ایکنا- شیخ عوض عبدالله الفردي نه یوازې د مصر د دولت یا محفل تلاوت نومې ټيلیویژني قرآني سیالۍ تر ټولو مشر ګډونوال ؤ ، بلکې د دې پروګرام تر ټولو الهامبخښونکی شخصیت هم ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3493085 خپرونې تاریخ : 2026/07/27
کینیايي سیاسي فعال:
ایکنا- یو کینیائي سیاسي فعال، د فلسطین د آرمان په ملاتړ کې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د دریځونو په ستایلو سره وویل: شهید آیتالله العظمی امام خامنهای یوازې د ایران یا د اسلامي نړۍ رهبر نه و، بلکې د ټولو مستضعفو خلکو، په ځانګړي ډول د نړۍ د جنوب د ملتونو اتل و. هغه د فلسطین د مسئلې په دفاع کې له تر ټولو ثابتقدمو شخصیتونو څخه و.
د خبر لمبر: 3493083 خپرونې تاریخ : 2026/07/27
ایکنا- د سعودي عربستان د جدې ښار «مدینة الطیبات العالمية للعلوم والمعرفة» میوزیم د قرآن کریم د نادرو او ارزښتناکو خطي نسخو له تر ټولو مهمو ټولګو څخه یوه ساتلې ده.
د خبر لمبر: 3493082 خپرونې تاریخ : 2026/07/26
ایکنا- د مدینې د پاچا فهد د قرآن کریم د چاپ او خپرولو کمپلیکس د خپلې رسمي وېبپاڼې له لارې د نړۍ په بېلابېلو ژبو د قرآن کریم له ۴۴ څخه زیاتې ډیجیټلي ژباړې د ټولو مینهوالو لپاره د لاسرسي وړ کړې دي.
د خبر لمبر: 3493079 خپرونې تاریخ : 2026/07/26
ایکنا- د کربلا سپېڅلی ښار پرون د «نداء الاقصی» نومې پنځم نړیوال کنفرانس کوربه ؤ. په دغه کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو پلاوي او شخصیتونه ګډون وکړ،او د فلسطین د آرمان د ملاتړ لپاره د رسنیو او روایت رول ئې وڅېړ او د ناسمو معلوماتو پر وړاندې ئې د مبارزې او عامه پوهاوي د رامنځته کولو لپاره د حسیني انقلاب له اصولو پر الهام اخستو وشو .
د خبر لمبر: 3493078 خپرونې تاریخ : 2026/07/26
دښمن ته په خطاب کې د سردار عبداللهي پیغام
ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا (ص) د مرکزي غونډ قوماندان په یوه پیغام کې ووئيل؛ له دې وروسته، د هر هغه ایرانی وګړي د شهادت په بدل کې چې شهید شي، یو امریکائی عسکر به ووژل شي
د خبر لمبر: 3493077 خپرونې تاریخ : 2026/07/25
ایکنا- د الازهر د افراطیت ضد څار مرکز د ۲۰۲۶ نړیوال جام د سیالیو پر مهال د اسلامضده پروسې او کرکې د خپرېدو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د خبر لمبر: 3493076 خپرونې تاریخ : 2026/07/25
د سینګاپور باعلوي جومات؛
ایکنا- د سینګاپور باعلوي جومات د اسلامي میراث د ساتنې او معرفي کولو په یو مهم مرکز او د بېلابېلو دینونو د پیروانو ترمینځ د ګډ ژوند او خبرو اترو په یوه پُل بدل شوی دی.
د خبر لمبر: 3493075 خپرونې تاریخ : 2026/07/25
د ۸ اسلامي هېوادونو ګډه اعلامیه؛
ایکنا- د اتو عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې په مسجدالاقصی کې د صهیونیسټي رژیم د پاروونکو اقداماتو د زیاتېدو غندنه کړې او ټینګار ئې کړی چې اسرائیل په دې مبارک جومات کې هېڅ ډول حقوقي او تاریخي حق نه لري.
د خبر لمبر: 3493074 خپرونې تاریخ : 2026/07/25
ایکنا- د امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم اړونده د موکبونو او حسيني پلاؤ څانګې اعلان کړی چې د عراق له بېلابېلو ولایتونو او همدارنګه له یو شمېر عربي، اسلامي او نورو هېوادونو څخه د سږکال حسینی اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره له ۱۳ زرو او ۵۰۰ څخه زیات موکبونه ثبت شوي دي.
