قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ایکنا په اختیار کې د دغه بیانیه یوه نسخه ده چې په هغې کې څه دارنګه لیکلې:
یو ځلې بیا د جنایت کوونکو لاسونه د نړیواله استکبار امریکا او اسرائیل د خاينينو له لستوڼو نه را بهر شول او د امام خمینی رحمة الله علیه په مقدس او پاک حرم او د جمهوری اسلامی ایران شورا غونډې باندې یی برید وکړو او روژه لرونکې بې ګناه کسان او د ایکنا قرآنی خبرونو خپروونکې ټولنې تېر اجرایوي مشر او د جمهوری اسلامی ایران قرآنی ټولنې فعالیت کوونکې یی ووژل.
د هند مومل کلتوری موسسه د جنایت کوونکو او ترهګرو دا اقدام چې د نړۍ د مظلومو خلکو د نفرت سبب ګرځې په سختې سره محکوم کړل، او د الله نه د شهیدانو لپاره د عالی درجاتو او د ژوبل کسانو لپاره دعا وغوښتله.
همدارنګه هغې د ایران اسلامی انقلاب ستر لارښود او امام زمانه عجل الله تعالی فرجه الشریف په خدمت کې هم خواخوږې وړاندې کړو.