ایکنا - د ایران د اسلامي انقلاب سترلارښود حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنهاي د حسینی عاشورا په شپه په امام خمیني حسینیې یا امامباړې کې د عزادارئ په دستورو کې ګډون وکړ ، چې په امریکايي رسنیو کې ډير زیات انعکاس درلودلی دی.
د خبر لمبر: 3491375 خپرونې تاریخ : 2025/07/08
ایکنا - د هند لومړي وزیر «نرندرا مودي» د عاشورا ورځې او د امام حسین (ع) د شهادت په مناسبت په یوه پیغام کې لیکلي: د امام حسین (ع) قرباني له ظلم سره په مبارزې او د حقیقت په دفاع کې د انسانانو لپاره الهام بخښونکي ده.
د خبر لمبر: 3491374 خپرونې تاریخ : 2025/07/08
ایکنا - د کشمیر زرګونه مسلمانانو د حضرت اباعبدالله الحسین (ع) او د هغه د وفادارو ملګرو د شهادت د کلیزې په رارسېدو سره، د عزادارئ په مراسمو کې په ګډون سره دا مناسبت لمانځي. او خپله مینه او ولوله نندارې ته وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3491372 خپرونې تاریخ : 2025/07/08
قرآن او امام حسین (ع) – 3
ایکنا - د امام حسین (ع) او د هغه د وفادارو ملګرو د رجعت فکر ډيرې ایماني او چلندي لاسته راوړنې لري. حضرت امام صادق (ع) د اسراء سورئې د ایتونو «ثُمَّ رَدَدْنا لَکُمُ الْکَرَّةَ عَلَیْهِمْ؛ بیا مو تاسو پر هغوی (بني اسرائیلو) غالب کړئ» (اسراء: ۶) په تفسیر کې فرمایلي دي : د امام حسین (ع) رجعت او بیا ژوندي کیدل د هغه د اویاو وفادارو ملګرو سره دی، چې زرینې خولئ پر سر لري. دوی له دواړو خواوو راځي او خلکو ته خبر ورکوي چې دا حسین دی چې رجعت ئې کړی، څو هیڅ مؤمن د هغه په اړه شک او تردید ونه کړي او بېشکه دا دجال یا شیطان نه دی، او تر اوسه پورې حجت بن الحسن د خلکو په مینځ کې دی. کله چې د مؤمنانو په زړونو کې دا باور پیاوړی شي چې دا حسین دی، د حجت اجل رارسېږي او امام حسین (ع) به وي چې هغه ته غسل ورکوي، کفن او حنوط کوي ئې او خاورو ته ئې سپاري، ځکه د وصي د جنازې د چمتو کولو مسوولیت یوازې بل وصي یا امام پر غاړه اخیستی شي.
د خبر لمبر: 3491371 خپرونې تاریخ : 2025/07/08
ایکنا - په کربلا معلی په ښار کې د طویریج عزاداري مراسم ترسره شول او د عزادارئ لړئ په«لبیک یا حسین» شعار سره د سیدالشهدا (ع) حرم ته واریده شوه.\
د خبر لمبر: 3491370 خپرونې تاریخ : 2025/07/07
ایکنا - په عراق کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د کربلا ولایت د لیدنې او له والي سره د لیدو پر مهال وویل چې کربلا یو ستر ښار دی او د هرچا په زړونو کې ځانګړی مقام لري.
د خبر لمبر: 3491368 خپرونې تاریخ : 2025/07/07
ایکنا – په کربلا معلی کې د خبریالانو د ټولنې مشر د امام حسین علیه السلام د حرم د بیرغ د بدلیدا له وخت رانیولې محرم د میاشتې او د حسینی عاشورا د دستورو د پوښښ لپاره په مودې کې په کربلا کې د حاضرو رسندوئي اورګانونو شمیر څه دپاسه شپږ سوه وباله.
د خبر لمبر: 3491365 خپرونې تاریخ : 2025/07/06
امام حسین په قرآن کې (2)
ایکنا - د حضرت امام حسین علیه السلام مظلومیټ دومره ښکاره او ژور دی چې دا د قرآن کریم د ځينو آیتونو روښانه مصداق ګڼل کیدلی شي.
د خبر لمبر: 3491363 خپرونې تاریخ : 2025/07/05
ایکنا - د تاسوعا او عاشورا په شپو ورځو کې د ورځني ژوند له ټولو عادي کارونو څخه لاس اخیستل او هغه اعمال ترسره کول چې د امام حسین (ع)، د هغه د اهل بیت علیهم السلام او د وفادارو ملګرو د پېژندنې لامل شي، د یوه رښتیني شیعه لپاره تر ټولو غوره او مناسب اعمال دي.
