د ایکنا راپور له مخې، د هندوکش پښتو خبرونو له ویبپاڼې څخه په نقل، طیب اردوغان پرون په استانبول کې د جایزو د ورکړې په یوه سرمشریزه کې وویل چې که د سوریې په ادلیب باندې بمبار ونه درول شي اروپايي هېوادونه به د نویو کډوالو تاثیرات حس کړي.اردوغان وویل د سوریې او روسیې د رژيم د بمبار په نتیجه کې اته زره کسان بې ځایه شوي او د ترکیې د سرحدونو په لور روان دي.
د سوریې پوځ د روسیې د هوايي ځواک په مرسته په ادلیب کې د رژيم د مخالفینو په وروستیو مرکزونو بریدونه پیل کړي دي.
د ترکیې ولسمشر وویل هېواد یې د روسیې د بمباریو د درولو په خاطر له روسیې سره هېڅ هڅه نه سپموي.
هغه زیاته کړه چې دوشنبه له ترکیې یو پلاوی مسکو ته ځي او د سوریې د کړکېچ تر څېړنې وروسته به پرېکړه وشي چې راتلونکي اقدامات به څه وي.
http://hindukosh.com/ps