فلسطین - پاڼه 36

IQNA

بچوې
ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانود حکومت  یو لوړپوړي چارواکي  په فلسطین د  وحشي ډوله صهیونسټانو جنایتونو ته په اشارې سره  ووئيل، د اسرائيلو په دغو جنایتونو کې د امریکا حکومت په بشپړ ډول شریک دی او باید اسلامی هیوادونه ورڅخه ځواب وغواړي.
د خبر لمبر: 3488131    خپرونې تاریخ : 2023/10/18

ایکنا-(غزه) په داسې حال کې د وحشی صهیونیسټي رژيم جنګی الوتکو دغزې په المعمداني روغتون باندې په وحشیتوب سره بمباري وکړه او څه دپاسه زرو ماشومانو ،ښځو اوبوډآګانو او ځوانانو وینه ئې وبهوله او روغتون ئې په کنډوالې  بدل کړ،دنړۍ  په سویه دهغه وحشیتوب په ضدکرکه اوغوسه په زیاتیدا ده چې امریکا ئې بشپړ ملګرتیا کوي.
د خبر لمبر: 3488130    خپرونې تاریخ : 2023/10/18

ایکنا-(بیروت) د لبنان د حزب الله غورځنګ دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم روښانه کړه،له صهیونیسټي رژيم سره مقابله له مقاومت پرته امکان نه لري او  په مقاومت ټينګاربه په سیمې کې لوي بدلون راولي .
د خبر لمبر: 3488122    خپرونې تاریخ : 2023/10/18

ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان جنرال عاصم منیر  له فلسطین ه د اسلام اباد پر هراړخیزو ملاتړونو باندې په ټينګار سره په غزې کې د اسرائیلی نیواکګرو وروستي جنایتونه په کلکه محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3488128    خپرونې تاریخ : 2023/10/18

ایکنا-(غزه)  د وروستیو راپورونو په اساس د فلسطین د غزې په مرکز کې په المعمداني روغتون باندې د وحشي رژيم په  بیګانئ بمبارئ کې څه دپاسه پنځه سوه ماشومان، میرمنې ،بوډاګان ا، ځوانان  شهیدان او په سلګونو نور ټپیان شوي دي ،البته ځيني سرچینې د شهیدانو شمیر له اتو سوو کسانو هم زیات ښئ .
د خبر لمبر: 3488127    خپرونې تاریخ : 2023/10/18

ایکنا-(کابل) د افغانستان د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې سلګونو کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ کې ستر لاريون وکړ او  د شعارونو په ورکولو سره ئې پر غزه د اسرائیلو وحشيانه بریدونه  وغندل.
د خبر لمبر: 3488126    خپرونې تاریخ : 2023/10/17

ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب ستر لارښودپه غزې کې د فلسطین دمظلومو خلکو  په نسل وژنې کې د و حشي صهیونیسټي رژيم جنایتونو دوام ته په اشارې سره د بې آ مانه بمباریوپه فوري غوڅیدا باندې په ټينګار سره  وفرمائيل؛که دغه جنایتونه دوام وکړي، نو مسلمانان او مقاومتيت ځواک بیتابه کیږی او نور هیڅوک د  دوي مخه نشي نیولی. په دغه واقعیّت باید پوهه شی او دا توقع مطرح نه کړي چې  اجازت ورنکړئ فلانئ ډله  فلانی کار وکړي.
د خبر لمبر: 3488125    خپرونې تاریخ : 2023/10/17

ایکنا-(غزه) د فلسطین مقاومتی مبارزانو یو خل بیا د صهیونیسټي رژيم پلازمینه تل ابیب په لسګونو توغندیو شیشت  کې راوست  او راپورونه  هم ښئ چې د غزې تړانګې  باندې له حملې د پوځ دلوړپوړو چارواکو او افسرانو د شاتګ په باب  هم راپورونه  خپره شوي دي.
د خبر لمبر: 3488124    خپرونې تاریخ : 2023/10/17

ایکنا-(تهران) د ؛ له طوفان الاقصی راینولې د آزادۍ تر سباؤن پورې ؛نومې سمینار  د هیواد دپوهنتونوالو د قرآنی ادارې  په همت او  د فلسطین ی ملت څخه ددفاع دټولنې په ملګرتیا سره د ایکنا نیوز په  ودانۍ کې د فلسطین یو او ایرانیو فعالانو په شتون سره ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3488123    خپرونې تاریخ : 2023/10/17

ایکنا-(کراچئ) د پاکستان د جماعت اسلامي مشر د امريکا ولسمشر ته خبردارى ورکړ چې که په غزه کې د اسراييلو له ملاتړ او د هغوى له جنايتونو لاس وانخلي، د پاکستان خلک به په اسلام اباد کې د واشنګټن سفارت محاصره کړي.
د خبر لمبر: 3488118    خپرونې تاریخ : 2023/10/16

