ایکنا- د هسپانیا سفیر له حامد شاکر نژاد سره، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د قرآن سفیر بلل کېږي، لیدنه کړې او په دغې کتنې کې پر ایران وروستی برید ئې غندلی او د ملتونو د یووالي او د ظلم او تاوتریخوالي پر ضد ئې د فرهنګ او الهي دینونو پر رول ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492774 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا- دد نړئ د کاتولیکانو رهبر پاپ لئو څوارلسم د واتیکان تر ټولو لوړ افتخاري ډیپلوماتیک مډال د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر،محمد حسین مختاري ته ورکړ.
د خبر لمبر: 3492773 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل د امریکا د سرزورئ پر وړاندې مقاومت کوم ناپېژندل شوی جنګ نه دی. زمونږ ډېری هېوادونه له دغه ډول دباؤ او کرکې ډکو زورواکیو سره په بېلابېلو بڼو کې لاس او ګریوان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492772 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا- په داسې حال کې چې ټاکل شوې د امریکا او چین ولسمشران په بېجینګ کې سره خبرې کوي، د جنوبي اسیا هېوادونه د سترو قدرتونو د سیالۍ، د ایران په ضد د امریکا او صهیونیسټي رژيم د جنګ د اغېزو او د Strait of Hormuz د نوي انتظام په خاطر اندېښمن دي؛ هغه وضعیت چې د سیمې اقتصادي او امنیتي معادلې ئې لا پسې پېچلې کړې دي. دغه هېوادونه اوس په داسې حساس حالت کې دي چې د واشنګټن او بېجینګ ترمینځ د انډول د ساتلو هڅه کوي.
د خبر لمبر: 3492768 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت یوه تکړه او غوره نړیوال قاری حمید رضا احمدي وفا د انعام سورې له ۱۶۰ تر ۱۶۵ پورې آیتونه او دغه راز د نصر سورې په زړه بورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3492766 خپرونې تاریخ : 2026/05/13
ایکنا - د بحرین آل خلیفه رژيم په وروستیو شپو ورځو کې نوي امنیتي سختوالئ او توپيري او له تعصبه ډک اقداماتو ته مخه کړې ده ، په هغو یو دا چې حکومتي ځواکونو پر شیعه دیني عالمانو او د دې هېواد د دیني حوزې پر مهمو شخصیتونو چاپې او نیونې وکړې. دا وضعیت د وروستیو کلونو تر ټولو پراخ امنیتي اقدام بلل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492765 خپرونې تاریخ : 2026/05/13
ایکنا - Al-Quds International Institution د قدس له خلکو او هغو فلسطینیانو څخه چې په نیواکي سیمو کې اوسیږي، غوښتنه کړې چې د راتلونکو پنجشنبې او جمعې په ورځو کې په پراخه کچه په الاقصی جومات کې حاضر شي، څو د صهیونیستي رژیم او ښارګوټو مېشتوصهیونیسټانو د اقداماتو پر وړاندې ودرېږي. دا غوښتنه د قدس د نیواکګرئ د کلیزې او د «بیرغونو لاریون» له مراسمو سره هممهاله شوې ده.
د خبر لمبر: 3492764 خپرونې تاریخ : 2026/05/13
ایکنا - د سعودي عرب د عامه ترانسپورټ ادارې د مدینې د سیمې د پراختیا ادارې په ملګرتیا سره د قبا جوما( Quba Mosque )په ساحې کې د بېډرائيور ه بس ازمایښتي پروژه پیل کړې ده.
د خبر لمبر: 3492763 خپرونې تاریخ : 2026/05/13
ایکنا- د سعودي عربستان د پاچا په موافقېسره ، د لومړي ځل لپاره د ښځو څانګه د دغه هېواد د قرآن کریم د حفظ، قرائت او تفسیر تر ټولو سترو سیالیو ته ورزیاته شوه.
