IQNA

د ستر لارښود آیة الله خامنه ای د ځوانانو ته لیک په بمبئی کښې توزیع

23:53 - March 16, 2015
د خبر لمبر: 2996925
نړیواله ډله: د بمبئی مختلفو منطقو اوسېدونکو د ستر لارښود آیة الله خامنه ای د اروپا او شمالی امریکې ځوانانو ته لیک یوه یوه نسخه نن سحر له ورځپاڼه سره ترلاسه کړه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د«News Hub»ورځپاڼه نه په نقل، په دې ورځپاڼه کښې د ستر لارښود لیک چې د اروپا او شمالی امریکا ځوانانو ته یی د فرانسوی شارلی ابدو نشریه باندې د حمله پېښې نه پس لیکلې وو.

دا لیک له لوستونکو نه غوښتنه کوی چې د غربی هیوادونو دروغو تبلیغاتو باندې د اسلام په اړه له مخکې نه قضاوت نه کوی بلکې د دې په ځی د اسلام حقیقت له قرآن کریم د لوستلو نه تر لاسه کړی.

په دې لیک کښې لیکلې: په فرانس کښې تازه پېښې او په نورو ځینو مغربی ملکونو کښې دغه شان واقعاتو زۀ دې ته مجبور کړم چې د هغو په باره کښې نېغ په نېغه له تاسو سره خبرې وکړم. زۀ تاسوځوانان خپل مخاطب ګرځوم او ډېر کوښښونه شوی چې دا ستر دین د یو دښمن په توګه څرګنده کړی، اسلام د هغۀ د اصلی سرچینو او د وړومبنیو او سوچه مآخذونو له لارې وپېژنئ. له اسلام سره د قران شریف او د خداے د ګران رسول صلی الله علیه و آله وسلم د ژوند له لارې اشنا شئ.

د ستر لارښود د لیک کمپاین  د خبرو خپرېدو او درک کولو په هدف سره د شیعی اسلامی سازمان له اړخه په آندری سیمه کښې شروع شوی.

تقریباْ ۱۰۰ نسخې له دې لیک نه په انګلیسې او اردو ژبه کښې د بمبئی ښار او په تیره بیا آندری سیمه او د باندرا منطقه او د دې ښار په جنوب کښې خپور شوی.

http://iqna.ir/fa/News/2986166

captcha