IQNA

په ترکی کې د محصلانو ترمنځه د ۵۰۰ قرآن کریم نسخو وېش + انځور

18:14 - March 27, 2017
د خبر لمبر: 3480445
نړیواله ډله: ترکی کې د بشر مرستیال یو انجمن، د دغه هیواد د باتمان ولایت په مختلفو ښارونو او کلو کې موجود مدرسو کې ۵۰۰ قرآنی نسخې وېش کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آناتولی خبرونو نه په نقل، ترکی کې د بشر مرستیال یو انجمن «حیرت» د محصلانو له قرآن کریم سره مینه پیدا کولو او زیاتولو په هدف سره د قرآن کریم ۵۰۰ نسخې د دغه هیواد د باتمان ولایت په مختلفو ښارونو او کلو کې موجود مدرسو کې وېش کړي.

د حیرت انجمن یو غړی شهموس تمیز دې ته اشارې سره چې د قرآن کریم دومره نسخې په دغه مدرسو کې په یوې میاشته کې وېش شوې، وویل: ډېر هغه مشکلات او ستونزي چې نن ورسره زمونږ ټولنه مخامخ ده د قرآن کریم د تعلیماتو نه د بیلتون له سببه دي. که خلک قرآن کریم د ژوند محور وګرځه وې د موجوده ستونزو حل لاره به په هغې کې ترلاسه کړي.

شهموس تمیز په قرآن کریم کې په فکر او سوچ کولو باندې تاکید وکړو او زیاته یی کړه: نن مونږ په دې پخپله باندې ګواه یو چې مونږ د ژوند په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزه په ډګر کې د قرآن کریم د تعلیماتو څخه لري یو او هم دا کار زمونږ او د بشر د مشکلاتو یو اساسی علت دي. نو ځکه د خلکو قرآن کریم سره زیاته اشنایی او په تېره بیا د محصلانو اشنایی سبب جوړېدلي شي چې د قرآن کریم تعلیمات زمونږ په ټولنه څرګنده شي.


captcha