ایکنا- د ایران په ضد د امریکا او صهیونیستي رژیم د پوځي تیریو باندې په اعتراض او له سولې په ملاتړ کې د جرمني په برلین کې پراخ لاریون رسره شو.
د خبر لمبر: 3492597 خپرونې تاریخ : 2026/03/24
ایکنا – د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل؛هرڅوک چې د ایران دملت او اسلامی نظام املاکو او ځایونو ته تاوانونه رسوي ، د ایران له ملت سره ئې هیڅ ریښه نشته او دغه شان کسان یوازې د خبیث ټرمپ د خوشالولو لپاره ورانکار کارونه کوي، چې د ایران ملت او اسلامی نظام ئې هیڅکله هم نه زغمي.
د خبر لمبر: 3492287 خپرونې تاریخ : 2026/01/09
ایکنا-په هغه کنفرانس کې چې دکشمیر په مظفر آیاد کې ترسره شو ،دآزادۍ په لاره کې د کشمیریانو د مبارزو د ځپلو لپاره له درستو آوزارونو او اړمونو څخه په استفادې کې د هندي حکومت اقدام په سخته محکوم کړ.
د خبر لمبر: 3490991 خپرونې تاریخ : 2025/04/21
ایکنا – د اردن د پلازمینې امان په لسګونو زره خلکو پرون له جمعې لمانځه وروسته په غزې تړانګې کې د اسرائیلي جنایتکار رژيم د وحشیتوب دبیرته پيلیدا په محکومیّت کې سترې مظاهرې وکړې.
د خبر لمبر: 3490844 خپرونې تاریخ : 2025/03/22
ایکنا – د سورئې د پلازمینې دمشق مسیحیانو ، له حماه سره نزدې په یوه ښار کې د کریسمس د وَنې په سوځیدا باندې په اعتراض کې د سورئې د پلازمینې دمشق مسیحیانو ستره مظاهره وکړه.
د خبر لمبر: 3490370 خپرونې تاریخ : 2024/12/25
ایکنا - د پاکستان د کې پي کې په کورمې کې له تیرو څو میاشتې راهسې دترینګلتیاؤ له امله اړئ ګړئ کې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي او دغه راز له تیرو څه دپاسه یوې میاشتې راهسې د پاراچنار او پيښور ستره لاره هم تړل شوې او د ځاي اوسیدونکو لپاره ئې ډيری مشکلات او ستونزې راولاړې کړي دي،
د خبر لمبر: 3490165 خپرونې تاریخ : 2024/11/16
ایکنا - په لویدیځي بیت المقدس کې واقع د کنسټ وددانۍ (صهیونسټي پارلیمان) په وړاندې پرون په لسګونو زره صهیونیسټانو د نتن یاهو د کابینې په ضد په شعارونو ورکولو سره مظاهره کړې ده.
د خبر لمبر: 3489404 خپرونې تاریخ : 2024/06/19
ایکنا - دغه اعتراضیه غونډه د اسلام اباد پریس کلب په وړاندې وشوه او ګډون کونکو د افغانستان د سرپرست حکومت په ضد شعارونه ورکړل. دوي د میرمنو دحقوقو په تیره بیا د انجونو د زده کړې د حق په وړاندې د طالب واکوالانو کړچار او اقدامات هم سخت محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3489367 خپرونې تاریخ : 2024/06/12
ایکنا - د امریکا د مختلفو پوهنتونونو محصیلیونو په پراخو کمپاینونو سره ، په غزې کې د اسرائيلو د جنایتونو په دوام خپل اعتراضونه نندارې ته وړاندې کړي دي او ددغو جنایتونو په درولو کې ئې د متحده ایالاتو د فوری او اغیزشیندونکي غبرګون غوښته کړې ده.
د خبر لمبر: 3489126 خپرونې تاریخ : 2024/04/29
ایکنا- د اردن په لسګونو زره خلکو د غزې د خلکو په بشپړملاتړ کې د پرله پسې شپږمې ورځې لپاره مظاهرې وکړې.
