ایکنا- د تاسوعا او عاشورا له شپو ورځو سره هممهاله، د اروپا په بېلابېلو ښارونو کېپه لسګونو زره شیعه مسلمانانو او د اهلبیت (ع) مینهوالو د ویر اوماتم تور بیرغونه پورته کړل او د «لبیک یا حسین» په شعارونو سره ئې د کربلا د آزادۍ، عزت او مقاومت پیغام د اروپا په زړه کې خپور کړ.
د خبر لمبر: 3492959 خپرونې تاریخ : 2026/06/27
ایکنا- د لبنان د پلازمېنې بیروت په سوېلي سیمې کې د شهید سید حسن نصرالله پر مزار د حسیني عاشورا د ویر او ماتم مراسم پیل شول.
د خبر لمبر: 3492957 خپرونې تاریخ : 2026/06/27
ایکنا - د مراکش د ملي لوبډلې او د انګلستان د فوټبال د مشهور کلب Manchester United لوبغاړي نصیر مزراوي، اعلان کړی چې له فوټبال څخه تر متقاعد وروسته غواړي قرآن کریم حفظ کړي او د یوه جومات د امام په توګه خدمت وکړي.
د خبر لمبر: 3492956 خپرونې تاریخ : 2026/06/25
ایکنا- د ایران د خراسان رضوي ولایت د مشهد المقدس ولسوال سید حسن حسینی، د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې د مراسمو لپاره د ښار د چمتووالي او په دغو مراسمو کې د ۱۵ میلیونه کسانو د ګډون د اټکل په یادولو سره وویل: «ولسوالي د مراسمو بشپړ ملاتړې ده او د ۱.۵ میلیونه کسانو لپاره مو د استوګنې ځایونه چمتو کړي دي، او د دې شمېر د زیاتولو لپاره هم چمتووالی لرو.
د خبر لمبر: 3492954 خپرونې تاریخ : 2026/06/25
ایکنا- د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف په یوې وروستۍ اعلامیې کې وئيلي دي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله زیانمن شوي ماشومان د ځانګړو درملیزو خوړو په ترلاسه کولو سره بېرته د روغتیا پر لور ستنېږي.
د خبر لمبر: 3492953 خپرونې تاریخ : 2026/06/25
ایکنا - د ایران یوه نړیوال قاری او تکړه قرآني فعال جعفر فردي په زړه پورې غږ سره د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې د اسراء سورې له لومړي تر دریم آیتونو پورې او دغه راز د نازعات سورې د ۲۶ او ۲۷ آيتونو په زړه پورې تلاؤت کړ ی دی .
د خبر لمبر: 3492952 خپرونې تاریخ : 2026/06/23
ایکنا- هغه الوتکه چې ایرانی ولسمشر پرې پاکستان ته راغلی، «میناب 168» نومېږي. دغه نوم په ایران کې پر یوه ښوونځي د برید پر مهال د شهید شویو ماشومانو په یاد کیښودل شوی دی. دا له جنګ وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر لومړنی بهرنی سفر ګڼل کېږي. له هغه سره د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ملګري دي.
د خبر لمبر: 3492950 خپرونې تاریخ : 2026/06/23
ایکنا- میرمن حورا یاسین باور لري چې مونږ ټول تر هر څه وړاندې د کربلا له مکتب سره تړاو لرو؛ یو داسې مکتب چې مونږ ته ئې قدرت ، عقیده، یقین، ایمان، صبر او زغم راکړی دی. د لبنان سرښندونکې کورنۍ اوس د کربلا د درسونو ژوندۍ بېلګې دي؛ ځکه چې دوی خپل ځانونه، مالونه او اولادونه قرباني کړي دي. همدا د ایمان قدرت دی چې مونږ ته ئې د مصیبتونو پر وړاندې د صبر توان راکړی، څو د خدای تعالی په مرسته او امید سره د مقاومت میراث ژوندی وساتو.
د خبر لمبر: 3492949 خپرونې تاریخ : 2026/06/23
ایکنا- د ملایشیا د ساراواک صوبې د چاپېریال ساتنې له اصولو سره سم یو ځانګړی نوښت خپل کړی چې د زړو، شلیدلو او له کاره لویدلو قرآنونو د درناوي او ښخولو لپاره کارول کېږي
د خبر لمبر: 3492946 خپرونې تاریخ : 2026/06/23
ایکنا - د فارس خلیج سیمې هېوادونو په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د جوماتونو معماري، د چاپېریال ساتنې او د انرژۍ د اغېزمن مصرف له اصولو سره سمه بدله او اوسمهماله کړي.
