشۍ دستورې په ډیر پرتم سره پکې لمانځل کیږي.
د خبر لمبر: 3486307    خپرونې تاریخ : 2022/10/09

ایکنا-(تهران)د مذهبونو دنزدکیت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام  شهریاری  له صیونیسټي غاصب رژیم سره  د اړیکو عادي کیدا او په کلکه ئې رتل د اسلامی وحدت د شپږ دیرشم نړیوال کنفرانس یوه اصلي موضوع وبلله.
د خبر لمبر: 3486305    خپرونې تاریخ : 2022/10/09

 ایکنا-(تهران)د اسلام د ګران پیغمبر د یوه پاک لمسي او د امامت او ولایت دولسم ځلانده ستوري حضرت امام مهدي عجل الله تعالی فرجه الشریف دتاج پوشئ او ولایت د پيلیدا جشنونه په درستې نړۍ کې په پرتم سره لمانځل کیږي.
د خبر لمبر: 3486294    خپرونې تاریخ : 2022/10/06

ایکنا-(تهران)په فرانسې کې د مسلمانانو دنابودۍ او دنیوزیلینډ دمسلمانانو د وژلې  له عامل ترهه ګرڅخه دملاتړ په باب په یوه ټيلیویژڼي پروګرام کې د فرانسې د یوه ښي پال سیاستوال پاټریک ګارډن څرګندونو،د فرانسې په سوشل میډیا او اجتماعي چینلونو کې ډير کلک غبرګونونه راپارولي دي.
د خبر لمبر: 3486282    خپرونې تاریخ : 2022/10/03

ایکنا-(تهران)د ترکیې د قرآن کریم د قرائت او حفظ دنړیوالو سیالیو اتم پړاؤ د نړۍ د ۴۹ هیوادونو د  ۶۳ ګډون کونکو په شتون سره دترسره کیدا په حال کې دی.
د خبر لمبر: 3486279    خپرونې تاریخ : 2022/10/02

ایکنا-(تهران)د یمن د انصار الله ولسی غوررځنګ رهبر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثی د رسول الله(ص)د رحلت په مناسبت په یولړ څرګندونو کې ووئیل،باید اسلامی امت یو موټی او متحد شي څو د اسلامی دنیا په ضد د لویدیځ او تکفیری بهیر دګډو او سپیرو دسیسو مخه ونیول شي.
د خبر لمبر: 3486274    خپرونې تاریخ : 2022/09/28

ایکنا-(تهران) د فلسطین د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر یوه مسئول مقام محمودالزهار ټينګار کړی، صهیونیسټ رژيم د عربی نړۍ له کمزورتیا څخه پر قدس ښار او الاقصی جومات  د مسلط کیدا لپاره  ناوړه استفاده کوي.
د خبر لمبر: 3486272    خپرونې تاریخ : 2022/09/28

ایکنا-(تهران)ایکناخبری آژانس  د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد(ص)د رحلت او د مسلمانانو د دوهم امام حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام د شهادت د کلیزې په هکله ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو دوستانو ته تسلیت وايي.
د خبر لمبر: 3486264    خپرونې تاریخ : 2022/09/25

ایکنا-(تهران)د ایران ولس پرون  د جمعې لمانځه له اداکولو وروسته په خودجوشه توګه  دایران دملت د دښمنانو او غولیدلو بلواه ګرو په ضدپه میلیوني لاریونونو سره خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړه
د خبر لمبر: 3486263    خپرونې تاریخ : 2022/09/24

ایکنا-(تهران)د ایران داسلامی جمهوریتولسمشرابراهیم رئیسي په پاکستان کښې د سیلاب د سر او مال د تاوان په وجه د پاکستان له ولس سره یوځل بیا د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به له پاکستانيو سیلاب ځپلو سره تر خپله وسه پوره پوره مرسته وکړي.
د خبر لمبر: 3486256    خپرونې تاریخ : 2022/09/21

ایکنا-(تهران)داسلامی ملګرتیا موسیسې په یوې اعلامیې کې؛له اسلامه دویرولو له پروسې سره دمبارزې لپاره د ملګروملتود سرمنشي د ځانګړي استازي پرمنصوبیدا ټينګاروکړ.
د خبر لمبر: 3486253    خپرونې تاریخ : 2022/09/21

ایکنا-(تهران) دپاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان ددیني عالمانو غونډه په داسې حال کې ترسره شوي،چې په تیر یوه کال کې د پاکستان پوله ساتونکی او طالب ځواک په کرتو سره ښکر په ښکر شوي دي.
د خبر لمبر: 3486249    خپرونې تاریخ : 2022/09/20