ایکنا-(تهران) د انګلستان دمسلمانانو لپاره سږکال د روژې مبارکه میاشت په تاریخي ځایونو او عامو فضاګانو کې د روژماتي د بې مخینې او سترو دسترخوانونوپه غوړولو سره له لازیات خوند سره یو ځای ده.په عین حال کې دوی د پاچا د پيکه مبارکۍ وئيلو او د روژماتي په دستورو کې د انګریز لومړی وزیر په نه ګډون خپه شوي دي.
د خبر لمبر: 3487224 خپرونې تاریخ : 2023/04/20
ایکنا-(تهران) په درستې نړۍ کې مسلمانان د روژې په مبارکې میاشتې دوهمې نیمائۍ کې په تیره بیا د قدر په شپو ورځو کې دخداوندمتعال په درګاه کې په پرتم سره سربسجود کیږي او خاص عبادت او دعاګانې کوي.
د خبر لمبر: 3487200 خپرونې تاریخ : 2023/04/16
ایکنا-(تهران)د مصر شیخ زاید ښار تیره شپه دهغو زلمیانو چې لومړۍ روژه ئې ساتلې،ولولناک جشن لمانځل شوی او تر یونیم کلومیټر پورې اوږد د روژماتي دستر خوان ئې درلودلی دی.
د خبر لمبر: 3487166 خپرونې تاریخ : 2023/04/11
ایکنا-(تهران)په مکې مکرمې کې د مسجد الحرام لمونځ ګوزارو او حاجیانو د روژې دمبارکې میاشتې نولسمې د سهار وختي شیبې په داسې حال کې تیرې کړې، چې له سخت ورښت او بادو باران سره مخ شول.
د خبر لمبر: 3487163 خپرونې تاریخ : 2023/04/10
ایکنا-(تهران) د روژې د مبارکې میاشتې له رارسیدا سره په یووخت ، په اسلامی هیوادونو کې روژتي مسلمانان په ورځې کې ځيني فرصتونه ، د کلام الله مجید تلاؤت ته بیلوي.
د خبر لمبر: 3487153 خپرونې تاریخ : 2023/04/08
روژه د خدای میلمستیه
ایکنا-(تهران) د روژې مبارکې میاشتې ځانګړنې او احترام د مسلمانو ملتونو د روژماتي په دسترخوان په اوڅاره توګه لیدل کیږی. او داښئ چې مسلمانان د روژې میاشتې او په تیره بیا روژماتي ته څومره اهمیّت ورکوي .
د خبر لمبر: 3487142 خپرونې تاریخ : 2023/04/06
ایکنا-(تهران) په ایټالیا کې له انټرمیلان فټبال کلب سره د فیورنټینا فټبال کلب د لوبې په وخت په ګراؤند کې د ډاکټرانو د شتون له امله په لنډې وقفې کې د فیورنټينا د ټيم د مراکشي لوبغاړی سفیان امرابط روژماتي او ددغه فرصت د برابرولو په خاطر د هغه دټيم لوبغاړي لوکارانیری اقدام په ټولنیزو چینلونو کې پراخ غبرګونونه درلودلي دي.
د خبر لمبر: 3487132 خپرونې تاریخ : 2023/04/04
ایکنا-(تهران) آیت الله مجتهدي د روژې د مبارکې میاشتې د دولسمې ورخې ددعا د یوې برخې په بیانولو سره وائي، ستر ،یعني د خلکو دګناهانو پټول،پخپلو عیبونو پسې شه،خوشبخت دي هغه خلک چې خپل عیبونو لټولو ته مخه کوي او دنورو عیبونو سره څه کار نه لري.
د خبر لمبر: 3487126 خپرونې تاریخ : 2023/04/03
ایکنا-(تهران)د ژوند له ماډرن کیدا او د ساعت تیري او د لوبو دشیانو ډ ډيرو ډولونو له برابریدا سره سره په عمان کې د ؛قرنقشوه ؛ نومې دستور تر اوسه پورې ژوندی دی . ماشومان همداراز فانوس په لاس کې د سرود په وئيلو سره د روژې دمبارکې میاشتې هرکلی کوي.
د خبر لمبر: 3487123 خپرونې تاریخ : 2023/04/02
ایکنا-(تهران)د پاکستان په زیاترو ښارونو کې مسلمانان دنورو ډيرو هیوادونو وپه شان له سختو اقتصادي شرائطو په اوج کې د روژې دمبارکې میاشتې په درنشټ او پرتم سره هڅه کوي ،څو دخدای د میاشتې ټول دود اودستور ژوندي وساتي او روژتیانو ته روژماتي برابر کړي.