د خبر لمبر: 3492942 خپرونې تاریخ : 2026/06/22
د کربلا د قرآني نړیوالو سیالیو دویم مقام ګټونکی؛
ایکنا- د کربلا د سترې جایزې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د پنځم پړاو د تحقیق قرائت څانګې دویم مقام ګټونکي امید حسینینژاد ، د ایران د قرآني کاروان د بریا راز د هېواد د استازو لوړ پخوالی او پراخې تجروبې وبللې او وې ویل:ایراني قاریان تر دې چې نړیوالو ډګرونو ته وارد شي، د سیالیو بېلابېل پړاوونه تېروي، له همدې امله تل د هرې سیالۍ په ډګر کې د لوړو مقامونو د ترلاسه کولو له اصلي مدعیانو څخه وي.
د خبر لمبر: 3492939 خپرونې تاریخ : 2026/06/21
ایکنا- د سپاه پاسدارانو په اعلامیې کې وئیلي دي، د جنګ د پای د تفاهمليک د لومړۍ مادې د نه پلي کېدو په اړه د امريکا د څرګندې ژمنې ماتونې او بدعهدۍ، او همدارنګه د لبنان په جنوب کې د صهيونيسټي رژيم له لورې د اوربند د پرلهپسې او دوامدارې خلاف ورزئ په غبرګون کې به ، هرمز تنګی د بېړيو او کشتیو د تګ راتګ پر مخ وتړل شي.
د خبر لمبر: 3492937 خپرونې تاریخ : 2026/06/21
ایکنا- د لبنان حزبالله له کلونو راهیسې ځان د یوې اوږدمهاله جنګ لپاره چمتو کړی دی. د لبنان په جنوب کې دسرنګونو کندل او تر ځمکې لاندې پناهځایونو پراخ او پېچلی چینل جوړ شوې چې د ځواکونو او د توغندیو د ویشتلو ځایونو موندل او په نښه کول د هر پوځ لپاره، حتی که بشپړ هوائي برلاسی هم ولري، ډېر ستونزمن کوي.
د خبر لمبر: 3492936 خپرونې تاریخ : 2026/06/21
د پاکستان لومړي وزیر او د سعودي عربستان ولیعهد د ایران او امریکا ترمینځ د مذاکراتو په راتلونکو پړاوونو کې پرمختګ «حیاتي او ډېر مهم» وباله.
د خبر لمبر: 3492935 خپرونې تاریخ : 2026/06/20
ایکنا- د سعودي عربستان د قطیف سیمې شیعیان، سره له دې چې د چارواکو له خوا پرې امنیتي او مذهبي محدودیتونه لګول شوي، د محرم میاشتې مراسم ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3492934 خپرونې تاریخ : 2026/06/20
ایکنا- د مکې د قرآن کریم میوزیم د قرآن کریم یوه بېسارې نسخه، چې په یوولسمې هجري قمری پېړۍ پورې اړه لري، د لیدونکو لپاره نندارې ته وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3492933 خپرونې تاریخ : 2026/06/20
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اسرائیلي رژیم د کورني امنیت د وزیر د پاروونکو څرګندونو په غبرګون کې ویلي: «د مرګ فرقه د ټول بشریت لپاره یو ګواښ دی.»
د خبر لمبر: 3492932 خپرونې تاریخ : 2026/06/20
ایکنا - په ؛سکوی پرواز» نومې کتاب کې د تحریم سورې د ۱۱ او ۱۲ آیتونو په استناد،د حق او باطل په مقابلې کې د ښځو رول یوازې یو فرعي او حاشیه اي شتون نه، بلکې یو اساسي او اغېزشیندونکی رول بلل شوی دی. دا رول د فرعون له مېرمنې آسیه او حضرت مریم (س) څخه پیلېږي او د عاشورا په غورځنګ کې د حضرت زینب (س) په مشرۍ خپل اوج ته رسېږي.
د خبر لمبر: 3492926 خپرونې تاریخ : 2026/06/18
ایکنا- د ایران د قرآن کریم د نړیوال قاري هاشم روغني په ښکلي غږ سره د قرآن کریم د محمدسورې له ۱ څخه تر ۹ آیتونو او د سورې بینه له ۱ څخه تر ۴ آیتونو تلاوت، چې د امام رضا (ع) په سپېڅلي حرم کې شوی،
د خبر لمبر: 3492925 خپرونې تاریخ : 2026/06/17
ایکنا- د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت اعلان کړی چې د روان حج په موسم کې ئې حاجيانو ته درې لکه ۷۴ زره او ۶۶۰ د قرآن کريم نسخې ډالۍ کړې دي.
د خبر لمبر: 3492924 خپرونې تاریخ : 2026/06/17