فلسطین - پاڼه 38

IQNA

بچوې
ایکنا-(صنعاء) د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر د پیغمبر اکرم(ص)د نیکمرغه میلادپه مناسبت په یولړ څرګندونو کې په نړۍ کې د صهیونیسټي لابۍ دخوځښتونو موخه د مسلمانانو کنټرولول او ورسره مقابله او د دوي په داخل کې نفوذ کول وبلل.
د خبر لمبر: 3488014    خپرونې تاریخ : 2023/09/27

ایکنا-(غزه) د فلسطین په غزې کې د فلسطین ي مقاومت چورلیز  دعملیاتو ګډې کوټې د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح سترې دروازې په وړاندې د ؛مقاومت ورځ ؛ په یاد کې د یادګار د بشپړیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3487985    خپرونې تاریخ : 2023/09/21

ایکنا-(نیویارک) د امریکا نیویارک ته د صهیونیسټي لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو دس فر او دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ :د وینا په درشل کې   دهغه مخالفانو د ملګروملتو د مرکز پر دیوال د هغه په ضد یوشمیر شعارونه نقش کړي دي.
د خبر لمبر: 3487977    خپرونې تاریخ : 2023/09/19

ایکنا-( کربلا) د حسینی اربعیّن د پلی لاریون د لارې په ترټولو لوئې قرآني خیمې کې  د قرآن کریم د سپکاویو د محکومیّت  د یوزر یو سل څوارلس میټره اوږد طومار  کابو اتیا فیصده لاسلیکونو ته په پام سره  د باقي پاتې ۲۵۰ میټره ټوکر په مشهد مقدس او قم المقدس  په حرمیّنو کې داهل بیت علیهم السلام  دعزادارو او مینه والو په وسیله  د لاسلیک لپاره  کیښودل شوی دی.
د خبر لمبر: 3487976    خپرونې تاریخ : 2023/09/19

ایکنا-(تهران) د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ حماس ویندوی محمد حماده   ووئیل، د فلسطین ملت د الاقصی جومات د  دفاع او له نیواکګرو له تیریو سره  دمقابلې لپاره یو موټی او متحد  دی.
د خبر لمبر: 3487974    خپرونې تاریخ : 2023/09/18

ایکنا-(بیروت) د لبنان په بیروت کې د صبرا او شتیلا د نسل وژنې دشهیدانو د یو څلویښتمې کلیزې د درنښت دستورې په پرتم او ولولې سره ترسره شوې او یو ځل بیا ئې د وحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه غیر انساني او سترظلم وبالۀ.
د خبر لمبر: 3487965    خپرونې تاریخ : 2023/09/17

ایکنا – ( فلسطین ) د شهاب نیوز د خبر له مخې، د مقاومت جنګیالیو په لوېدیځه غاړه کې له صهیونیسټي نیواک سره د مبارزې په دوام کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لوېدیځه غاړه کې ۱۵ مقاومتي عملیات ترسره کړي چې په هغو کې څلور ډزې هم شاملې دي.
د خبر لمبر: 3487953    خپرونې تاریخ : 2023/09/15

ایکنا-(فسطین) صهیونیسټانو پر عهد عتیق اوجدید باندې په  استناد سربیره  د مسلمانانو آسماني کتاب قرآن کریم ته هم اشاره کړې او مدعي شوي دي چې  د ؛اسرائيلو ؛نامه په کرتو په قرآن کې راغلي دی،خو  د فلسطین هیڅ  ذکر پکې نشته.داپه داسې حال کې دي چې د اسرائيلو کلمه د یوه هیواد په  معنا نه ده  او د نیواکګر رژيم د خوښې ماډرن دولت- ملت  په هغه شکل چې ئې پيژندو، ۱۵۰۰کاله مخکې هیڅ موجودیّت نه دیدرلودلی.
د خبر لمبر: 3487949    خپرونې تاریخ : 2023/09/13

ایکنا-( فلسطینفلسطین په لویدیځي غاړې کې په رام الله کې د فلسطین  د کتاب په نړیوال نندارتون کې په لسګونو خپرندویواوزرګونو مینهوالو ګډون وکړ.
د خبر لمبر: 3487930    خپرونې تاریخ : 2023/09/09

