قرآنی خبرونه - پاڼه 9

IQNA

بچوې
ایکنا - د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت مسلمانان د خپل هستوګن هېواد د جغرافیائي موقعیت او عرض البلد له مخې د مختلفو ګنټو پورې  روژه نیسي.
د خبر لمبر: 3492473    خپرونې تاریخ : 2026/02/19

له آيتونو سره ژوند!
ایکنا - د رمضان له مبارکې میاشتې سره سم، «له آیتونو سره ژوند» نومې قرآني خوځښت پیل شوی، چې هره ورځ یو  چورلیزي آیت معرفي کوي څو د قرآن ښوونې د خلکو له ورځني ژوند سره وتړي.
د خبر لمبر: 3492472    خپرونې تاریخ : 2026/02/19

ایکنا – د ناروې  د  اسلامی خبرو اترو چینل   په  اروپائي هېوادونو کې له اسلامه د ویرونې د پروسې د خورونکو افراطي جریانونو پر ضد د مبارزې د لارو چارو  په عنوان سره  خپل کلنی کنفرانس په اسلو کې جوړ کړ.
د خبر لمبر: 3492470    خپرونې تاریخ : 2026/02/18

د قرآن د نندارتون مشر!
ایکنا – د قرآن د نندارتون مشر حجت‌الاسلام والمسلمین حمیدرضا ارباب‌سلیماني د سلواغې په ۲۷ په یوې خبري غونډې کې د قرآن د ۳۳ نړیوال نندارتون د جوړېدو خبر ورکړ او وې ویل چې دا نندارتون به په ۱۶ زره مربع  میتره فضا کې ترسره شي. هغه د وخت او ځای د اعلان ترڅنګ وویل: ولسي کول، نوښت، د  غوره کسانو  له ظرفیت څخه ګټه اخیستل او نوې ټیکنالوژۍ، په ځانګړي ډول مصنوعي ځیرکتیا(آرټيفیشل انټلیجنس)، د نندارتون له مهمو محورونو دي.
د خبر لمبر: 3492469    خپرونې تاریخ : 2026/02/18

د روسیې د دینونو ښار؛
ایکنا- د کرملین قازان په دروازې کې یو لوي  ډبرین  کاڼې یا تخته ایښودل شوې چې د یاسین سورې د ۳۶م آیت په دې جملې کې پرې لیکل شوی دی.؛ «قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ...؛ ووایه: هماغه ذات چې هغوی ئې لومړي ځل پیدا کړي، بېرته به ئې راژوندي کړي...»
د خبر لمبر: 3492468    خپرونې تاریخ : 2026/02/18

د یمن د انصارالله مشر:
ایکنا - د یمن د انصارا....ولسی  غورځنګ مشر د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په خپل پیغام کې وویل؛ د اسلامي نړۍ د ستونزو یوازینۍ حل لاره  الهي لارښوونو ته بېرته ستنېدل دي.
د خبر لمبر: 3492467    خپرونې تاریخ : 2026/02/18

ایکنا د  اسلامی انقلاب معظم لارښود په دولس ورځني  جنګ کې د ایران دملت بریالیتوب ،د غبرګولې د میاشتې  د مهمې او خطرناکې فتنې  د ناکامولو  او د سلواغې د ۲۲ او د غبرګولې د ۲۲ نیټو ولسی میلیوني لاریونونو کې د ولس ولولوناک او پرتمین شتون د ایران د قدرمن ملت د اقتدار او ژوندي او هوښیارتیا نښه وبلله او د ملی اتحاد او یووالي  او هوښیارۍ او تیارسي په پیاوړتیا او ساتلو باندې په ټينګار سره ئې ووئيل؛د غبرګولې یا جدې د ‌میاشتې په فتنې کې زموږ د شهیدانو  کړۍ پراخه ده.د فتنه ګرو  او ددښمنانو سره د دوي له فسادګرو سرغنو پرته، نور ټول زمونږ اولادونه دي. مونږ د توي شویو وینو له امله غمجن او ویرجن یو.
د خبر لمبر: 3492466    خپرونې تاریخ : 2026/02/18

ایکنا – په مدینې منورې کې  ملک فهد  قرآن چاپ کمپلیکس اعلان کړی چې د روژې مبارکې میاشتې په ترڅ کې به په ډیجیټلي فعالیتونو کې پراخ شتون ولري او په دې برخې کې به ځانګړي پروګرامونه پلي کړي.
د خبر لمبر: 3492465    خپرونې تاریخ : 2026/02/17

ایکنا - د مصنوعي ځیرکتیا (آرټيفیشل اینټلیجنس اې آئي) ربات چې په ۹۵ ژبو د خبرو اترو وړتیا لري، د سعودي د عمومی قرآني سیالیو معلومات او مهالوېشونه ګډونوالو ته لېږي او د هغوی احتمالي پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.
د خبر لمبر: 3492464    خپرونې تاریخ : 2026/02/17

