فلسطین - پاڼه 39

IQNA

بچوې
ایکنا-(فلسطین) د فلسطین د مبلغانو ټولنې  دعربستان په ریاض کې د  اسلامی او عربی هیوادونو د سرمشریزې لپاره  یو پیغام صادر کړی او ټينګار ئې کړی دی چط مقاومت یوه ژغورونکي آئيډیا ده.
د خبر لمبر: 3488257   خپرونې تاریخ : 2023/11/12

ایکنا-(بیروت) د لبنان دحزب الله غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصرالله  ددې خبرې په کولو سره چې  د مقاومت کلتور د اسرائيلو له غمیزو سره سره ، نسل په نسل منتقل او لا لوي شوی دي، ووئيل، د اکتوبر په اومه  نیټه د کتائب القسام  لوي عملیات د مقاومت د کلتور د لوړتیا د همدغې ودې ګواه دي.
د خبر لمبر: 3488256   خپرونې تاریخ : 2023/11/12

ایکنا-(ریاض) د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د اسلامي ملګرتیا موسیسې او عربي اتحادیې په ګډې غونډې کښې ټینګار وکړ چې د غزې پیښه د شرارت له چورلیز سره د شرافت د چورلیز مقابله ده او ټول باید وښايي چې د کوم لوري ملګرتیا کوي.
د خبر لمبر: 3488255   خپرونې تاریخ : 2023/11/12

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرابراهیم ریئیسي  نن د غزې د وروستیو حالاتو ا ارزونې په خاطر داسلامی ملګرتیا موسیسې په بیړنۍ سرمشریزې کې دګډون لپاره عربتسان ته لاړ.
د خبر لمبر: 3488248   خپرونې تاریخ : 2023/11/11

ایکنا-(واشنګټن) په امریکا کې د مسلمانانو د حقوقو ملاتړې شورا،د غزې په  جنګ کې له تل ابیب څخه د واشنګټن په بې قید اوشرطه ملاتړ کونکي سیاست سخت غبرګون وښود.
د خبر لمبر: 3488244   خپرونې تاریخ : 2023/11/09

ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرا بلوچ  پرون په یوې اعلامیې خپرولو سره د صهیونیسټي کابینې د یوه وزیر ایټمي ګواښ  وحشتناک او لیونتوب وباله او وې و ئيل، مونږ دغه څرګندونې په سخته محکوموو.
د خبر لمبر: 3488236   خپرونې تاریخ : 2023/11/08

ایکنا-(تهران) د ایران د نشه ایزو موادو له سپيرې بلا سره دمبارزې د کمیشن عمومی منشي په افغانستان کې د کوکنارو د کښت  دممنوعیّت  دفرمان په هرکلي سره ووئيل،  هیله مند یوو ډير زر ددغه فرمان  عملی اوعیني نتیجې هم ووینو.
د خبر لمبر: 3488235   خپرونې تاریخ : 2023/11/08

ایکنا-(تهرانَ) د اسلامی ایران ولسمشر به د عربستان له لوړپوړو  چارواکو او  دنورو اسلامی هیوادونو  له مشرانو سره هم لیده کاته وکړي او د اسلامی امت   د اوسنیو او راتلونکو حالاتو په باب به ورسره بحث او دنظر تبادله وکړي.
د خبر لمبر: 3488234   خپرونې تاریخ : 2023/11/07

ایکنا-(نیویاراک) د امریکا پشمول په لسګونو اروپائي هیوادونو کې د غزې د مظلوموخلکو په ملاتړ او د اسرائيلو د وحشي ډوله  جنایتونو او بمباریو په ضد پراخې مظاهرې هماغه راز ترسره کیږي،
د خبر لمبر: 3488232   خپرونې تاریخ : 2023/11/07

ایکنا-(تهران)په غزې تړانګې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د  قتل عام او جنایتونو په دوام باندې په اعتراض کې  دنړۍ په ګوټ ګوټ کې  مظاهرې هماغه راز دوام لري.
د خبر لمبر: 3488228   خپرونې تاریخ : 2023/11/06

ایکنا-(قطر) د پاکستان د جماعت اسلامي مشر تاکيد وکړ؛ د نړۍ ټول مسلمانان په تېره بيا د پاکستان خلک له خپلو فلسطيني وروڼو او خويندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او د صهيونېسټ دښمن په خلاف د فلسطيني مقاومت د جنګياليو د عملياتو ملاتړ کوي.
د خبر لمبر: 3488227   خپرونې تاریخ : 2023/11/06