ایکنا-(ریاض) د فارس خلیج دملګرتیا شورا غړو هیوادونو په یوې اعلامیې کې د فلسطین   د هیواد د جوړیدا پربشپړ ملاتړ  او د فلسطین په باب د نړیوالو پریکړو د رعایتولو پر ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487925    خپرونې تاریخ : 2023/09/09

ایکنا-(کربلا) د حسینی اربعیّن په شپو ورځو کې دنجف او کربلا ترمینځ په لاره کې حسینی عزادارانو د مقاومت په چورلیزتوب سره د بینرونو په لیکلو او د بیرغونو په لاسونو کې په اوچتولو سره د استبداد او ظالم په وړاندې د  اقتدار او مقاومت له بیلګې حضرت امام حسین علیه السلام  سره پر امید ټینګار وکړ او د فلسطین له آرمان سره  بیعت نوی کوي. 
د خبر لمبر: 3487895    خپرونې تاریخ : 2023/09/03

ایکنا-(تهران) د تیونس ولسمشر قیس سعید د فلسطین مسئله  د درست اسلامی امت یوه چورلیزي موضوع وبلله او وې وئيل نیواکي ټاټوبي به  د فلسطین ولس ته بیرته ورګرځي.
د خبر لمبر: 3487879    خپرونې تاریخ : 2023/08/30

ایکنا – ( فلسطین ) د فلسطین ي بندیانو د رسنیو ډلې نن دوشنبه اعلان وکړ چې لږ تر لږه ۱۴ فلسطین یان د لوېدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې نیول شوي دي.
د خبر لمبر: 3487864    خپرونې تاریخ : 2023/08/28

ایکنا – ( فلسطین ) صهیونیسټي پوځیانو نن د لوېدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې په پراخو عملیاتو سره د حماس او د اسلامي جهاد غورځنګونو د ځینو مشرانو په ګډون یوشمېر فلسطین یان ونیول.
د خبر لمبر: 3487837    خپرونې تاریخ : 2023/08/23

ایکنا – ( فلسطین ) فلسطین ي سرچینو د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیسټي پوځیانو له خوا د یوه فلسطین ي ځوان د شهادت خبر ورکړی.
د خبر لمبر: 3487829    خپرونې تاریخ : 2023/08/22

د غزې په تړانګه کې د "غوره حافظانو" غونډې په دویمه برخه کې 1471 نارینه او ښځینه حافظانو په یوه ورځ کې ټول قرآن کریم حتم کړ.
د خبر لمبر: 3487815    خپرونې تاریخ : 2023/08/20

ایکنا – ( فلسطین ) د اردن سیند په لوېدیځه غاړه او د نابلس ښار په ختیځ کې د صهیونیسټي رژیم د برید له امله، ۵۸ فلسطین یان ژوبل شوي.
د خبر لمبر: 3487798    خپرونې تاریخ : 2023/08/16

ایکنا – ( فلسطین ) 1471 نارینه او ښځینه قاریان چې د غزې په تړانګه کې د "غوره حافظانو 2" طرحې په چوکاټ او د یوې غونډې په ترڅ کې د قرآنکریم د ختم مراسمو لپاره چمتووالی نیسي.
د خبر لمبر: 3487775    خپرونې تاریخ : 2023/08/12

ایکنا - ( فلسطین ) د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې د یوه جومات مؤذن حاج ابو هیثم السویرکي د قرآنکریم د تلاوت پرمهال مړ شوی او د دغې پېښې ویډیو په مجازي پاڼو کې خپره شوې ده.
د خبر لمبر: 3487758    خپرونې تاریخ : 2023/08/08

ایکنا – ( فلسطین ) د قدس لوا د جنین کنډک په یوې بیانیې کې د صهیونیسټانو د تیرې یکشنبې په ورځ د درېیو فلسطین ي ځوانانو د شهادت د تاییدولو په ترڅ کې د تل ابیب چارواکو ته خبرداری ورکړ.
د خبر لمبر: 3487748    خپرونې تاریخ : 2023/08/07