د خبر لمبر: 3488969 خپرونې تاریخ : 2024/03/31
د پاکستان روژتي ملت او په زرګونو اجتماعي فعالانو په اسلام اباد کې په غونډیدا سره د فلسطینیانو په تیره بیا د غزې تړانګې د مظلومو خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژیم د نسل وژونکو حملو او جنایتونو په دوام پخپل اعتراض سره د فلسطینیو مظلومو خلکو په تیره بیا د ښځو او ماشومانو بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3488949 خپرونې تاریخ : 2024/03/27
ایکنا-د امریکا په سلګونو سترو پادریانو د ملګروملتو په امنیت شورا په غونډیدا سره په غزې کې د جنګ ددریدا او له ا سرائيلي تیریګرو څخه د امریکا د حکومت دملاتړ د ختمولوغوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3488557 خپرونې تاریخ : 2024/01/11
ایکنا-(لاهور) د پاکستان په لسګونو زره مسلمانانو په لاهور کې په ستر لاریون سره داسرائيلو په ضد د جهاد غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3488301 خپرونې تاریخ : 2023/11/20
ایکناـ(اسلام اباد) په پاکستان کې کارګری ټولنې او ښځینه فعالانو د لړمد میاشتې په دیارلسمه نیټه په لاهور،کراچۍ پنډۍ او خینو نورو ښارونو کې د فلسطینیانو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله جنایتونو په محکومیّت کې مظاهرې وکړې او له جنایتکار او تیریګر صهیونیسټي رژيم او دهغو ملاتړې امریکا څخه ئې خپله کرکه نندارې ته وړاندې کړه.
د خبر لمبر: 3488225 خپرونې تاریخ : 2023/11/06
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان د جمعیت طلبه اسلام ټولنې مشر شکیل احمد وویل: مونږ له نورو قومونو او دینونو په تیره بیا یهودیانو سره دښمني نه لرو، زمونږ مخالفت له صهیونزم سره دی او د هغه د ناپاک شتون دښمنان یوو.
د خبر لمبر: 3488173 خپرونې تاریخ : 2023/10/26
ایکنا-(کراچئ) د پاکستان د جماعت اسلامي مشر د امريکا ولسمشر ته خبردارى ورکړ چې که په غزه کې د اسراييلو له ملاتړ او د هغوى له جنايتونو لاس وانخلي، د پاکستان خلک به په اسلام اباد کې د واشنګټن سفارت محاصره کړي.
د خبر لمبر: 3488118 خپرونې تاریخ : 2023/10/16
ایکنا-(لندن) دانګلستان په زرګونو خلکو پرون ناوخته دصهیونیسټ ضده مظاهرې د ترسره کیدا لپاره د لندن د حکومت له خبرداریو سره سره د لندن په مینځ کې غونډه وکړه او د فلسطین د آزادۍ چغې په پورته کولو سره ئې د اسرائيلو دوحشي رژيم د جنایتونو ددریدا غوښته و وکړه. په عین حال کې د فلسطین دملت او مقاومتي مبارزانو په ملاتړ او د وحشي صهیونیسټي رژيم په ضد د آسټریلیا په سیدني ،امان، دپاکستان په پيښور ،پاره چنار اسلام اباد او لاهور او کراچۍ او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې سترې مظاهرې وشوې.
د خبر لمبر: 3488112 خپرونې تاریخ : 2023/10/15
ایکنا – (کراچي - پاکستان) پاکستاني مسلمانانو په کراچۍ ښار کې د مظاهرو په کولو سره، په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د قرآنکریم د سپکاوي په اړه خپله غوسه څرګنده کړه.
د خبر لمبر: 3487689 خپرونې تاریخ : 2023/07/26
ایکنا-(بغداد) د عراق د مختلفو ډلو ټپلو په زرګونو پلویانو په بغداد کې په مظاهرې جوړولو سره د سویډ سفارت ته وارد شول او په هماغو شیبو کې ئې ورته اور واچوه او تور لوګي ئې ترې پورته کړل.
د خبر لمبر: 3487658 خپرونې تاریخ : 2023/07/20
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان په لکونو خلکو ددغه هیواد په مختلفو ښارونو او ښارګیو کې په سترو مظاهرو جوړولو سره په لویدیځي ټولنوپه تیره په سویډ کې د مسلمانانو د مقدساتو او د آسماني کتاب قرآن کریم سپکایو په محکومیّت کې خپله غوسه او کرکه نندارې ته وړاندې کړي.
د خبر لمبر: 3487591 خپرونې تاریخ : 2023/07/08