وحشی اسراییل - پاڼه 24

IQNA

بچوې
حسين سيمايي‌صراف وائي؛
ایکنا - د علومو، تحقيقاتو او ټکنالوژۍ وزير د تهران د پوهنتونونو د اکاډميکو غړو په يوه غونډه کې، چې د صهيونيستي رژيم د جنايتونو د غندنې په موخه جوړه شوې وه، وویل؛ د ايران اسلامي جمهوريت په وياړ سره د فلسطيني استادانو او محصلينو د علمي هيئت د غړيتوب او په پوهنتونونو کې د زده‌کړو د دوام لپاره هرکلی کوي.
د خبر لمبر: 3490965   خپرونې تاریخ : 2025/04/16

ایکنا - د پاکستان په لکونو  خلکو د یکشنبې په مازدیګر  د کراچۍ په واټونو کې په پراخو لاریونونو سره  د فلسطین په غزې تړانګې کې  د وحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه او بې آمانه بمبارئ  په سخته محکومې کړې او د فلسطین له ملت سره ئې خپل پيوستون اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3490963   خپرونې تاریخ : 2025/04/15

ایکنا -  مدرک او سندونه ښئ چې مټا شرکت،په فیسبوک او اینسټاګرام ټونلیزو چینلونو کې په صهیونیسټي وحشي رژيم  د نیوکې پُسټونه په پراخه او هدفمن ډول حذفوي.
د خبر لمبر: 3490957   خپرونې تاریخ : 2025/04/14

ایکنا - د پاکستان په کراچۍ او څو نورو ښارونو او دغه راز د بنګله د یش په ډاکې کې په تیرو دوو ورځو کې د غزې تړانګې د مظلومانو په ملاتړ کې په میلیونونو خلکو لاریونونه و کړل او د اسرائیلي محصولاتو د بایکاټولو غوښته ئې وکړه.
د خبر لمبر: 3490956   خپرونې تاریخ : 2025/04/14

ایکنا – د قرآن  کریم یوه کم موندونکي نسخه چې د غزال به پوستکي لیکل شوی دی، د الاقصی جومات په میوزیم کې ساتل کیږي.
د خبر لمبر: 3490945   خپرونې تاریخ : 2025/04/12

ایکنا – د مصر دارالافتاء  په یوې رسمي اعلامیې کې  د صهیونیسټي رژیم په وړاندې  وسلوال جهاد ته په دعوت مشتملې د مسلمانو عالمانو د نړیوالې اتحادئې  بلنې ته رسمي  غبرګون وښود.
د خبر لمبر: 3490939   خپرونې تاریخ : 2025/04/10

ایکنا – له ملګروملتو سره اړونده د انسان دوستۍ اورګانونو په یوې ګډې اعلامیې کې په غزې تړانګې کې د حالاتو د بشپړ بحران په باب خبرداری ورکړ او ټينګار ئې کړی دی،هغه څه چې  په دغې سیمې کې په رامینځةکیدا دي،د انسانانو ژوند  ته بشپړ بې توجهي ده.
د خبر لمبر: 3490931   خپرونې تاریخ : 2025/04/09

ایکنا -  له سرزورۍ سره دمبارزې په باب د مصر د الازهر اړونده  دفاعي برخې  د یوې اعلامیې په صادرولو سره ، د یوه جنګي جنایتکار په توګه د صهیونیسټي وحشي رژیم  د لومړی وزیر بنیامین نتن یاهو  د نیولو غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3490910   خپرونې تاریخ : 2025/04/05

ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د عربستان له ولی عهد سره په خبرو کې ووئيل،  د ایران اسلامی جمهوریت د متقابل  احترام او ګټو په اساس تعامل او د ځينو  تاؤتریخوالو د ختمولو په زمینې کې  خبرواترو ته تیار  دی.مونږ له هیڅ یوه هیواد سره کوم جنګ او شخړه نه لرو، البته  له خپل ځانه په دفاع کې  هم هیڅ شک هم  نه لرو او  په دې زمینې کې د مونږ چمتووالی او توانمنئ په ترټولو لوړه سویه دي.
د خبر لمبر: 3490908   خپرونې تاریخ : 2025/04/04

ایکنا -  امام خامنه يي د تېرې دوشنبې یعنی د نیکمرغه کوچني اختر په ورځ د ایران د اسلامی نظام له چارواکو، د اسلامي هېوادونو له سفیرانو او د ایران د خلکو له مختلفو طبقو سره په کتنه کې، د اسلام مخ پر زیاتیدونکي عزت او د سترو قدرتونو له زور ویلو او باج غوښتلو سره مقابله، د اسلامي امت د وحدت او بصیرت په سیوري کې وبلله.
د خبر لمبر: 3490906   خپرونې تاریخ : 2025/04/03

