IQNA

د چین د مسلمانانو حقوقو سرغړونه نه په اشاره کښې د بن سلمان حمایت

22:10 - February 24, 2019
د خبر لمبر: 3481974
نړیواله ډله: محمد بن سلمان د عربستان شهزاده د چین ولسمشر سره په کتنه کښې، د دغه هیواد له اړخه د مسلمانانو حقوقو سرغړونه نه په اشاره کښې حمایت وکړو.

د ایکنا راپور له مخې، د آناتولی نه په نقل، د اویغور ټولنې او د نورو مسلمانانو که په چین کښې دننه دې او که بهر د عربستان د شهزاده چې د اسلامی سپېځلو او مقدس ځایونو ساتونکې په عنوان سره یی منی دا توقع لرله چې هغه به په دغه هیواد کښې د مسلمانان د حقوقو سرغړونه محکوم کړې خو ولی هغه چین ته په سفر کښې په دغه موضوع هیڅ اشاره ؤ نکړه.
بن سلمان د چین ولسمشر سره په کتنه کښې د اقلیتی مسلمانانو په خلاف د پکن اقداماتو نه په اشاره کښې حمایت کولو سره وویل: مونږ د چین اقدامات چې د ترهګرو په خلاف ترسره کوي او د خپل ملي امنیت لپاره کوم کارونه کوې ترې دفاع کوو. مونږ د چین سره په خپلو اړیکو کښې پیاوړتیا غواړو.
تقریباْ تر ۱۰ ملیونه کسان د چین په سین کیانګ ولایت کښې له اویغور مسلمانانو نه ژوند کوې، مسلمانان له کلونو رسې د چین د حکومت له اړخه د اقتصادي، دینی او کلتوری توپیر او تبعیض لاندې ژوند کوې.
د امریکا او نړیواله ملګرو ملتونو سازمان د پوهاندو له نظره، تقریباْ یو ملیون مسلمانان په دغه سیمه کښې د چین حکومت له اړخه جوړ شوې په کمپونو کښې په سختو حالاتو کښې ژوند کوې چې د چین حکومت هغه روزنيزه کمپونه څرګنده وې.
http://iqna.ir/fa/news/3792472
captcha