IQNA

په تهران کې د اسلامی ملګرتیا سازمان د پارلمانونو اتحادېې په فلسطین موضوع ټینګار وکړ

23:23 - February 20, 2014
د خبر لمبر: 1377689
نړیواله ډله: د فلسطین موضوع ، د اسلامی هیوادونو تر منځ د ویزو د ورکولو آسانتیاوې او له منځنی ختیځ سیمې د ډل وژونکو وسلو ټولول د دې پریکړه لیک نورې مادې دی . په دې ۲۶ ماده ایز پریکړه لیک کې له ترهګرۍ سره مقابله ، د سودان ، مالی ، مرکزی افریقاء ،میانمار قبرس او فلپاین د مسلمانانو وضعیت څیړل شوی دی .

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، همداراز د میرمنو حقونه محیطی شرایط او له طبعی پیښو سره مبارزه هم ددې کنفرانس له مصوبو وې
د اسلامی ایران د پارلمان مشر علی لاریجانی نن په تهران کې د اسلامی ملګرتیا سازمان د پارلمانونو د مشرانو په غونډه کې د عربی پارلمانونو له مشر محمد احمد راشد الجوار سره په کتنه کې وویل اسلامی نړی اوس تر بل هر وخت ډیره یوالی او وحدت ته اړتیا لری چې پارلمانی ملګرتیا په دې برخه کې د پام وړ رول لوبولی شی .
د هغه په وینا صهیونیستان او نور زبرځواکی د ایران او عربی نړۍ تر منځ د اختلافاتو زیاتیدا ته لمن وهی په داسې حال کې چې اسلامی هیوادونه یو له بل سره ستر ژور او تاریخی پیوندونه لری .
هغه وویل ایران چمتو دی له عربی هیوادونو سره د تجارت او پرمختللې ټیکنالوژۍ په برخه کې ملګرتیا پراخه کړی
راشد الجوار هم د سیمې په بدلونونو کې د ایران په مهم رول په ټینګار سره له ایران سره د عربی نړی د ملګرتیاوو له پرختیا هرکلی وکړ .
هغه وویل باید د دواړوخواو له ظرفیتونو د ګډې ملګرتیا په چوکآت کې ګټه واخیستل شی .
1377258

captcha