قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د شفقنا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصر الوفد ورځپاڼې لیکلې: د مصر هیواد الخلیفه سیمه کې جوړ مسجد الرفاعی په اړه مختلفه نظرونه شتون لري، ځنې اعتقاد لرې چې دا کار د اتریشی انجنیر چې د جومات جوړولو چارې یی ترسره کولې په قصده ترسره کړې او له قصده یی د قرآنی آیتونو صلیب سره یوځای کړې، او نور ځنې اعتقاد لرې چې دا کار د جومات جوړولو په وخت کې د دواړو دینونو ترمنځه د یووالې سمبول دې.
درېمه ډله چې د لومړو دواړو ډلو نه بېله ده د قاهره الرفاعی جومات مخې ته او د جومات یو ګنبد باندې د صلیب نښې سره تعجب کوې.
د قاهره الخلیفه سیمه کې الرفاعی جومات چې د صلاح الدین ایوبي قلعه ته مخامخ او د سلطان حسن جومات سره او د اسلامی مختلفو لرغونې آثارو سترې مجموعې سره خوا کې شتون تري.