د عراق د البدر تنظیم عمومی منشي پر درستې سیمې د امریکا او ایران د جنګ د نتیجو په باب په خبرداری ورکولو سره ووئیل،د غزې خلک د اجباري کوچیدا او د نسل وژنې په درشل کې  دي.
د خبر لمبر: 3490904   خپرونې تاریخ : 2025/04/03

ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر د تیونیس پشمول د بحرین،متحده عربی اماراتو ،کویت او څو نورو هیوادونو مشرانو سره په ټیلیفوني تماسونو کې  ووئيل؛  باؤري یوو مسلمانان د یوه بل وروڼه دي او که خپل وحدت او انسجام پیاوړی کړی، نو  دهغه څه په څیر د جنایتونو درامینځةکیدا  چې په غزې  کې روان دي،  مخه نیولی شي،هیله مند یوو  اسلامی ملتونه  په اتحاد او انسجام سره  د فلسطین دمظلوم ملت په ضد د صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو ددریدا لپاره ډله ایز او اغیزشیندونکې هڅه   ولرل شي.
د خبر لمبر: 3490903   خپرونې تاریخ : 2025/04/03

ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود د نیکمرغه کوچنی اختر دلمانځه په خطبو کې وفرمائي؛ صهیونیسټ رژيم د استعمارګرانو نیابتي ځواک دی،که چیرې امریکا کوم شرارت وکړي نو محکم متقابل ګوزار به خوري
د خبر لمبر: 3490892   خپرونې تاریخ : 2025/03/31

ایکنا – د روژې دمبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې لمونځ  د مجسد الحرام او مسجد جامع الازهر پشمول د نړۍ په مختلفو جوماتونو کې  د الاقصی او غزې لپاره له دعاګانو سره  یو ځای ؤ.
د خبر لمبر: 3490886   خپرونې تاریخ : 2025/03/30

ایکنا- د قدس ورځ، د بشریت لپاره د امام خمیني (ره) پروژه او د صهیونیزم د جنایتکارې ډلې پر وړاندې د نړۍ د آزادو خلکو د یووالي فرصت دی
د خبر لمبر: 3490884   خپرونې تاریخ : 2025/03/29

ایکنا -  په درست ایران کې  د قدس دنړیوالې ورخې  ولولناک او پرتمین لاریونونو دنړیوالو رسندویو توجه ځان ته جلب کړې ده.
د خبر لمبر: 3490881   خپرونې تاریخ : 2025/03/29

ایکنا – د  شهید سید حسن نصر الله لور میرمن زینب نصر الله په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د قدس شریف آزادي هغه لوي هدف دی چې هیڅکله به ورڅخه لاس په سر نه شو او د مونږ مقاومت به  چې په خداوندمتعال باندې دایمان په اساس  دی ، د لالویو بریالیتوبونو په  لور پرمخ  لاړشي.
د خبر لمبر: 3490880   خپرونې تاریخ : 2025/03/29

ایکنا-  د ایران د اسلامی شورا مشر په تهران پوهنتون کې د قدس د نړیوالې ورځې په دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې فلسطین د لویدیځ ددوه ګوڼي تمدن او په ظاهره د ښکلي شعارونو په مقابل کې یو پياوړی بند دی ،ووئيل؛  فلسطین د سلطې د هغه نظام په مقابل کې د نړیوالې ټولنې  ویښ وجدان دی چې د حقیقت او حق په ځپنئې سره او  په ټولنې باندې په تیره بیا په اسلامی ټونلې باندې په ظلم سره  ئې حیات ته  دوام ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3490879   خپرونې تاریخ : 2025/03/29

ایکنا – د تهران ولس نن د هیواد په څه دپاسه نهه سوه  سیمو کې د ایران له نورو  خلکو سره یو ځاي د قدس  د نړیوالې  ورځې په لاریون کې ګډون وکړ او په یوه چغه ئې  دغه پيغام درستو نړیوالو ته ولیږدوو، چې  هماغه شان ؛ له قدس سره پر خپلې ژمنې ولاړ یوو.:
د خبر لمبر: 3490876   خپرونې تاریخ : 2025/03/28

ایکنا د تیونس او مالی  د ملی  ټیمونو د لوبې په وخت کې  یوه تیونس وال پلوي له صهونیسټي رژيم  څخه د کارفور شرکت په ملاتړ د اعتراض په نښه  ددغغه برنډ یو تبلیغاتي  اشتهار وشلؤ.
د خبر لمبر: 3490871   خپرونې تاریخ : 2025/03/27