IQNA

علامه راجا ناصر عباس جعفري:

په پاکستان کښې دې د ترهګرو پټنځي نابود کړی شي

23:38 - March 26, 2018
د خبر لمبر: 3481136
نړیواله ډله: د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي په هیواد کښې د امنیت او صلحې په ټينګښت او د ترهګرو د پټنځیو په نابودۍ ټینګار وکړ.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي راجا ناصر عباس د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې ویلي دي: د پاکستان په مختلفو سیمو کښې د تکفیري او ترهګرو ډلو خلاف د امنیتي ځواکونو عملیات باید هغوي تر نابودۍ پورې دوام ولري څو د دغو ډلو د جنایتونو او د خلکو د وژل کیدو مخنیوی وشي.
علامه راجا ناصر عباس جعفري زیاته کړه: تکفیري ډلې د سلګونو پاکستانیانو په وژله کښې لاس لري او حکومت د دې ډلو په بریدونو ځان نانګاره کړی دی.
هغه څرګنده کړه چې د پاکستان خلک د امنیت د تامینیدو غوښتونکي دي او د اسلام آباد حکومت دې په دې لړ کښې هلې ځلې وکړي.
علامه راجا ناصر عباس زیاته کړه: په پاکستان کښې د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ هیڅ اختلاف نشته بلکې د اسلام دښمنان هڅه کوي چې له دې لارې په مسلمانانو کښې تفرقه واچوي څو خپلو سپیرو اهدافو ته ورسیږي.
د ویلو ده چې د لشکر جهنګوي، سپاه صحابه او جماعت الاحرار په شمول ترهګرې ډلې د پاکستان د خلکو په تیره بیا د شیعه مسلمانانو په وژله کښې ستر لاس لري.
http://iuvmpress.com/pa/13835
captcha