IQNA

په مالیزیا کې د عمره کوونکو لپاره په سیسټم کې ناڅاپه بدلون

22:10 - December 18, 2017
د خبر لمبر: 3480891
نړیواله ډله: د مالیزیا حکومت په دغه هیواد کې د خلکو اعتراض شورو کېدو سره غبرګون خپل نوې قانون چې د حج او عمره وېزه اخیستلو سره د بیمي لګښت هم اعلان کړي وو، رد کړو.
قپه مالیزیا کې د عمره کوونکو لپاره په سیسټم کې ناڅاپه بدلونرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Straits Times خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مالیزیا نه حج او عمر ته روان زائرانو لپاره یوه ورځه مخکې د دغه هیواد د سیل او کلتور وزارت له اړخه نوې قانون اعلان شوي وو چې د خلکو اعتراض سره سم یی رد کړو.
د دې نوې قانون په رڼا کې باید هر هغه کس چې مکه او مدینې ته ځې ۳۰ ډالر اضافي سعودی عربستان ته ادا کړي چې د خلکو اعتراض سره مخامخ شو.
د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق په خپل توئیت کښې د دې سیسټم اجرا کولو سره مخالفت او د عمره سفر لپاره د دې قانون رد کول په حقه وګڼلو چې د دغه هیواد د سیل او کلتوری سازمان له اړخه ومنل شو.
په مالیزیا کې ۶۵ د سفر ادارې د عمری لپاره کار کوي او هر یو دینی عالمان لري چې هر یو د عربستان د سفارت نه د خلکو لپاره د وېزې اخیستلو مسؤولیت لري.
هر کال له ۲۰۰ زره نه زیات مالیزیایی عمرې لپاره سفر کوي چې که چرې دا سیسټم رد شوي نه وي، نو د مکه او مدینې نه زیارت کولو لپاره به په کال کښې یو ستر رقم له عمره کوونکو نه اخیستلې شوی.
 http://iqna.ir/fa/news/3673409
captcha