IQNA

مشهد؛ د مسلمانانو محصلانو قرآن کریم نړیواله مقابلو شپږمې دورې کوربه

20:48 - April 27, 2018
د خبر لمبر: 3481193
قرآنی فعالیتونو ډله: د خراسان رضوی جهاد پوهنتون مشر وویل: د مسلمانانو محصلانو قرآن کریم نړیواله مقابلو شپږمې دورې مقابلې د شعبان میاشتې ورځې سره سم او د اردیبهشت میاشتې له ۷ نه تر ۹ پورې د خراسان رضوی جهاد پوهنتون سازمان کوربه توب سره په مشهد مقدس کښې پیل کېږي.

د خراسان رضوی جهاد پوهنتون مشر ډاکټر سید علی اکبر شمسیان ایکنا سره په مرکه کې د مسلمانانو محصلانو قرآن کریم نړیواله مقابلو شپږمې دورې ته اشارې سره وویل: دا مقابلې د شعبان میاشتې ورځې سره سم او د اردیبهشت میاشتې له ۷ نه تر ۹ پورې د خراسان رضوی جهاد پوهنتون سازمان کوربه توب او امام علی رضا علیه السلام د حرم، د مشهد د ښاروالۍ، د اوقافو او خيريه چارو سازمان او د ایکنا خبرونو همکارۍ سره پیل کېږي.
هغه زیاته کړه: په دې دوره کښې ۴۴ مقابله کوونکې چې ۱۹ قاریان او ۲۵ حافظان دی د آسیا، افریقا او اروپا له ۳۵ هیوادونو نه ګډون کوي.
د خراسان رضوی جهاد پوهنتون مشر دې بیان سره چې د مسلمانانو محصلانو قرآن کریم نړیواله مقابلو شپږمه دوره کښې ګډون کوونکې به درې ورځې په دوه برخو کښې د قرائت او ټول قرآن حفظ مقابلو کښې ګډون کوې وویل: شپږ نړیواله داروان چې دو له ایران او څلور داوران له بهرنې هیوادو دې به د دې دورې مقابلو داورې کوي.
هغه د دې دورې مقابلې په پیل کولو کښې ګډون لرونکې سازمانونو ته اشاره وکړه او وې ویل: د قرآن سیما چینل، د خراسان رضوی د اوقافو او خيريه چارو سازمان، د امام علی رضا علیه السلام حرم او د مشهد ښار ښاروالۍ او ایکنا خبرونو سازمان هغه سازمانونه دي چې د دې مقابلو پیل کولو کښې همکاري لري.
د خراسان رضوی جهاد پوهنتون مشر د دې دورې مقابلو پرانیستا پروګرام ته اشاره وکړه او وي ویل: د اردیبهشت میاشتې په اووم د امام رضا علیه السلام حرم څېړنو په سازمان کښې د دې نړیواله مقابلو د شورو کېدو پرانیستا مراسم پيل شو.
هغه زیاته کړه: د یکشنبه، د اردیبهشت میاشتې ۹ باندې د دې مقابلو پایی مراسم به د بېلابېلو برخو ګټونکو معرفي سره خپل کار ترسره رسوي.
http://iqna.ir/fa/news/3708640
captcha