ایکنا - د لبنان د حزب الله غورځنګ دعمومی منشي مرستیال ټینګار کړی، له لبنان سره دجنګ د پراختیا لپاره د اسرائیلو هر ډول اقدام به له ورانۍ او له نیواکي ټاټوبو څخه بهر ته د صهیونیسټانو د کوچولوسبب شي.
د خبر لمبر: 3489326 خپرونې تاریخ : 2024/06/05
ایکنا – د پاکستان دفاع وزیر په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د ایران له اسلامی جمهوریت سره د اپاکستان دم لګرتیا او دایران او پاکستان د اړیکو او دفلسطین په بحث کې د امریکا یانو کړچار له واشنګټن سره د مونږ ددوستانه اړیکو څخه د اسلام اباد له تمو سره توپیر لری.
د خبر لمبر: 3489224 خپرونې تاریخ : 2024/05/15
د ملایشیا لومړي وزیر په یولړ څرګندونو کې په انساني ارزښتونو سره د اسلامی نړۍ لپاره د یوه روښانه راتلونکي په پلانونې کې د مسلمانو پوهنتونوالو درول په اهمیّت ټینګار کړی دی.
د خبر لمبر: 3489223 خپرونې تاریخ : 2024/05/15
ایکنا – د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر په یوې وینا کې ټينګار وکړد حسین بدرالدین الحوثي له خوا وړاندې شوي قرآني پلان ته توجه د امریکا او صهیونیسټي رژيم له یرغلونو سره د مقابلې لپاره یو ضرورت دی.
د خبر لمبر: 3489207 خپرونې تاریخ : 2024/05/12
پارس ټوډې – یو اسرائيلي پروفیسر وائي؛که غواړئ پوهه شئ ولې اسرائیل راتلونکی نه لري، یوازې د تل ابیب پوهنتون نظرسنجۍ نتیجو ته یوه ځغلنده کتنه وکړئ ،یوازې 3.2فیصده اسرائيلیان له نسل وژنې سره مخالف دي.(له دغه اسرائیلي پروفیسر سره د شوي مرکې یوه برخه ستاسو په خدمت کې).
د خبر لمبر: 3489201 خپرونې تاریخ : 2024/05/11
ایکنا - د اسلامی انقلاب معظم لارښود د مظلومانو په وینو د ککړ صهیونیسټي رژيم جنایتونو او د غزې سترې غمیزې ته په اشارې سره ووئیل، سږکال حج د قرآن کریم د آیتونو په سیوري کې او د حضرت ابراهیم علیه السلام په مبارکې نامې سره،باید له بل هر کال څخه لازیات پرتم سره د مسلمانانو له جنایتکار دښمن او د هغو له ملاتړو څخه دبرائت حج شي.
د خبر لمبر: 3489183 خپرونې تاریخ : 2024/05/07
ایکنا - د پاکستان په اسلام اباد کې د فلسطین په غزې کې د اوربند لپاره دغوښتنې اوله مظلومو فلسطینیانو سره د پیوستون په موخې سره د؛بیرته ستنیدا نزدې ده ؛ په عنوان سره نندارتون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3489130 خپرونې تاریخ : 2024/04/29
ایکنا – د دینونو او مذهبونو د پوهنتون د کلتوري او اجتماعي چارو مرستیال د ؛ریښتوني ژمنه، د تیریګرو رټل اوسزا کول او د ایرانیانو اقتدار ؛ په عنوان سره په نړیوال وبینار کې ووئيل، د ریښتوني ژمنې په عملیاتو کې له ځانګړو رودو استفاده شوې او دغه عملیات له دومره دقت،شجاعت، حجم، پيچلتیا، برلاسه ټیکنالوجۍ ،حکمت ، پوهې او خبریدا برخمن وو چې دا ئې په ؛شیک ؛ او ښکلو عملیاتو بدل کړل.
د خبر لمبر: 3489093 خپرونې تاریخ : 2024/04/23
ایکنا - دعربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني همڅنګ سره په ګډ خبری کنفرانس کې ووئیل،د غزې وضعیّت د نړیوال حقوقي نظام د ناکامۍ ښودنه کوي او دا موضوع هیڅکله هم د منلو وړ نه ده.
