قرآن خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د «السومریه نیوز» اطلاع رسوونکې پاڼه نه په نقل، د عراق نینوا ولایت یو خبری سرچینې اعلان وکړو: د داعش ترهګرو نن خپل تازه جنایتو کښې د سنجار چې د موصل لوېدیځ سیمه ده کښې د حضرت زینب سلام الله علیها مقام بم سره ویجاړ کړی.
دې سوچنی وولی: ترهګرو له بمونو سره د حضرت زینب سلام الله علیها مقام ویجاړ کړی، خو ولی د بم چاودنی نه مخکښې دې سپېڅلی او مقدس مقام نه یی ګرانبیه څیزونه لوټ کړل.
د داعش ترهګرو له دې نه مخکښې هم د جوماتونو او امام باړو سره سره مقدس او تاریخی سپېڅلی مقامات لکه د یونس نبی علیه السلام زیارت، د دانیال نبی علیه السلام مقام او د امام حسن علیه السلام د زامنو مقامات ړنګ کړی.
http://www.iqna.ir/fa/News/1435460