د خبر لمبر: 3492761 خپرونې تاریخ : 2026/05/12
ایکنا- د عربستان او کویت چارواکو د بحرین د دا هل تشیَع د روحانیونو او عالمانو پر ضد د بحرین د حکومت له اقدام څخه ملاتړ وکړ؛ هغه اقدام چې د سیاسي مخالفینو د سیستماتیک ځپلو یوه بڼه ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3492759 خپرونې تاریخ : 2026/05/12
ایکنا- د هندوستان د اوترپردش صوبې یوې مسلمانې معلمې یا ښوونکې ویلي چې د روزنیز پروګرام له پیل څو ورځې وروسته یوازې د حجاب د اغوستو په وجه له دندې ګوښه کړئ شوې ده.
د خبر لمبر: 3492758 خپرونې تاریخ : 2026/05/12
ایکنا -د مکې مکرمې د قرآن کریم میوزیم یوه له تر ټولو نادرو خطي نسخو څخه ساتي، چې د لیدونکو او د قرآن د تاریخ د څېړونکو پام ئې ځان ته اړولی دی؛ دا یو داسې نادر قرآن دی چې یوازې ۶۰ مخونه لري.
د خبر لمبر: 3492757 خپرونې تاریخ : 2026/05/12
د شهید رهبر په حضور کې د تلاوت روایت!
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت یو نړیوال قاري،د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د نه شتون له درده،د هغه په حضور کې د خپل لومړي تلاوت او د معظمله له خوا د عباد ډالۍ کېدو خاطره بیان کړې ده.
د خبر لمبر: 3492754 خپرونې تاریخ : 2026/05/11
ایکنا- د قرآن کریم یوه خطي نسخه، چې اټکل کېږي له زرو کلونو څخه زیات لرغونتوب لري، د تایلینډ د اسلامي فرهنګي میراث په میوزیم کې نندارې ته وړاندې شوې ده.
د خبر لمبر: 3492753 خپرونې تاریخ : 2026/05/11
ایکنا- د ناروې د دیني او فکري مشرانو غونډه د دغه هېواد په پلازمېنې اسلو کې د دیني او فکري بنسټونو د لوړپوړو استازو په ګډون ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492750 خپرونې تاریخ : 2026/05/10
ایکنا- سره له دې چې د حج د زیارتوالو لېږد درې اوونۍ مخکې پیل شوی ، سعودي عربستان ناڅاپه د عمر محدودیت په وضع کولو سره له ۱۵ کلونو څخه کم عمره زیارتوالو پر داخلېدو بندیز ولګاوه.
د خبر لمبر: 3492745 خپرونې تاریخ : 2026/05/09
ایکنا- په قطر کې د قرآن او عربي ژبې د زدهکړې د پراختیا او دودونکې کمیټې مشر اعلان وکړ چې د د قرآن ښوونکی یا زده کړې پروګرام دویمه اوونۍ د زدهکوونکو، استادانو او والدینو له پام وړ ګډون سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3492743 خپرونې تاریخ : 2026/05/09
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د فرانسې له ولسمشر سره په ټيلیفوني خبرو کې دواړو لورو د سیمې د سټراټژيک وضعیّت په تیره بیا د هرمز تنګي د وروستي وضعیّت او د ایران د اسلامی جمهوریت او امریکا ترمینځ د خبرواترو او اور بند د لومړنئ موافقې د بهیر په ارزونې سره ، خپلې لیدتوګې او ارزونې مطرح کړې.
د خبر لمبر: 3492741 خپرونې تاریخ : 2026/05/07
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت یوه نړیوال قاری او د قرآنی چارو تکړه فعالا سید جواد حسینی د احزاب سورې له ۳۸ تر ۴۷ آیتونو پورې په زړه پورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3492740 خپرونې تاریخ : 2026/05/07
ایکنا- د ایرانیو حاجیانو د لیږد د بهیر په چټک کیدا سره ، د ایرانیو حاجیانو د حج تمتع د ویزو زیاتره برخه صادره شوې ده.
د خبر لمبر: 3492739 خپرونې تاریخ : 2026/05/07