ایکنا- د بریتانیا د لندن ښاروال په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې له اسلامه د ویرونې پروسه د دې لامل کېږي چې بریتانوي مسلمانان ځانونه د دویمې درجې ښاریز احساس کړي.
د خبر لمبر: 3493166 خپرونې تاریخ : 2026/08/10
ایکنا- په فرانسې کې یوې محکمې، پاریس ته څېرمه د یوه جومات د قرآن کریم د تلاوت په پلمه د شپږو میاشتو لپاره د تړلو پرېکړه تایید کړې ده؛ دغې قضیې د اسلامي عقایدو او عبادتونو پر وړاندې د حکومت د څارنې په اړه نوې اندېښنې راولاړې کړې دي.
د خبر لمبر: 3493163 خپرونې تاریخ : 2026/08/10
ایکنا- ؛کردان او د قرآن ژبه» نومې مستند فلم د عراقي فلم جوړونکي او تهیه کوونکي «حیدر غني» نوې پروژه ده چې د عراق په کردستان کې فیلمبرداري شوې ده.
د خبر لمبر: 3493162 خپرونې تاریخ : 2026/08/10
د پزشکیان د ولسمشرۍ ددریم کال پيل!
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ولسمشرۍ ددریم کال له پيلیدا سره په یووخت د اسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید مجتبی حسینی خامنه اي سره وکتل.
د خبر لمبر: 3493160 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
ایکنا- یو فرانسیسی فعال سباستین، د ترکیې په اډانه ښار کې د «فلسطین کاروان» په نوم د همپالنې په حرکت کې د ګډون پر وخت د شهادتینو په ویلو سره مسلمان شو او د ځان لپاره ئې د «یوسف» نوم غوره کړ.
د خبر لمبر: 3493159 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
د آیتالله یعقوبي نظر!
ایکنا- آیتالله شیخ محمد یعقوبي، چې د اهل تشیّع یو دیني مر جع دی، په اوسنۍ زمانې کې د رسنیو د مسؤلیت پر حساسیت ټینګار وکړ او د پېښو په رامنځته کولو او بڼه ورکولو، د عامه افکارو په لارښوونه او د ټولنو د پوهاوي په لوړولو کې یې د رسنیو رول ټاکونکی وباله.
د خبر لمبر: 3493158 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
ایکنا- د ترکیې په ختیځ اناتولیه کې د «ګوندوزبي» نومې د اوبو رسولو تأسیسات په داسې ځای بدل شوي چې هېڅکله پکې د قرآن کریم غږ نه خاموشېږي؛ دا یو داسې دود دی چې له څه باندې درې لسیزو راهیسې شپه او ورځ، پرته له وقفې، په کې دوام لري.
د خبر لمبر: 3493157 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
ایکنا- د امام حسین(ع) د سپېڅلي حرم دارالقرآن، چې د نجف له علمي حوزې سره په همکارۍ ئې د امام حسین(ع) د اربعین په مناسبت د قرآني تمځایونو طرحه جوړه کړې وه، له ۸۰ زرو څخه زیاتو زائرینو ته د خدمت له وړاندې کولو وروسته دغه طرحه پای ته ورسوله.
د خبر لمبر: 3493156 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
ایکنا- د سعودي عربستان د قرآن کریم د حفظ، تلاوت او تفسیر په باب د ملک عبدالعزیز د نړیوالوقرآنی سیالیو د ۴۶ پړاؤ مقدماتي مرحله له جمعې ورځې ، یعني د زمري دمیاشتې له ۱۶،په مکې مکرمې کې د دغو سیالیو په ځاي کې د ۱۳۳ هېوادونو د ۳۳۴ نارینه او ښځینه ګډونوالو په شتون سره پیل شوه.
د خبر لمبر: 3493155 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
د پاکستان دفاع وزیر د سعودي عربستان او ترکیې له هېوادونو سره د خپل هېواد ګډ دفاعي تړون د اسلامي نړۍ د یووالي د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د حل لپاره یو نوی فرصت وباله او وې ویل؛د اسرائیلو تیریګر رژیم زمونږ ټولو لپاره یو ګواښ دی؛ نو مسلمان هېوادونه باید د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره د خپل یووالي پیاوړتیا او همغږۍ، تګلارې تعقیب کړي.