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د فرانسې د ولسمشرد ټيلیفونی تماس  په ځواب کې  د صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو په مقابل کې د  لویدیځي هیوادونو او نړیوالو اورګانونو په مسئولیّت په ټينګار سره ،د غزې د هستوګنو سیمو د بمباریو، کلابندۍ د فوري دریدا او دغې سیمې ته د  اوبو ،سونګو،بریښنا او اساسی شیانو  رسول او  د فلسطین د خلکو درستو حقه حقوقو ته توجه ضروري چاره وبلله.
د خبر لمبر: 3488117    خپرونې تاریخ : 2023/10/16

ایکنا-(ډیلی) د افراطي هندوانو یوه زوړپال پادري یا پجاری  ددې خبرې په کولو سره چې  اسلام د هندوانو او صهیونیسټانو مشترک دښمن دی ، له صهیونیسټانو بشپړ ملاتړ اعلان کړ،چې په ټولنیزو چینلونو کې سخټ رټل شوی دی.
د خبر لمبر: 3488116    خپرونې تاریخ : 2023/10/16

ایکنا-(لندن) دانګلستان په   زرګونو خلکو  پرون ناوخته دصهیونیسټ ضده مظاهرې د ترسره کیدا لپاره د لندن د حکومت له خبرداریو سره سره د لندن په مینځ کې  غونډه وکړه  او  د فلسطین د آزادۍ  چغې په پورته کولو سره ئې  د اسرائيلو دوحشي رژيم د  جنایتونو ددریدا غوښته و وکړه. په عین حال کې د فلسطین دملت او مقاومتي مبارزانو په ملاتړ او د وحشي صهیونیسټي رژيم په ضد  د آسټریلیا په سیدني ،امان، دپاکستان په پيښور ،پاره چنار  اسلام  اباد او لاهور او کراچۍ  او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې سترې مظاهرې  وشوې.
د خبر لمبر: 3488112    خپرونې تاریخ : 2023/10/15

ایکنا-(غزه)د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر ددې خبرې په کولو سره چې د اکتوبر په اومه نیټه؛طوفان الاقصی عملیات؛ د وحشي صهیونیسټي رژيم  سټراټژيکه ماته  ده ټینګار وکړ، دښمن  دمخامخیدا توان نه لری او  په همدې دلیل ئې عامو وژلو ته مخه کړې ده.
د خبر لمبر: 3488111    خپرونې تاریخ : 2023/10/15

ایکنا-(تهران) د وحشي صهیونیسټي رژيم د روغتیائي چارو وزارت  پرون ناوخته اعلان وکړ،د شنبې ورځې د مازدیګر تر شپږنیمو بجو پورې په مختلفو روغتونونو کې د نوو ټپیانو شمیر ۳۵۸ تنو ته رسیدلی دی.
د خبر لمبر: 3488109    خپرونې تاریخ : 2023/10/15

ایکنا-(کابل) د افغانستان  ولس په بې دفاع فلسطین ی ولس باندې د وحشي صهیونیسټي رژيم په حملوباندې په اعتراض کې  او د مړه دې وي امریکا او  مړۀ دې وي اسرائيل په شعارونو پورته کولو سره  د مظلوم فلسطین ي ولس په ضد دحشیانو د حملو د فوري دریدا غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3488107    خپرونې تاریخ : 2023/10/14

ایکنا-(تهران)د فلسطین دمظلوم ملت او له طوفان الاقصی  عملیاتو څخه په ملاتړ کې پرون په جمعې ورځې  په اسلامی نړۍ او حتی په اروپائي ،افرایقائي او  دشمالی امریکا په هیوادونو کې میلیونی لاریونونه ترسره شول.
د خبر لمبر: 3488106    خپرونې تاریخ : 2023/10/14

د اسلامی انقلاب معظم لارښودوفرمائيل؛
ایکنا-(تهرانه) حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي له شیخ ابراهیم الزکزکي  او دهغه له ماندنې سره په کتنې کې د د دوی او د دوي د کورنۍ د مجاهدتونو په قدرونې سره له پراخو دسیسو سره سره  په اسلامی نړۍ کې د اسلام  ورځ تر بلې زیاتیدونکی قدرت د مجاهدتونو  نتیجه وبلله او د  نیواکي فلسطین په تیره بیا دغزې تړانګې  شرائطو ته په اشارې سره ئې ووئيل،نن سبا د اسلام د قدرت یو مظاهر همدغه موضوع ده چې په فلسطین په رامینځةکیدا ده.
د خبر لمبر: 3488104    خپرونې تاریخ : 2023/10/14

ایکنا-(قم) د یو ستر دیني مرجع آیت الله جوادي آملی دفتر په یوې اعلامیې کې روښانه کړې ده؛ پر ټولو مسلمانانو لازمه ده چې د قدس مقدس  دآزاولو لپاره راپورته شوي د پتمنو غوښتې سره په مرستو کې دې لټي ونه کړي.
د خبر لمبر: 3488103    خپرونې تاریخ : 2023/10/14

ایکنا-(پاره چنار) د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په پاره چنار سیمې کې په سلګونو موټر سائيکلو سوارو د فلسطین دمقاومتي مبارزانو  او د الاقصی په ملاتړ او  د وحشي او جنایتکار صهیونیستي رژيم په خلاف ستره  ریلي ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3488098    خپرونې تاریخ : 2023/10/13