د خبر لمبر: 3493073 خپرونې تاریخ : 2026/07/25
ایکنا- د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ووئيل چې د فلسطین د خلکو له حقوقو څخه نړیوال ملاتړ به لا هم زیات شي
د خبر لمبر: 3493072 خپرونې تاریخ : 2026/07/25
د سپاه پاسدارانو خبرداری!
ایکنا- سپاه پاسدارانو په سیمې کې د امریکائي پوځي مرکزونود کوربه هیوادونو خلکو ته په خطاب کې خبرداری ورکړی، دامریکائي پوځيانو د پوښښ اوپټيدا له ځایونو دې فوري لیرې شي.
د خبر لمبر: 3493070 خپرونې تاریخ : 2026/07/24
ایکنا- د امریکا د ټیکساس ایالت په شمالي سیمو کې بېلابېلو جوماتونو د اسلام د دین له ښوونو سره د خلکو د لا زیاتې بلدتیا په موخې سره خپلې دروازې د عامو خلکو پر مخ پرانیستي دي.
د خبر لمبر: 3493069 خپرونې تاریخ : 2026/07/23
ایکنا – په لبنان کې د «سراج میډیا» رسنیزې ډلې د سل ورځني پروګرام او د مستحبي عبادتونو او ورځنیو تلاوتونو د لارې نقشې په جوړولو سره داسې فرصت برابر کړی چې ځوان نسل یوازې د ماتم په شپوورځو کې نه، بلکې د خپل ورځني ژوند په بهیر کې هم د مقاومت د سیدالشهدا له عملي مکتب سره مل پاتې شي.
د خبر لمبر: 3493068 خپرونې تاریخ : 2026/07/23
ایکنا- ملایشیا د پرلهپسې څو کلونو لپاره یو ځل بیا د مسټرکارډ – کریسنټ ریټینګ ۲۰۲۵» د مسلمانانو د نړیوال سفر په ګراف کې لومړی مقام خپل کړ او د نړۍ د غوره حلال ټوریزم مقصد په توګه ئې خپل ځای ټينګ وساته.
د خبر لمبر: 3493067 خپرونې تاریخ : 2026/07/23
ایکنا – په داسې حال کې چې په سماح په سسټم کې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د حسینې اربعین د زیارتوالو د نامو د ثبتولو بهیر خپل اوج ته نږدې کېږي، تر اوسه له یو میلیون او ۵۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو په دې مراسمو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې ده؛ په دغو زیارتوالو کې کې له ۱۷ ورځني نوزېږېدي ماشوم څخه تر ۱۱۰ کلن زائر پورې کسان شامل دي.
د خبر لمبر: 3493066 خپرونې تاریخ : 2026/07/23
ایکنا- ګینه هیواد له فرانسې څخه په رسمي ډول غوښتي چې د لوېدیځې افریقا د فرانسوي استعمار پر ضد د مبارزې د مخکښ رهبر ساموري توره شخصي قرآن کریم دې بېرته دغه هېواد ته وسپاري.
د خبر لمبر: 3493065 خپرونې تاریخ : 2026/07/23
ایکنا- د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ بلاخره له سعودي عربستان سره د غیر پوځي ایټمي ملګرتیا هغه تړون لاسلیک کړ چې د دغه هېواد په خاورې کې د یورانیمو د بډایولو لپاره لاره هواروي.
د خبر لمبر: 3493064 خپرونې تاریخ : 2026/07/23
حجتالاسلام خاموشي:
ایکنا- د ایران د اوقافو او خیریه چارو د ادارې مشر وویل، که لازم شرایط برابر وي، نو د قرآن کریم د ۴۹ عمومی سیالیو وروستۍ مرحله او همدارنګه د قرآن نړیوالې سیالۍ به د هېواد د شرایطو په اساس، یا په حضوري او یا هم په غیرحضوري ډول ترسره شي.
د خبر لمبر: 3493063 خپرونې تاریخ : 2026/07/23
ایکنا- د ۲۰۲۶ کال د جولائی شلمه د مصر او اسلامي نړۍ د نامتو قاري شیخ محمود علي البنا د وفات کلیزه ده. نوموړی د قرآن کریم د تلاوت له وتلو استادانو څخه و او تلاوتونه ئې په پراخه کچه شهرت لري.
د خبر لمبر: 3493061 خپرونې تاریخ : 2026/07/22