د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د سازمان د څانګې د رپورټ له مخې، د ايران كلتوری رايزن اصغرصابری په قزاقستان كښې د ايران د فرهنګی رايزنۍ له خوا د ترسره شويو اقداماتو په تشريح كولو سره ووئيل: دغې رايزنۍ د ايران د اسلامی فرهنګ او تمدن د معرفی كولو په موخه او د خپلو علمی فعاليتون په برخه كښې تراوسه پورې ((د فارابی ميراث)) ، ((په معاصره نړۍ كښې د فرهنګونو ترمينځ خبرې اترې)) او د ((فردوسی)) په شان يوشمير كانفرنسونه ترسره كړی دی.
دوی زياته كړه: د قزاقستان خلك د خپلې تاريخی مخينې په وجه د ايران د كلتور، هنر، ژبې او ادبياتو او د فارسی ژبې سره خاصه علاقه لری.
صابری څرګنده كړه: د قزاقستان په كتابتونونو كښې د فارسۍ د نسخو شتون او د فارسی كتابونو د سترې برخې وجود د ايران د فرهنګ، ادب او هنر سره د قزاقستان د ولس د فرهنګی او ادبی هويت د پيوند له مواردو څخه دی او د مينځنی ختیځ او قفقاز د هيوادونو ترمينځ د قزاقستان هيواد له سياسی، اقتصادی، هنری او فرهنګی نظره ځانګړے موقعيت لری.
987668