قرآنی خبرونه - پاڼه 2

IQNA

بچوې
ایکنا-  الکوثر نړیوال ټلوېزیوني چینل  به د «إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازًا» د قرآني سیالۍ د نولسم پړاو وروستۍ مرحله د غدیر د نېکمرغه اختر په شپه په ژوندۍ بڼه خپره کړي.
د خبر لمبر: 3492859    خپرونې تاریخ : 2026/06/02

ایکنا- پزشکیان د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ایران د مسؤلانه دریځ په یادولو سره وویل؛د ایران اسلامي جمهوریت تل د ډیپلوماسي د موجودو ستونزو د حل تر ټولو اغېزشیندونکې  لاره بللې ده، خو له بده مرغه ځینو اړخونو، په ځانګړي ډول امریکا، د خپلو ژمنو په ماتولو او همدارنګه د صهیونیستي رژیم د بې‌ثباته کوونکو اقداماتو له لارې، ډیپلوماټیک بهیرونه له ستونزو سره مخ کړي دي.
د خبر لمبر: 3492856    خپرونې تاریخ : 2026/06/02

ایکنا - د مصر د مدیریّت او منظمونې  ادارې د الازهر د ۴ زره او ۵۱۷ قرآن ښوونکو استاذانو  لپاره د ځانګړې سیالۍ د ګډون کونکو د غوښتن لیکونو د ترلاسه کولو بهیر پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492855    خپرونې تاریخ : 2026/06/01

 ایکنا۰ د اسلامی انقلاب شهید رهبر په خپلو څرګندونو کې د «مائده» مبارکې سورې د درېیم آیت «اَلیَومَ یَئِسَ الَّذینَ کَفَروا مِن دینِکُم...» ته په اشارې سره د غدیر د پېښې قرآني تفسیر بیان کړی دی .
د خبر لمبر: 3492854    خپرونې تاریخ : 2026/06/01

ایکنا- د «هدی» نومې د نهم نندارتون مشر وویل: «په دغه نندارتون کې له سلو څخه زیات  د ایراني ـ اسلامي قالیو او  جامو تولیدوونکي او فعالان ګډون کوي او خپل محصولات به لږ تر لږه په ۲۰ سلنه تخفیف سره لیدونکو ته وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3492853    خپرونې تاریخ : 2026/06/01

ایکنا-  د امریکا ولسمشر د شیکاګو ښاروال او پاپ لئو څوارلسم ترمینځ لیدنې ته په اشارې سره، پر دواړو د ایران پر ضد له پوځي بریدونو سره د مخالفت  په وجه نیوکه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492852    خپرونې تاریخ : 2026/06/01

ایکنا- د کربلا د سترې قرآني جایزې د پنځم پړاو د سیالیو د قاضیانو نوملړ اعلان شو، چې د دغو ۱۶ قاضیانو له ډلې څلور تنه د ایران  مخکښ  قرآني استادان  دي.
د خبر لمبر: 3492851    خپرونې تاریخ : 2026/06/01

ایکنا- د «شهیدو فرښتو» په نوم هنري ننداره، چې د میناب د ۱۶۸ شهیدو  واړو وادو زده‌کوونکو پر مظلومیت متمرکزه وه، په انډونیشیا کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492849    خپرونې تاریخ : 2026/05/31

ایکنا- ډېری خلک باور لري چې د  یوسف (ع)سورې ضبط ریکارډ کول د شیخ سید سعید په ژوند کې اصلي او مهم بدلون و. همدغه ستر بریالیتوب هغه شهرت ته ورساوه او د «د قاریانو سلطان» لقب یې ورته په برخه کړ؛ داسې لقب چې تر نن ورځې پورې ئې د مصري قاریانو په مینځ کې  ساتلی دی.
د خبر لمبر: 3492847    خپرونې تاریخ : 2026/05/31

ایکنا -د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د حرمین شریفین د خادم د ډالۍ په توګه په حاجیانو باندې د قرآن کریم د ژباړل شوو نسخو  وېش پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492846    خپرونې تاریخ : 2026/05/31

ایکنا- د مصر د اوقافو وزارت د قرآن کریم د تلاوت د ډګر له سترو شخصیتونو څخه د «شیخ سید عبدالشافي هلال» د زوکړې کلیزه ونمانځله. نوموړی په مصر او اسلامي نړۍ کې د «د تلاوت د محفل سفیر» په لقب مشهور و.
د خبر لمبر: 3492845    خپرونې تاریخ : 2026/05/31

