قرآنی خبرونه - پاڼه 5

IQNA

بچوې
ایکنا- ډیری تحلیلي او څيړونکو خپرونو او  ارزونو څخه داسې معلومیږي چې زیاتره کارپوهان په دې اند دي چې ایران د وروستیو دوو جګړو په ترڅ کې د امریکا او اسرائیلي رژیم تر ټولو سخت او زیانمن اقدامات وزغمل، خو بیا هم په نتیجې کې له سټراټیژیک پلوه برلاسی پاتې شو او خپل  امریکائي اوا صهیونیسټي دښمنان ئې د اوربند او شاتګ منلو ته اړ کړل.
د خبر لمبر: 3492923   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا- د الازهر شيخ احمد الطيب د نوي هجري قمري کال په مناسبت په خپل پيغام کې له ټول اسلامي امت څخه وغوښتل چې د اعتدال او مینځ لاریتوب  تګلاره دې خپله کړي او د استقامت، هوډ، ارادې، د حق پر لار د ټينګ پاتې کېدو او د اسلامي خاورو او وطنونو د حرمت ساتنې له ارزښتونو دې الهام واخلي.
د خبر لمبر: 3492922   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا- د افغانستان د شیعه علماوو شورا د محرم  الحرام  د غمجنو شپو ورځو  د رارسېدو په مناسبت په خپرې کړئ اعلامیې کې له امنیتي مسئولینو غوښتي چې د محرم او عاشورا د مراسمو د پرتمین او خوندي ترسره کېدو زمینه برابره کړي او د ټولو ښاریزو دیني او مذهبي حقوقو ته پاملرنه وکړي.
د خبر لمبر: 3492919   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا- د محرم میاشتې د رارسېدو په درشل کې، د حضرت امام حسین (ع)د  سپېڅلې آستان  د حرم د ګنبد د بیرغ د بدلولو د مراسمو نېټه اعلان کړه.
د خبر لمبر: 3492918   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا-  د «خطي نسخې؛ هویت او دوامداره پرمختګ» په عنوان سره  نندارتون د متحده عربي اماراتو د پوهنتون په همکارۍ د شارجې په «بیت الحکمه» (د حکمت کور) کې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492917   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا- د علوي سپېڅلي آستان له لورې د نهج‌البلاغې د يوې نفيسې او ګنجينه‌ ا ي نسخې د ليکلو د پروژې د پيل خبر ورکړل شوی، چې د اسلامي نړۍ په کچه د خپل ډول لومړنۍ پروژه بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492916   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا-  د ملک فهد د قرآن کريم د چاپ  کمپلیکس  د قرآن کريم د معناوو غږيزې ژباړې په تاجيکي او ويتنامي ژبو د خپلې رسمي وېبپاڼې له لارې د مخاطبانو لپاره وړاندې کړې دي.
د خبر لمبر: 3492912   خپرونې تاریخ : 2026/06/15

ایکنا-  د مصر په قاهره کې د ازبکستان  د سفارت په همت سره د ازبکستان د اسلامي تمدن میوزيم د نړۍ د ريکارډونو (ګينس) په کتاب کې د ثبتېدو په مناسبت ځانګړې غونډه جوړه کړه.
د خبر لمبر: 3492911   خپرونې تاریخ : 2026/06/15

ایکنا- د پاکستان شیعه عالمانو د محرم د میاشتې د عزادارۍ په مراسمو کې د ګډونوالو د امنیت د تضمین لپاره د اړینو تدبیرونو پر اهمیت ټینګار کړی او د اسلامي یووالي د پیاوړتیا او د دې میاشتې د مراسمو د مسئولیت‌پالنې او منظمې ادارې په فضا کې ئې  د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492910   خپرونې تاریخ : 2026/06/14

ایکنا - د ایران د خراسان رضوي والي غلامحسین مظفري د «مجاهد او شهید رهبر» د  جنازې  او تدفین د مراسمو لپاره د پراخو  پلانونو د چمتووالی  خبر ورکړ او وې ویل چې دغه ولایت د میلیونونو زائرانو د هرکلي لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د خبر لمبر: 3492908   خپرونې تاریخ : 2026/06/14

ایکنا - په کربلا معلی کې د امام حسین(ع) او حضرت ابوالفضل العباس(ع) د سپېڅلو حرمینو دېوالونه، انګڼونه او د بین‌الحرمین سیمه د محرم میاشتې د رارسېدو په مناسبت په تورو بیرغونو او د ماتم په نښو سینګار او تورپوشه شوې ده.
د خبر لمبر: 3492906   خپرونې تاریخ : 2026/06/14

