قرآنی خبر خپروونکې نړيواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د KTimes ویبپاڼې نه په نقل، د دبی قرآن نړیواله مقابلې پيل کوونکې کمېټه مشر ابراهیم محمد بوملحه وایئ: دا مقابلې به د ټول اماراتو نه د ټول قرآن کریم حافظانو ترمنځه په ۱۳ مهر لومړي آزمون کې د مقابله کوونکو ګډون نه پس پيل کېږي.
هغه وویل: دا مقابلې چې د دبی جایزه قرآن کریم نړیواله مقابلو یوه برخه ده د اماراتي ټول قرآن کریم حفظ کوونکو د هڅونې لپاره پيل کېږي.
بوملحه وویل: دا مقابلې به د اماراتي حافظانو له خواصې ډلې د مقابلو لپاره د روزنې سبب وې چې د هیوادي مقابلو کې سره مقابلې وکړې او نړیواله مقابلو ته ښه تیار شي.
هغه څرګنده کړه: ټول ګډون کوونکې باید اماراتي او د ټول قرآن کریم حافظان وې او د دبی قرآن کریم نړیواله مقابلو ۲۲ دوره کې یی ګډون نه وې کړي.
بوملحه همدارنګه وویل: درخواست کوونکې بايد د نوم ليکنې فورم د دبی جایزه قرآن کریم نړیواله مقابلو ویبپاڼې باندې آنلاین ډکولې شي او یا پیل کوونکې کمېټه سره اړیکه نیولې شی.
هغه په اخیره کې وویل: د دې مقابلو لس لومړي ګټونکو لپاره ترتیب سره ۳۰ زره درهم نه تر ۲۱ زره درهم به ورکړې کېږي او هغه حافظان چې ۷۰ نه تر ۷۹٪ پورې امتیاز ترلاسه کړې ۱۰ زره درهم او ۵زره هغه کسانو ته چې له ۷۰٪ نه یی کم امتیاز ترلاسه کړې وي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3524808