د خبر لمبر: 3489059 خپرونې تاریخ : 2024/04/17
ایکنا – د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ووئيل سیمه ایزه او نړیواله سوله او امنیت ، هرساعت کمزوري کیږي، لازیات جنګونه نه شو زغملی . مونږ پابنده یوو ،په لویدیځي غاړې کې تاؤتریخوالی دوروو،حالات په لبنان کې هم آرامه کړو، او د کشتۍ چلونې امنیت هم سره سمندر ته بیرته ستون کړو.
د خبر لمبر: 3489052 خپرونې تاریخ : 2024/04/16
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د صهیونیسټ رژیم په ضد د قدرتمنو او پیاوړو عملیاتو پسې په یوه پیغام کې روښانه کړه ، بیګا د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو میړنیو او غیورو بچیانو ، د هیواد د درستو سیاسی او پوځي برخو په ملګرتیا او غږملتیا سره ، د ایران داقتدار د ت اریخ یوه نوي صفحه وپنځوله او وحشي صهیونیسټي دښمن ته ئې عبرت اخستونکی درس ورکړ او د هغو تیریګرو رټل چې د اسلامی انقلاب ستر او حکیم لارښود ئې ریښتیني ژمنه ورکړې وه ، پوره شوه.
د خبر لمبر: 3489045 خپرونې تاریخ : 2024/04/14
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران بیګا په یوې بیانیې کښې په دمشق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت باندې د اسرائیلو په توغندوي حملې کښې د سیمې د امنیت د دفاع کونکو اوه ایراني پوځي سلاکارانو د شهادت خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3488986 خپرونې تاریخ : 2024/04/02
ایکنا- په نیاوکي ټاټوبو کې صهیونیسټي ماشومان پر عیسوي سیلانیانو تر برید وروسته، د خپلو لویانو له خوا د دې کار د ترسره کولو خاطر ستایل کیږي.
د خبر لمبر: 3488980 خپرونې تاریخ : 2024/04/01
ایکنا- د اردن په لسګونو زره خلکو د غزې د خلکو په بشپړملاتړ کې د پرله پسې شپږمې ورځې لپاره مظاهرې وکړې.
د خبر لمبر: 3488969 خپرونې تاریخ : 2024/03/31
ایکنا- د یهودیانو لابي د امریکا په بهرني سیاست کې ځانګړي ځای لري. سره له دې چي یهودیان یواځې د امریکا د نفوس درې سلنه جوړوي، لیکن د امریکا د قدرت په جوړښت کې له ټولو زیات اثرګذاره دي.
د خبر لمبر: 3488965 خپرونې تاریخ : 2024/03/30
ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود وفرمائيل؛د صهیونیسټ رژيم د وحشیتوب او جنایتونو په وړاندې چې د امریکا او لویدیځ په بشپړملاتړ سره ترسره کیږي، د غزې د ولس تاریخي صبر،یوه داسې لویه ښکارنده ده چې حقیقتا اسلام ته عزت بخښلی او د فلسطین موضوع ئې د دښمن له غوښتې سره سره د نړۍ په لومړنۍ موضوع بدله کړې ده.
د خبر لمبر: 3488948 خپرونې تاریخ : 2024/03/27
د اردن خارجه وزیر په الاقصی جومات کې د دمسلمانانو د شتون دمحدودولو لپاره دصهیونیسټي رژيم په سیاستونو په سختو نیوکو سره د صهیونیسټانو ددغه اقدام دخطرناکو پائيلو په باب خبر داری ورکړ.
د خبر لمبر: 3488867 خپرونې تاریخ : 2024/03/12
ایکنا- د تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران راتلونکي پارلیماني انتخابات،د ایران دملت لباره یو لوي فرصت وبالۀ او په دغو پارلیماني انتخاباتو کئې ئې پرګډون ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3488771 خپرونې تاریخ : 2024/02/23
ایکنا- د اسرائيلو رسندویو له قدس سره نزدې د دوو صهیونیسټانو دهلاکت او څلوروکسانو د ټپی کیدا خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3488769 خپرونې تاریخ : 2024/02/22
ایکنا- د فرانسې په پارلیمان کې د حکومت مخالفو لسګونو استازو د پاریس په ۲۹۰۲۴ المپیک لوبو کې له ګډونه د صهیونیسټ رژيم دمحرومولو غوښته وکړه .
د خبر لمبر: 3488765 خپرونې تاریخ : 2024/02/22