ایکنا – د ایران د لوېدیځې سیمې، کرمانشاه د اهل سنت د جمعې  امام ، د رمضان له جنګ راهیسې د ایران د خلکو د یووالي ستاینه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې د ایران د حکومت او وسله‌والو ځواکونو همغږي د ظالمانه بندیزونو په له مینځه وړلو او د ګډ  (ترکیبي) جنګ پای ته په  رسولو کې د ایران د ملت د استقامت نښه ده او دا ثابتوي چې د متحدو ملتونو لپاره د استکبار پر ضد مبارزه ممکنه ده.
د خبر لمبر: 3492844    خپرونې تاریخ : 2026/05/30

ایکنانیوز  یوه ویډیو ترلاسه کړې ده ،  چې د ۱۹۲۸ میلادي کال (یعني له  ۹۸ کاله مخکې) پورې اړه لري، داسې انځورونه  پکې ثبت  شوي  چې ښئي سل کاله مخکې، سره له دې چې د حج سفر ډېر سخت شرایط او مکې ته د رسېدو ګڼې ستونزې موجودې وې، خو د خدای کور ته د رسېدو مینه او شوق تر هر خنډه پیاوړی  او ولولناک و.
د خبر لمبر: 3492842    خپرونې تاریخ : 2026/05/30

ایکنا- مراکشۍ خبریالې او لیکوالې حیات لعلاب، ټینګار وکړ: حج د ګډ ژوند د پیاوړتیا، د نورو کلتورونو د منلو او د نورو ملتونو د دود او دستورونو  پر وړاندې د پرانیستې فضا لپاره یو فرصت دی، او د اسلامي امت لپاره د یووالي او ستر سیاسي او ټولنیز ې بیدارئ موسم ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3492841    خپرونې تاریخ : 2026/05/30

ایکنا - د امریکا د نیویارک ښاروال زهران ممداني د امریکا او صهیونیستي رژیم له‌خوا د ایران پر ضد تپلی جنګ یو ځل بیا  په کلکه غندلی او وئیلي ئې دي  چې دغه جنګ  باید پای ته ورسېږي.
د خبر لمبر: 3492840    خپرونې تاریخ : 2026/05/30

ایکنا - د انګلستان د بلکبرن ښار «البراق» جومات د خیریه خوراکي یخچال په جوړولو سره د اړمنو کورنیو د ملاتړ او د خوراکي توکو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره یو نوی ګام پورته کړی؛ دا ټولنیز نوښت د سیمې د اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492839    خپرونې تاریخ : 2026/05/30

د حج تاریخي ځایونه
ایکنا- د زمزم  چینې اوبه، هغه چینه چې د تاریخ له زړه او د مکې معظمې له مینځه راخوټېږي، یوازې د اوبو یوه سرچینه نه ده؛ بلکې د ایمان، هیله او برکت یوه تلپاتې کیسه ده چې د حضرت ابراهیم(ع) او د  بي بي هاجر له زمانې تر نن ورځې پورې ئې میلیونونه حاجیان او زائران خړوب کړي او لا هم د مسلمانانو په کلتور او عقایدو کې ځانګړی مقام لري.
د خبر لمبر: 3492836    خپرونې تاریخ : 2026/05/28

ایکنا- د حج د مراسمو په مناسبت د اسلامي انقلاب د ستر لارښود  پیغام، چې پکې د ایران د ملت له  قدرتمند مقاومت وروسته په سیمې کې د امریکا د دریځ کمزوري کېدو او د صهیونیستي رژیم د کمزورتیاموضوع یاده شوې وه، په نړیوالو رسنیو کې ئې پراخ انعکاس درلود.
د خبر لمبر: 3492835    خپرونې تاریخ : 2026/05/28

ایکنا- د ایرلینډ د فټ بال ملی لوبډلې روزونکي ټينګار کړی دی چې  باید د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د فټ بال په جنګ کې باید  بریالی شو.
د خبر لمبر: 3492834    خپرونې تاریخ : 2026/05/28

ایکنا- د یووالي او انسجام ډګر هم د مبارزې یوه بله صحنه ده. د هر هغه  اقدام  او خبرواترو  د مخنیوي لپاره ګډې هڅې به  چې د وحدت ماتولو سبب کېږي، قدرمن ایران  وروستۍ بریا ته ورسوي.
د خبر لمبر: 3492829    خپرونې تاریخ : 2026/05/26