ایکنا - کیسه له ۱۹۶۰  لسیزې څخه پیلېږي، هغه مهال چې استاد محمد صدیق منشاوي د قرآن کریم بشپړ تلاوت د مصر د قرآن راډیو لپاره ثبت کړ. که څه هم د ارزونې کمېټې دغه تلاوت تأیید او وستایه، خو شیخ خپله پرې بشپړ راضي نه و. له ثبت شویو تلاوتونو تر اورېدو وروسته ئې احساس کړه چې ځینې ټیپونه ئې د هغه له معیارونو سره سمون نه خوري، نو په رسمي ډول ئې غوښتنه وکړه چې د هغو ځینې برخې له سره ثبت کړي.
د خبر لمبر: 3492905   خپرونې تاریخ : 2026/06/14

ایکنا-  د پاکستان  د پنجاب  صوبې د اوقافو ادارې اعلان کړی چې د قرآن کریم د چاپ بهیر به په جدي ډول وڅاري او د هر ډول لفظي او مفهومي تحریف او همدارنګه چاپي تېروتنو مخه به ونیسي.
د خبر لمبر: 3492902   خپرونې تاریخ : 2026/06/13

ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا(ص) د مرکزي  غونډ قومندان په میدانونو او سړکونو کښې د اسلامي ایران د ولس  پياوړی شتون، د وسله والو ځواکونو مضبوطه اډاڼه وبلله او وې ویل: نړیوال به ډیر زر په دنیا کښې په تیري ګر او ترهګر دښمن باندې د مقاومت د غلبې او د ایران او ایراني د بریالیتوب انګازې واوري.
د خبر لمبر: 3492901   خپرونې تاریخ : 2026/06/13

ایکنا- د بې‌وزلۍ او بیروزګارئ  زیاتوالی د نیجریه د مسلمانانو په ټولنې کې د ټولنیزې نابرابرۍ او د افراطي وسله‌والو ډلو د راټوکېدو لامل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492900   خپرونې تاریخ : 2026/06/13

ایکنا - د ایران ځواب هم چټک او مستقیم وي ؛ لکه په بحرین، کوېت او اردن کې ئې د امریکا پوځي اډې د توغندوي  او بې‌پیلوټه الوتکو په شیشت کې راوستې او ټارګټ ئې کړې . دغه تکراري لړۍ یوه اساسي پوښتنه راپورته کوي: ولې ټرمپ، سره له دې چې څو ځله ئې د ناکامۍ تجروبه کړې، بیا هم د ایران پر وړاندې پوځي حل لارې ته مخه کوي؟
د خبر لمبر: 3492898   خپرونې تاریخ : 2026/06/12

ایکنا -د اسلامی انقلاب معظم لارښود د نجف  اشرف د علمیه حوزې د یوه لوي  دینی عالم او ستر دیني مرجع د رحلت په مناسبت  پخپل پیغام  تسلیت ووایه او د هغه د حوزووي و علمي  خدماتو په ستاینې سره ئې  د افغانستان ملت او د هغه کورنئ ته تسلیّت ووایه.
د خبر لمبر: 3492897   خپرونې تاریخ : 2026/06/11

ایکنا- د اهل سنتو د دیني مدرسو د زده‌کوونکو او روحانیونو د قرآن کریم د سیالیو  دولسمه مرحله  د ښځو او نارینه‌وو لپاره د حفظ او قرائت په برخو کې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492895   خپرونې تاریخ : 2026/06/11

ایکنا – د بوسنیا او هرزګوینا د Zenica ښار د قرآني ښوونځیو (کتاب) د ۲۰۲۵ ـ ۲۰۲۶ تعلیمي کال د پاي مراسم د دغه ښار د اسلامي شورا په نوښت د زینیتسا په امفي تیئټر کې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3492892   خپرونې تاریخ : 2026/06/11

ایکنا- یوه تکړه مصري قاري او د قرآن کریم نړیوال قاضی شیخ عبدالفتح طاروطي( Sheikh Abdel Fattah Tarouti) د حسيني آستان  د قرآني فعالیتونو او د قرآن د پروګرامونود  ملاتړ  د څانګې ستاینه وکړه.
د خبر لمبر: 3492890   خپرونې تاریخ : 2026/06/10