پارس ټوډې –د کالیفورنیا د والي Gavin Newsom توندې او بې‌ساری څرګندونې د امریکا د رول په اړه په نړیواله بې‌ثباتۍ کې، یوازې یو ګوندي دریځ نه دی. هغه په څرګند ډول د Donald Trump د واکمنۍ انداز  د امریکا د نړیوال اعتبار د کمزورتیا او په نړیوال نظام کې د بې‌نظمۍ د پراخېدو نښه وبلله.
د خبر لمبر: 3492463    خپرونې تاریخ : 2026/02/17

ایکنا -په نیواکي قدس کې، چیرته چې د روژې مبارکه میاشت هر کال د صهیونیسټانو د مذهبي تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مل وي، نفیسه خویص ـ چې یوه وفاداره او جلاوطن شوې خادمه ده ـ هر ماښام خپله روژه  د مسجدالاقصی په انګړ کې نه ، بلکې دغه سپېڅلي ځای ته څېرمه پر سړک  افطار کوي. هغه خپلو تشو لاسونو ته ګوري او نارې وهي: «دا جومات زمونږ هویت دی؛نیواکګرو ته ئې  مه  پرېږدئ.» جلاوطنئ د هغې روح له دې مقدس ځایه نه دی جلا کړی؛ هغه اوس هم په لوړ غږ زرګونه مسلمانان د ایمان د وروستي سنګر ساتنې ته رابولي.
د خبر لمبر: 3492462    خپرونې تاریخ : 2026/02/17

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیویژني ادارې د  ټيلیویژني  برخې  مرستیالۍ د روژې دمبارکې میاشتې لپاره د معنوي، کلتوري او تفریحي پروګرامونو د پراخې ټولګې د چمتو کولو خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492461    خپرونې تاریخ : 2026/02/17

ایکنا -  د پاکستان د  خیبر پختونخواه صوبې په مرکز  پېښور  کې د ایران کلتوری  چارو خونې  د دیني شعایرو د درناوي او د اسلامي اصیل هنر د هڅونې په موخې سره ، د ځوان نسل لپاره په  دوهم کال کې د میرمنو د نعت‌خوانۍ ځانګړې سیالي د  سلواغې  په ۲۳مه نېټه په خیبرپښتونخواصوبې کې ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3492460    خپرونې تاریخ : 2026/02/16

د ځوانانو کټګورۍ !
 ایکنا -  عباسي سپېڅلي آستان د قرآن د تلاؤت د «العمید» نومې د نړیوالې جایزې (د ځوانانو کټګورۍ) د درېیم پړاو لپاره، چې له  ۱۶ کلونو څخه کم عمره کسانو ته ځانګړې شوې، د شرایطو وړ کسانو نوملړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3492459    خپرونې تاریخ : 2026/02/16

د دمشق د نړیوال کتاب نندارتون کې د قرآن کریم د خوشنویسانو ځانګړې برخه د لیدونکو له پراخ او د پام وړ هرکلي سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3492458    خپرونې تاریخ : 2026/02/16

ایکنا – دمصر د قرآني وړتیاؤ موندونکی  ټيلویژني پروګرام  د « تلاوت محفل یا حکومت» وروستي پړاو ته نږدې شوی او د وروستۍ برخې د خپرېدو او د ګټونکو د اعلان نېټه ټاکل شوې ده.
د خبر لمبر: 3492457    خپرونې تاریخ : 2026/02/16

د سید نقشبندي د وفات د کلیزې په مناسبت!
ایکنا - د شنبې ورځ ،یعني  د فرورۍ ۱۴مه، د شیخ سید محمد نقشبندي د وفات کلیزه ده؛ هغه د دیني مناجاتو استاد او په مصر او عربي نړۍ کې د روژې د مبارکې میاشتې یو چورلیزي شخصیّت ؤ ، چې د ماښام له لمانځه مخکې به  د هغه  دعاګانو  زړونه ځان ته جذبول.
د خبر لمبر: 3492456    خپرونې تاریخ : 2026/02/16

ایکنا- د ایران په اسلامی جمهوریت کې  په اهواز  ولایت کې د کابو زر زده کونکو بلوغت ته درسیدا جشن، د سلواغې د میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه د ا هواز  په امام حسین(ع) علمي مرکز کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492455    خپرونې تاریخ : 2026/02/15

ایکنا - د «محفل»  ټيلویژني ځانګړي پروګرام ټیزر، چې د روژې  د مبارکې میاشتې له رارسېدو سره هممهاله له روژه ماتې څخه  مخکې له IRIB TV3 څخه خپرېږي، خپور شو.
د خبر لمبر: 3492454    خپرونې تاریخ : 2026/02/15

یو ملایشیائي متفکر:
ایکنا – د ملایشیا د اسلامي  تنظیمونو د مشورتي شورا مشر وائي، دا ناسمه ده چې د ایران د اسلامي انقلاب اغېزې یوازې پوځي اړخونو ته راکمې شي.د هغه تر ټولو تل پاټې اغېز بې‌شکه نفسیاتي او آئیډیولوجیک ؤ؛ یعنې دغه باور بېرته راژوندی کول چې مقاومت ممکن دی.
د خبر لمبر: 3492452    خپرونې تاریخ : 2026/02/15