د خبر لمبر: 3487116 خپرونې تاریخ : 2023/04/01
ایکنا- (تهران) الهی رحمت دنړۍ په درستو ښکارندو اوشیانو کې جاری دی او په پنځون کې داسې څه شی نشته چې الهي رحمت پرې نه وي. او البته د الهی ځانګړي رحمت د ترلاسه کولو شرط ،توبه اود مغفرت غوښته ده.
د خبر لمبر: 3487109 خپرونې تاریخ : 2023/03/30
ایکنا-(تهران)دعربستان مکه مکرمه او مدینه منوره د روژې په مبارکې میاشتې کې د خدای دکور د او د رسول الله بزرګوار(ص) دحرم د لکونو زیارتوالو کوربه دي . د جماعت لمونځونو قایمول او د روژماتي د دسترخوان غوړول ، په حرمین شریفیّن کې د پروردګار عالم د عبودیّت او د اسلامی امت د وحدت یوه ښکلي او په زړه پورې ځلا نندارې ته وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3487099 خپرونې تاریخ : 2023/03/27
ایکنا-(تهران) په سعودي عربستان کې د لومړۍ روژه لرونکو پشمول د ماشومانو رمضاني لاریون نوښت په داسې حال کې چې رمضاني فانوسونه ئې په لاسونو کې درلودل،او ددغې مبارکې میاشتې په منناسبت ئې ځانګړي سرودونه وئيل، په ټولنیزو چینلونو کې ئې تود هرکلی شوی دی.
د خبر لمبر: 3487093 خپرونې تاریخ : 2023/03/26
ایکنا-(تهران) د فرانسې د فټ بال فیډریش مسئولانو ددغه هیواد دملی ټیم له مسلمانو لوبغاړو غوښتي چې په رمضان میاشت کې د روژه ساتل تر څو ورځو پورې وځنډوي.
د خبر لمبر: 3487091 خپرونې تاریخ : 2023/03/26
ایکنا-(تهران)د کینیډا د وینیپګ ښار د مسلمانانو ټولنې دخپل روژماتي په دستورو کې غیر مسلمانانو هم شریک کړل.
د خبر لمبر: 3487087 خپرونې تاریخ : 2023/03/25
ایکنا-(تهران)د اسلامی نړۍ په زیاتره هیوادونو کې د روژې دمبارکې میاشتې لومړۍ روژه په پنجشنبې ورځې وه. مسلمانو ملتونوپه مختلفو دودونو اودستورونو سره د خدای د میاشتې هرکلي ته ودنګل.
د خبر لمبر: 3487086 خپرونې تاریخ : 2023/03/25
ایکنا-(تهران) په برتانیا کې د ژوند د لګښت د بحران په پړاؤ کې د ولز جوماتونه د روژې د مبارکې میاشتې په شپو ورځو کې پر عامو خلکو خپلې دروازې پرانیزي.
د خبر لمبر: 3487085 خپرونې تاریخ : 2023/03/25
ایکنا-(تهران)آیت الله مجتهدي د روژې دمبارکې میاشتې دلومړۍ ورځې ددعا د شرحې په یوې برخې وائي ،هغه صحیح او بشپړ روژه چې خدای د روژتي پاتیکیدا لپاره ټاکلې ده،له ګناه د بدن دغړو د چورلتې ډډه کونې باندې مشتمله ده او ترټولو بشپړ روژه هغه ده چې پردې سربیره،زره له خداي پرته د نورو له عبادت اویاده وغړوي او له هغه پرته هرڅه چې دي نو روژه ئې وساتي.
د خبر لمبر: 3487078 خپرونې تاریخ : 2023/03/23
ایکنا-(تهران) د عربستان ،قطر،متحده عربی امارات و مصر پشمول په یوشمیر اسلامی هیوادونو کې پنجشنبې ورځ د روژې دمبارکې میاشتې لومړنۍ ورځ ده.ټولو ته دې دغه ورځ بختوره وي.
د خبر لمبر: 3487070 خپرونې تاریخ : 2023/03/22
ایکنا-(تهران)د دوبئ ښار مسئولانو سږکال د روژې دمبارکې میاشتې لپاره ډير ډول ډول او جذاب پروګرامونه په نظرکې نیولي دي.ځیني رمضاني نوښتونه به د لومړي ځل لپاره په ده ښار کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3487048 خپرونې تاریخ : 2023/03/18