IQNA

مالیزیا کې د روهینګیا مسلمانانو ښځو څخه حمایت کوونکې لومړۍ موسسه

14:43 - April 09, 2017
د خبر لمبر: 3480462
نړیواله ډله: د روهینګیا مسلمانانو ښځو څخه حمایت کوونکې لومړۍ موسسه دغه ښځو ته په مختلفو کارونو کې د مهارت ښودنې وړاندې کولو هدف سره په مالیزیا کې جوړېږئ.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آراکان خبرونو نه په نقل، دا موسسه په مالیزیا کې د روهینګیا مسلمانانو ښځو یوې ټولې جوړه کړې چې لومړۍ مرکز دی چې د هیواد نه بهر د روهینګیا مسلمانانو ښځو خدمت کولو هدف سره جوړ شوي.

د روهینګیا مسلمانانې فعالې ښځې سره د لږو امکاناتو چې په اختیار کې لرې په ځان باندې اعتماد لرلو سره د پرمختګ لپاره هڅې کوې.

د بشر ملګرتیا فعالیتونه د روهینګیا کډوالو کې ډېرو ستونزو سره مخامخ دی چې تر ټولو څرګنده په دغو کې تخصصي او د تجربې سازمانونو نشتوالي دي.

سره د دې چې د روهینګیا مسلمانانو ښځو کې یواځې لږ شمېر ښځې لیک او لوست کولې شي او د حقوقو د سازمان د وینا په رڼا کې د زدکړې او ښودنې نه لري ساتل د دې ټولې په خلاف د میانمار د حکومت له اړخه دا یو بله وسله وه.

د روهینګیا مسلمانې ښځې به د دې موسسه له لارې، مهارت او حرفه ترلاسه کوې چې دارنګه به د خپلې کورنۍ ساتنه کوې ځکه چې د ژوند تېرولو خرڅې، د کور کرایه، د مدرسو او د تللو را تللو خرڅې به مالیزیا کې ډېری زیاتی دی.

http://iqna.ir/fa/news/3587756


captcha