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې که د امریکاتسلیحاتي او سیاسی مرستې نه وی، نو صهیونیسټ رژیم لپاره به کار دوام ونلری، څرګنده کړه امریکایان حقا او انصافا د صهیونیسټانو د غزې په جنایتونو کښې شریک دی.
د خبر لمبر: 3488226   خپرونې تاریخ : 2023/11/06

ایکناـ(اسلام اباد) په پاکستان کې کارګری ټولنې او ښځینه فعالانو د لړمد میاشتې په دیارلسمه نیټه  په لاهور،کراچۍ  پنډۍ  او خینو نورو ښارونو کې د فلسطینیانو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله  جنایتونو په محکومیّت کې  مظاهرې وکړې او له جنایتکار او تیریګر صهیونیسټي رژيم او دهغو ملاتړې امریکا څخه ئې خپله کرکه نندارې ته وړاندې کړه.
د خبر لمبر: 3488225   خپرونې تاریخ : 2023/11/06

ایکنا-(شارجه) د  شارجې د کتاب په نړیوال نندارتون کې د غزې د شهیدانو نامې نندارې ته وړاندې کړې.
د خبر لمبر: 3488222   خپرونې تاریخ : 2023/11/05

ایکنا-(تهران) په غزې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم دجنایتونو او ددغو مصیبتونو په زغمولو کې د  خلکو د دصر دانځورونو په خپریدا پسې د امریکا په ټولنیزو چینلونو کې، د غزې د خلکو د کلک ایمان  دعامل په توګه د قرآن کریم آیتونونوته د پام څپه راپورته شوې ده.
د خبر لمبر: 3488220   خپرونې تاریخ : 2023/11/05

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په تهران کې د دلړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې په ولولناکو دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې له ظلم سره مبابره او د مقاومت روحیه له هماغه پیله د اسلامی انقلاب به بطن او ذات کې نعښتې ده ،ووئيل،اسلامی مقاومت د نن لپاره نه دی او له هماغه پیله بر الهی سنتونو او دقرآڼ کریم په منطق او د اهل بیت علیهم السلام  په سیرت مشتمل  اساس او چوکاټ دی .
د خبر لمبر: 3488216   خپرونې تاریخ : 2023/11/04

ایکنا-(بیروت) د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله وویل امریکا نن سبا د فلسطین د غزې د ټولو جنایتونو نیغ په نیغه مسووله ده او امریکا باید د وروستیو وژلو تاوان ورکړي او په سیمه کښې د خپلو جنایتونو په دلیل تنبیه شي.
د خبر لمبر: 3488214   خپرونې تاریخ : 2023/11/04

ایکنا-(تهران) د فلسطین دغزې د خلکو په ملاتړ کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  ددوه  ګوڼو  او منافقانه سیاستونو په دوام کې د ترکیې په جنوب کې په اینجرلیک  هوائي دګر کې د امریکا دسټراټژيکې جنګی  الوتکې دیره شوي دي.
د خبر لمبر: 3488211   خپرونې تاریخ : 2023/11/02

ایکنا-(غزه ) د  اکتوبر له اومې نیټې راهسې  چې د  فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس او صهیونیسټي رژيم ترمینځ  نښتې پيل شوي دي ، اسرائيلو دغزې ښار پر هستوګنو سیمو روغتونونو،ښونځیو،جوماتونو  باندې ترټولو سختې او درندې بمبارۍ او حملې کړي دي او د غزې تړانګې د اوسیدونکو لپاره  دامن هیڅ ځای  نه دی پاتې . د وروستیو راپورونو  په اساس،تر نن پورې  په دغو شپو ورځو کې  کابو درې نیم زره ماشومان شهیدان شوي دي.
د خبر لمبر: 3488205   خپرونې تاریخ : 2023/11/01

ایکنا-(تهران)  د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن د زرګونو محصیلینو اوزده کونکو په ټول کې په غزې تړانګې کې د امریکایانو او صهیونیسټانو غمیزه رامینځةکونکی جنایتونه په تاریخ کې بې مخینې وبلل او  هغو سپکونکو میړنیو ټَکونو ته په اشارې سره ئې چې  دغزې د خلکو صبر او استقامت  د جعلی غاصب رژيم او دهغو د مستکبرو ملاتړو په حیثیّت او عزت باندې  کړي دي،ووئيل، که د امریکا بشپړ او هراړخیز ملاتړونه  او مرستې نه وي ، نو  خبیث صهیونیسټي رژيم به یوازې په څو ورځو کې فلج او شلَ شي اسلامی نړۍ باید له صهیونیسټي رژيم سره  داقتصادي ملګرتیاؤ په غوڅولو سره  ددغه رژيم په ضد سره یو موټی شي.
د خبر لمبر: 3488204   خپرونې تاریخ : 2023/11/01