IQNA

فرانس کې د مسلمانانو خلاف تاوترخوالی کې زیاتوالی / په یوه هفته کې ۳۲ پېښی

12:15 - November 22, 2015
د خبر لمبر: 3455590
نړیواله ډله: پاریس کې د ترهګرو حملو نه پس مسلمانانو باندې حملو تعداد کې زیاتوالی راغلی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «رویترز» خبرونو نه په نقل، د مسلمانانو خلاف او په تېره د مسلمانانو ښځو باندې د حملو او په دیوالونو باندې د سپکاوی لیک په ټول فرانس کې د پاریس حملو نه پس ډېر زیات شوی.

فرانس کې اسلام نه ویرولو باندې څارنی ډلې مشر عبدالله ذکری پرون اعلان کړی: که څه هم مونږ په با قاعده ډول هفته کې څلور یا پنځه حملې چی مسلمانانو باندې کېږی درج کوو، له ۲۲ آبادن نه، ۳۲ حملې په دې لږ وخت کې یعنی په دې یوه هغته کې مونږ درج کړی.

ذکری همدارنګه وویل: مونږ له دې نه زیات حملو ته چمتو لرله، ځکه چې په ۲۲ آبان باندې پاریس کې د ترهګری ډلې داعش له اړخه مسؤولیت په غاړه اخستلو سره د هغه افراطی ملی ګرا ټولنو ته یوه بهانه ترلاسه شوه او مسلمانان یی خپل هدف وګرځولو.

هغه تاکید وکړو، دغه کسان له موجوده حالاتو نه مسلمانانو ته نقصان رسولو لپاره پوره ناوړه استفاده کوی.

یو حقوقی بشر ډلی چې فرانس کې د اسلام ویرولو سره مقابله ډله نوم لری هم ۲۹ پېښی هم په دغه وخت کې درج کولو راپور ورکړی.

د دغې ډلی غږن یاسر لواتی وویل: د مسلمانانو په خلاف حملو د یو شمېر راپورونو او شکایتونو سره مونږ مخامخ یو او ډېر خلک د په تېره مدرسو کې  خپلو ماشومانو امنیښت لپاره مشورو غوښتنه کوی.

سره له دې چې د فرانس ولسی غونډې دې حالاتو ته تر درې میاشتو پوری ادامه ورکولو لپاره مثبته رایی ورکړی، فرانس کې د اسلام ویرولو سره مقابله ډلی غږن ووایئ: له دی اعلان سره د پولیس له اړخه شکایتونو او تاوترخوالی کې او د پولیسو د خلکو په کورونو باندې برید او د هغوی نیولو کې زیاتوالی راغلی.

د اروپا هیوادونو کې له ټولو زیات مسلمانان فرانس کې استوګنه لری، له ۵ میلیونه نه زیات مسلمانان په دغه هیواد کې ژوند کوی چې تقریبا په سلو کې ۸ کسان د دغه هیواد ولس نه شمېرلی کېږی.



http://iqna.ir/fa/News/3454905

captcha