د خبر لمبر: 3491362 خپرونې تاریخ : 2025/07/05
ایکنا، د هرکال له معمول سره سم،د حضرت اباعبدالله الحسین او دهغه د وفادارو ملګرو د عزدادرۍ دستورې ، د محرم د میاشتې له شپږم شپې څخه هره شپه په امام خمینی امامباړې کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3491358 خپرونې تاریخ : 2025/07/03
ایکنانیوز – د کشمیر مسلمانان د محرم د میاشتې په رارسیدو سره په انسجام او اتحاد سره ددغې غمجنې میاشتې په تیاریو کې ډيره ولوله او پرتم لري او د کشمیر په مختلفو سیمو کې ورته بشپړ تیارئ نیسي.
د خبر لمبر: 3491354 خپرونې تاریخ : 2025/07/02
ایکنا - «محرم فتح» د هغهغورځنګ نامه ده چې د تهران پوهنتون د قرآن او عترت (ع) د زدهکړیا لانو د مدرسو ټولګه ئې د مقاومت په پړاؤ کې د ايمان د پياوړتيا او د مجاهدانه ژوند د انداز پياوړي کولو په موخې ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3491344 خپرونې تاریخ : 2025/07/01
ایکنا – د انګلستان په اسلامی مرکز کې دعزادارۍ دستورې،سږکال د اباعبدالله الحسین علیه السلام له آرمانونو سره د خلکو د عشق او پيوستن یوه ځلا جوړه شوې ده.
د خبر لمبر: 3491342 خپرونې تاریخ : 2025/07/01
ایکنا – په نجف اشرف کې د حضرت امام علي (ع) حرم مطهر، د محرمالحرام په رارسېدو سره دزیارتوالو د پراخ او ولولناک شتون شاهد دی. د علوي آستان مدیریت اعلان کړی چې د محرمالحرام په میاشت کې د حسینی شعائرو د احیا لپاره ئې یو هراړخیز پروګرام چمتو کړی دی.
د خبر لمبر: 3491334 خپرونې تاریخ : 2025/06/30
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت په څو زره ځایونو کې له هغو میئيندو سره د یران او د نړۍ د پتمنو میئيدونو له همدردرئ سره یو خاي چې خپل شیر خوار بچیان ئې د حضرت علی اصغر ابن حسین(ع) په شباهت جوړ کړي ، د محرم د میاشتې د لومړنۍ جمعې په مناسبت ولولناکې دستورې ترسره کړې او له صهیونیسټي وحشي رژيم سره په مبارزې او د بې آمانه حملو د شهیدانو درنښت ولمانځه.
د خبر لمبر: 3491328 خپرونې تاریخ : 2025/06/28
ایکنا – د حسینی شیرخوارو ماشومانو دستورې نن د چنګاښ د میاشتې په شپږمه نیټه یعنی د محرم د میاشتې په لومړۍ جمعې ورځې په درست ایران کې او د نړۍ په ۴۵ هیوادونو کې په یووخت ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3491324 خپرونې تاریخ : 2025/06/28
ایکنا- د ۱۴۴۷قمری کال د محرم الحرام د میاشتې په لومړئ شپه حسیني عاشقان او عزادار په کربلا معلی کې د حضرت امام حسین او حضرت ابوالفضل العباس علیهم السلام په سپيڅلوحرمیّنو کې او دغه راز په نجف اشرف کې د حضرت امام علی علیه السلام په مقدس حرم کې غونډ شول او ویر او ماتم ئې وکړ.
د خبر لمبر: 3491323 خپرونې تاریخ : 2025/06/28
ایکنا - یو انګریز لیکوال او څیړاند روپرت شلډریک په یولړ څرګندونو کې په دې خبرې کولو سره چې د اربعیّن پلی میلیوني لاریون یوواقعي سفر دی ،ځکه چې دزیارتوال پښې له مځکې سره ارتباط ټينګوي، روښانه کړه، دغه زیارتي اجتماع بې شکه په نړۍ کې ترټولو لویه مقدسه پیښه شمیرل کیږي .
د خبر لمبر: 3489766 خپرونې تاریخ : 2024/08/27
ایکنا –د حسیني اربعیّن له پلی لاریون څخه د پاتې کسانو لاریون چې د تهران له میدان امام حسین(ع) څخه د شاه عبدالعظیم ترحرم پورې ترسره شو، په میلیونو خلکو پکې ګډون درلود او ځای خلکو ئې ډ ير پراخ هرکلی کړی او په درستې لارې کې کابو یو زر بڼځه سوه موکبونه جوړ شوي وو، چې د زیارتوالو هر ډول خدمتونه ئې کول او همداراز ئې کلتوري ،قرآني او نوره د ماشومانو لپاره هم ډول ډول پروګرامونه وړاندې کړل
د خبر لمبر: 3489763 خپرونې تاریخ : 2024/08/26
ایکنا – د امام حسین علیه السلام د مقدس آستان د دارالقرآن الکریم له ادارې سره اړونده د میرمنو د قرآنی فعالیتونو څانګې د امام حسین د اربعین د زیارت په مناسبت له میلیوني لاریون سره په یو وخت د مختلفو قرآني فعالیتونو د ترسره کیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3489761 خپرونې تاریخ : 2024/08/26