IQNA

د رمضان المبارک میاشته کې د قرآن آیتونه ټوئیټ کولو کمپاین

9:41 - June 07, 2016
د خبر لمبر: 3480058
نړیواله ډله: د نیویورک اوسېدونکې یو مسلمان د رمضان المبارک شروع کېدو سره د قرآن کریم آیتونو ټوئیټ کولو اقدام لپاره کمپاین پیل کړو.

د رمضان المبارک میاشته کې د قرآن آیتونه ټوئیټ کولو کمپاین

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د «beliefnet» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دې کمپاین کې به ټول مسلمانان او غیر مسلمانان نه غوښتنه کېږي چې د رمضان المبارک میاشته کې کله د قرآن تلاوت کوي نو خپل خوښ آیتونه چې په هغه ورځ یی تلاوت کړي وې د آیت شمېرې او د سوره نوم سره ټوئیټ کړي.

په دې کمپاین کې د غوښتونکې کولې شي #ttQuran هشتګ سره خپل آیتونه نور سره ګډون لپاره را ولېږي او د هغې په اړه نظر ورکړي.

د ګډون کوونکو نه غوښتنه شوي چې د رمضان المبارک ټول میاشته کې هره ورځ یو سپاره قرائت کړي او بیا خوښ شوي آیتونه دې په انګلیسې ژبه او یا په خپله ژبه کې سره د انګلیسې ژباړې ټوئیټ کړي.

هغوي کولې شي چې د آیت خوښولو دلیل ذکر کړي او د آیت په اړه نورو سره خبري اترې هم وکړي.

دا کمپاین خلک د قرآن تلاوت ته ترغیب کولو سره د قرآن آیتونو کې فکر کولو او له یو بل سره د آیتونو په اړه خبرې اترې کولو فرصت هم ورکوي.

http://iqna.ir/fa/news/3503849


captcha