د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د لبنان د څانګې په ګزارش، د لبنان په مجلس كښې د حزب الله نماينده «حسن فضلالله» د غويی د مياشتې په پينځمه نیټۀ په خپلو خبرو كښې د ملګرو ملتونو د سترسكتر «بان كیمون» د دریځ په هكله وويل: ملګری ملتونه په ډېرو ځايونو كښې يو اړخ ته ګوری او فيصله كوی او د رژيم صهيونيسټی د ظلمونو په مقابله كښې څه قدم نه اوچتوی.
حسن فضلالله، همدارنګ زياته كړه: بان كی مون ملګری ملتونه د اسرائيل د امنيت لپاره تيار كړی دی.
هغه زياته كړه: بان كی مون د دې ظلمونو په مقابله كښې چپ دی او تر دې چې د ځينو ظلمونو نقشه د ملګرو ملتونو په دفتر كښې جوړیږی.
394755