ایکنا – حضرت امام جعفر صادق علیه السلام مکې ته په بیرته ستنیدا کې حاجیانو ته سپارښتنه کوي؛ کله غواړئ د خدای له کوره ګیرچآپيره طواف او زیارت وکړئ، نو باید نیّت وکړئ چې خدایه! زه یوازې ددغې دروازې اودیوال طواف نه کوم؛ زه ددغه کور په مالک پسې یم::
د خبر لمبر: 3489410 خپرونې تاریخ : 2024/06/20
ایکنا – د وحي ټاټوبي ته د ایران د لیږل شوي د نور کاروان یوه غړی قاري دې ته په اشارې سره چې د مسلمانانو د ترټولو لوئې اجتماع په توګه حج چې په هغه کې د مختلفو هیوادونو په لکونو استازي موجود دي،شمیرل کیږي، ووئيل، د نور قرآني کاروان د نورو ملتونو مسلمانانو ته د ایرانیو قاریانو د توانمنیو په ښودلو پسې دي.
د خبر لمبر: 3489406 خپرونې تاریخ : 2024/06/20
ایکنا – د عربستان د اسلامی چارو د وزارت چارواکو وئیلي دي، هغو حاجیانو ته به چې د مدینې له هوائي ډګرونو څخه د حج له ادا کولو ورسته خپلو هیوادونو ته ځي، ۹۰۰ قرآنی نسخې ورته ډالۍ شي.
د خبر لمبر: 3489403 خپرونې تاریخ : 2024/06/19
ایکنا – د خدای د کور حاجیانو په عرفې غرۀ کې له وقوف وروسته ، د عرفی په ورځ یعنی په یکشنبې ورځې سهار رمی جمرات دستورې پیل کړې.
د خبر لمبر: 3489392 خپرونې تاریخ : 2024/06/17
ایکنا – د سپوټنیک خبری آژآنس کیمرې د مکې د ساعت یا ګړئ ټاؤر له ترټولو لوړې برخې څخه چې د نړۍ دریمه لوړه ودانۍ شمیرل کیږي، او د مځکې له سطحې ک ابو ۶۰۰ میټره لوړه ده، د مسجد الحرام ډیرې حیرانونکي منظرئې ریکارډ کړي دي ، یو داسې ځای چې کعبه ئې په صحنې کې د یوې دقیقې برخې په توګه ظاهریږي.
د خبر لمبر: 3489390 خپرونې تاریخ : 2024/06/17
ایکنا – د حماس غورځنګ د قسام پوځی کنډکونو ویندوي د خدای د کور له حاجیانو وغوښتل څو په مقدسو ځایونو کې پخپلو خالصانه دعاګانو کې او د حج د مناسکو د ترسره کولو په وخت دې په غزې او فلسطین کې خپل خوئيندې وروڼه هم یاد کړئ.
د خبر لمبر: 3489385 خپرونې تاریخ : 2024/06/16
د حاجیانو په نامه د مسلمانانو د ولی امرپيغام
ایکنا - د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمانانو ولی امر امام خامنه اي د حج د ولولناک او لوي کانګرس په مناسبت پخپل پیغام کې د انساني ځوا ک پراختیا او د اسلام معنوي عامل قوت د حج د فریضې دوه اړخونه وبلل او د غزې بوږنونکو غمیزو ته په اشارې سره ئې چې په اوسمهال کې ساری نه لري، ټینګار وکړ، له صهیونیسټ رژيم او دهغو له ملاتړو په تیره بیا امریکا څخه برائت سږکال باید د حج له میقات او موسم څخه لا ورآخوا په مسلمان میشته هیوادونو او ښارونو او په درستې نړۍ کې دوام ومومي او باید دخلکو درستو پرګنو ته نفوذ وکړي.
د خبر لمبر: 3489382 خپرونې تاریخ : 2024/06/15
ایکنا - د عرفات او تشریق ټآتوبی په لور د ایرانیو حاجیانو د روانیدا په درشل کې د ایران د خارجه وزارت سرپرست عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره ټيلیفوني خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3489379 خپرونې تاریخ : 2024/06/15
ایکنا – د مسجد الحرام او مسجد النبی د چارو ریاست سږ کال په درستې نړۍ کې د کابو یو میلیارډ مخاطبانو لپاره په شلو نړیوالو ژبو د عرفې د خطبې د ژباړې لپاره د چمتووالی خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3489375 خپرونې تاریخ : 2024/06/13
په قرآن کې د حج فلسفه/۳
ایکنا - یوه بل ته لاسونه ورکوي او په زړونو کې د یوه اخلاقي انقلاب زمینه برابروي، د انسان د ژوند یوډول یوه نه بیانونکي پاڼه را اړوي او دهغه په ژوند کې یوه نوي پاڼه پيلیږي.