د خبر لمبر: 3493154 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
ایکنا- د قرآن کریم یوه خطي نسخه چې څه باندې زر کاله وړاندې لیکل شوې، په دې وروستیو کې په مکې مکرمې کې نندارې ته وړاندې شوه.
د خبر لمبر: 3493151 خپرونې تاریخ : 2026/08/08
ایکنا- د امام حسین (ع) د اربعین مراسم د سه شنبې په ورځ، د زمري په ۱۳ ، د کربلا په سپېڅلي ښار او د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د اباعبدالله الحسین (ع) د میلیونونو مینهوالو او زائرانو په پراخ او پرتمین ګډون سره ترسره شول.
د خبر لمبر: 3493148 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا- زینب، یوه عراقي ماشومې نجلۍ چې په لیسې کې زدهکړې کوي، په یوه د ستاینې وړ اقدام کې وتوانېدله چې د قرآن کریم ټول حفظ یوازې په ۴۳ شپو ورځو کې بشپړ کړي.
د خبر لمبر: 3493145 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا- د کربلا معلی والي وئيلی دي،چې د امام حسین (ع) د اربعین په ولولناک پلی لاریون کې له ۲۲ میلیون زیارتوالو ګډون کړی دی.
د خبر لمبر: 3493144 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا- په کربلا معلی کې د حسینی اربعین میلیوني مراسم او د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د اربعین لمانځنه د امریکا د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس له له پراخ انعکاس او پوښښ سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3493143 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا- د بني عامر موکب، چې د عراق د بصرې ولایت اړوند د حسینی اربعین تر ټولو ستر موکب ګڼل کېږي، او هر کال د وخت د شرایطو له مخې خپل پیغام د هنري او تجسمي بڼو له لارې د عزادارۍ ترڅنګ خلکو ته وړاندې کوي، سږکال هم کربلا معلی ته ورسېد او د خپلې سترې غونډې قرآني پیغام ئې رسماً نندارې ته وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3493139 خپرونې تاریخ : 2026/08/05
د ایران او عراق د قرآني فعالانو په ګډون
ایکنا- د حسيني اربعین د پیاده میلیوني لاریون سره هممهاله، د « شهید امام د وینې غوښتنې کاروان» نومې غونډه د ایران او عراق د قرآني ټولنې د غړو او د نورو اسلامي هېوادونو د یو شمېر زائرانو په پراخ ګډون، د نجف – کربلا د دمیلیوني ولولناک لاریو پر لاره ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3493137 خپرونې تاریخ : 2026/08/05
د وحی پیغام
ایکنا - د قرآن کریم د نحل سورې په ۸۹ آيت کې راغلي دي ؛ وَنَزَّلْنَا عَلَیْکَ الْکِتَابَ تِبْیَانًا لِکُلِّ شَیْءٍ
د خبر لمبر: 3493136 خپرونې تاریخ : 2026/08/04
ایکنا- له پرون راهسې د حسینی اربعین دستورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې میلیونونو مسلمانان او د اهلبیتو مینهوالو، د حضرت امام حسین(ع) او د هغه د وفادارو یارانو د شهادت د څلوېښتمې ورځې په مناسبت سړکونو ته ووتل او د حسيني اربعین د ماتمي مراسمو په ترسره کولو سره ئې له سیدالشهدا(ع) سره خپله وفاداري تازه کړه.
د خبر لمبر: 3493134 خپرونې تاریخ : 2026/08/04
ایکنا- د حسینی اربعین د زائرانو پر لاره د «قرآني تمځایونو» پروګرام، چې د قرآني فرهنګ د دودیدا، د زائرانو د قرائت د اصلاح، د اربعین له فرصت څخه د قرآني ارزښتونو د بنسټیز کولو، او زائرانو ته د وړیا قرآني خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوی، د لیدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3493133 خپرونې تاریخ : 2026/08/04