د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مرکز الکفیل یې نقلوی چې د حضرت عباس علیه السلام د مزار خدمتګزارو دغه مرکز د دې حدیث د پیروی کولو په موخه چې «أشراف امتی؛ حملة القرآن: زمونږ امت بزرګان د قران پاک د تلاوت کوونکی کسان دی» او په ښځو کې د قرانی کلتور د پراختیا په هدف پرانستۀ.
د دې مرکز او سنټر افتتاح د عباس علیه السلام د زیات له هغۀ منصوبې یوه برخه ده چې د هغې منصوبی په مطابق د مسلمانې ښځې دینی خدمت او همداراز اسلامی احکامو او ادابو او اخلاقو او اصولو سره د هغو زیات اشنا کولو سره د اهل بیتو له ژوند سره هم، د ښځو اګاه کول دی.
د حضرت عباس علیه السلام د مزار د کلتوری او فکری چارو څانګې مشر ښاغلی سیدعقیل عبدالحسین الیاسری څرګنده کړه چې دا مرکز به د ښځو تر مینځ د دینی علومو مخصوصا قرانی علومو د خپرونی لپاره فعالیت کوی چې په ټولنې کې د قرانی علومو فعالې ښځې وروزول شی.
1386204