د خبر لمبر: 3489374 خپرونې تاریخ : 2024/06/13
د غبرګولې یا جوزا په ۱۷ نیټه په یو شمیر عربو هیوادونو کې د میاشتې د لیدو کمیټیو له خوا د ذی ال حج ې د میاشتې د لیدو په اعلان سره ، به په دغو هیوادونو کې د قربانۍ د لوي اختر نیکمرغه ورځ د غبرګولې یا جوزا د میاشتې ۲۸ یکشنبه یا اتبارورځ وي ،په داسې حال کې چې د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول په نهو سترو اسلامی هیوادونو کې د قربانۍ اختر د غبرګولې په ۲۸ دوشنبې ورځې اعلان شوی دی.
د خبر لمبر: 3489371 خپرونې تاریخ : 2024/06/12
په قرآن کې د حج فلسفه/۲
ایکنا – د حج مراسم داسې عبادت ښئ چې تر ډیره حده د ابراهمی او د هغه د زوي اسماعیل او د هغه د ما ندینې هاجر د مجاهدتونو په خاطرې سره نغښتي دي.مونږ که د حج د رازونو په باب له دې ټکي غفلت وکړو، نو ددغه عبادي عمل ډير مفهمونه د مونږ لپاره یوه پيښه او قضیه پاتیکیږ. له همدې امله لازمه ده څو له ځينو هغو ابراهیمو نښو نښانو سره چې په حج کې ئې ورايښت موندلی بلد شو.
د خبر لمبر: 3489364 خپرونې تاریخ : 2024/06/11
ایکنا – د حج دمناسکو ترسره کیدا او دله کعبې طواف د هغو کسانو لپاره چې بدني مشکلاتو سره مخ دي ، په یوې مشخصي لارې کې د ویلچئير څخه په استفادې سره چې د مطاف په پاسني پوړ کې په نظر کې نیول شوې ده ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3489359 خپرونې تاریخ : 2024/06/11
ایکنا – په مسجد الحرام او مدینةالنبی کې په حاجیانو د ایران د نور قرآني کاروان د قرآني محفلونو ځوږ ولوله او انګیزه راپورته کړې ده او په پراخ ډول ئې هرکلی کیږي.
د خبر لمبر: 3489353 خپرونې تاریخ : 2024/06/10
ایکنا – د عربستان امنیتی مامورانو هغه څه دپاسه درې لکه کسان چې د حج دمناسکو د ترسره کولو مجوز ئې نه درلود او په ویزټ ویزې ورغلي یا ئې په دغه هیواد کې د کارونو ویزې درلودې ،نیولي دي.
د خبر لمبر: 3489352 خپرونې تاریخ : 2024/06/10
په قرآن کریم کې د حج فلسفه/۱
ایکنا – د حج دستورې د مسلمانانو ترټولو لویه غونډه ده چې په ذی ال حج ې میاشت کې په مکې مکرمې ښار او دهغه په شاوخوا کې پکې د ټولو اسلامی فرقو ډلې ډلې حاجیان ګډون کوي.
د خبر لمبر: 3489350 خپرونې تاریخ : 2024/06/09
ایکنا – د ؛واعدنا ؛ لمونځ چې د ذي ال حج ې د لومړۍ لسیزې په لمانځه هم مشهور دی ،ددغې میاشتې په لومړنیو لسو شپو کې او د ماښام او ماسخوتن لمانځه په مینّځ کې اداکیږی او د باؤري روایتونو او حدیثو په اساس ، هغه څوک چې دغه لمونځ ادا کړي، حاجیانو د عملونو په ثواب کې شریکیږی.
د خبر لمبر: 3489349 خپرونې تاریخ : 2024/06/09
ایکنا - د ؛ حج ، قرآن چورلیزتوب او له غزې سره یوزړتوب ؛ نومې نړیوال وبینار د داخلی او بهرنیو استاذانو او کارپوهانو په شتون سره د غبرګولې یا جوزا د میاشتې په ۲۱ یعني د روانې دوشنبې په ورځې سهار نهه بجې د ایکنا آپارات ژوندئ خپرونې له لارې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3489348 خپرونې تاریخ : 2024/06/09
ایکنا – د بیت الله الحرام حاجیان د ذی القعدې دمیاشتې په وروستیو شپو ورځو کې د خپل پروردګار په درګاه کې د طواف او راز اونیاز په حال کې دي.
د خبر لمبر: 3489347 خپرونې تاریخ : 2024/06/09
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د ارواښاد بنستګر حضرت امام خمیني د رحلت پنځه دیرشمې کلیزې دستورې د حج او زیارتونو په چارو کې د ولی فقیه د نماینده حج ةالاسلام سید عبدالفتاح نواب په وینا سره په مدینې منورې کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3489335 خپرونې تاریخ : 2024/06/06